نړۍ خبرونه

ايران وايي تر څو چې طالبان ټولګډونی حکومت جوړ نه کړي په رسميت يې نه پېژنو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې لپاره د دوی شرط دا دی چې طالبان باید ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي

د ایسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ایراني دیپلوماتانو ته د وينا پرمهال، افغانستان د ایران لپاره یوه مهمه مسله ياده کړې ده.

عبداللهیان ټينګار کړی چې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت نشتوالي ته ناخوښه دي او دا ناخوښي یې طالب چارواکو ته په ډاګه کړی دی.

نور ولولئ: د ایران د پارلمان مشر: طالبان دې د زموږ غوښتنو ته مثبت او رغنده ځواب راکړي

نوموړي ويلي:” افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د نه جوړېدو له امله ناخوښ یوو. افغانستان کې واکمنو ته مو په ډاګه دا خبره کړې ده. موږ افغانستان کې واکمنه اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او په ښکاره مو ورته ویلي چې د دې لپاره زموږ شرط د یوه ټولګډوني حکومت رامنځته کول دي چې د افغانستان ټول قومونه په کې ګډون ولري. طالبان د افغانستان یو واقعیت دی، خو ټول نه.”

د افغانستان د ګاونډيو په ګډون د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې حکومت کې نورو ته هم برخه ورکړي

خو د طالبانو د چارسمبالي لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر لکه د نورو طالب مشرانو په څېر یو ځل بیا ویلي چې د دوی حکومت ټولګډونی دی.

هغه کابل کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي، حکومت کې يې د هر قوم او هرې سیمې خلک شته.

نور ولولئ: طالبان؛ له ایران سره پولې ته نږدې د بند جوړولو چارې چټکوو

د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر هم همدې غونډې ته وینا کې د خپل حکومت پر ټولګډونوالي ټينګار کړی. خو ظاهرا له ټولګډوني حکومته د طالبانو تعبیر جلا ښکاري، ځکه نړیواله ټولنه پر سیاسي مشارکت ټينګار کوي، او د داسې یوه حکومت غوښتنه کوي چې د دوحې تړون له مخې د افغان سیاسي لورو ترمنځ د خبرو پایله کې جوړ شوی وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې له طالبانو سره توده راشه درشه لري، افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو پر بندیز هم ناخوښي ښودلې. ده ویلې دا بندیز د اسلام د پيغمبر د لارښوونو خلاف دی

نوموړي ويلي: “موږ افغانستان کې له زدکړې د نجونو او مېرمنو له بې برخې کولو سخت ناخوښ یو، افغانستان کې د واکمنې ادارې دا چلن د نور او رحمت د پيغمبر حضرت محمد علیه الصلات والسلام له لارښوونو سره په ټکر کې دی.”

نور ولولئ: د ایران ولسمشر ته د طالبانو په غبرګون وايي پاروونکې خبرې دې څوک نه کوي

عبداللهیان افغانستان کې د حکومت د ټولګډونوالي په اړه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند سیند اوبو پر سره ناندرۍ لا پای ته نه دي رسېدلې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button