اوچا وايي، د افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې ننګونې ډېرې شوي
اوچا خبرداری ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې د افغان ښځو پر وړاندې ننګونې ډېرې شوي دي
طالبانو پر ښځو سخت بندیزونه وضع کړي، له زده کړو د منع تر څنګ یې پر ښځو کاري محدودیتونه هم زیات کړي چې له امله یې ښځې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
تازه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د فعالیتونو پر وړاندې ننګونې ډېرې شوې دي.
نوموړي دفتر سهشنبه د مرغومې پر ۱۱مه په یوې نوې سروې کې ویلي چې ډېری ښځې اوس له دفتر او یا هم په ساحه کې د کار کار کولو اجازه نه لري.
له ښځو د وړتیا اخیستل
د دغه دفتر د سروې پر بنسټ، د کال په لومړیو کې ښځو کولای شول چې د خدماتو مرکزونو ته سفر وکړي، خو اوس دا وړتیا له هغوی څخه اخیستل شوې ده.
همداراز اوچا ویلي چې د روغتيايي بنسټونو په فعاليت کې ډېر بدلون نه دى راغلى.
نور ولولئ: د م.م د ښځو برخې مسئوله: افغانستان کې ښځې له جدي ناورین سره مخامخ دي
نور ولولئ: طالب چارواکی: هو، له یوې ښځې سره مې زنا کړي ده
په سروې کې راغلي چې په سپټمبر کې هغو ښځو چې کولای یې شول د مرستو رسولو لپاره سفر وکړي، ۶۴ سلنه وه، خو اوس دا ۵۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
اوچا د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون یوه ننګونه بللې او ټینګار یې کړی چې یاد قانون په عمده ډول د ښځو د فعالیتونو مخه نیولې ده.
د دندو پرېښودلو ته اړ کېدل
د سروې له مخې، ۴۳ سلنه مرستندویه بنسټونو ویلي چې یو شمېر ښځې د طالبانو د محدودیتونو له امله د خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوې دي.
په دې وروستیو د طالبانو د اقتصاد وزارت د دغې ډلې مشر د حکم پر بنسټ یو ځل بیا نړیوالو بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې ښځې دې پر دندو نهګماري او په ادارو کې دې د هغوی د کار مخه ونیسي.
پر ښځو پراخ محدودیتونه ښځې له ګڼو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه زیات شمېر داسې ښځې شته چې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده او د کورنیو د ساتنې مسئولیتونه لري.
د نظر خاوندان وايي، طالبان ددې پر ځای چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، بلکې کاري ساحه ورباندې راتنګوي او له ګڼو ستونزو سره یې مخامخ کوي.
د طالبانو له واکمنۍ سره سم، په لسګونه زره ښځې له کار او زده کړو محرومې شوي دي.