ژوند

بریالي خلک تل پر ځان باور لري

بریالي خلک تل پر ځان باور لري او په ژوند کې هره ستونزه ښه مدیریت کوي

خبره د هدف یا موخې ده. بریالي او لوړ  خلک تل پر ځان باور لري؛ نو ځکه خو ځان  لپاره هدف لوړ  ټاکي. که کوچنی هدف وټاکئ، نو ممکن ژر یې ترلاسه کړئ؛ ښه خبره دا ده چې ځان ته ستر هدف وټاکئ. دغه راز خپل خیالات او تصوراتو ته په سپکه مه ګورئ، بلکې خپلو چارو ته لا ښه پام وکړئ او د خپل هدف شاه ونیسئ. دا ځکه د هر لوړ هدف تر شا  لوړی هیلی او.لوړ خیالات لاسته راوړې شۍ. تاسو دا لاندې اصول هم تعقیب کړئ.

په امانتدارۍ کې هیڅ وخت خیانت ونکړئ

امانت مال خیانتول ستاسو شخصیت بې باوره کوي. دروغ ویل، خیانت کول، په وعده وفا نه کول؛ داددرې هغه سترې ځانګړنې دي، چې موږ ته اسلام راښودلی دي ځکه د دې دریو.کړنو په تر سره کولو کې د انسان نږ منافقت څرګندیږي’ انسان دوه مخې، بې باوره او رسوا کیږي. چې دا ستاسو  لوړ شخصیت زیانمن کوي’ بریالي اشخاص او افراد تل مادي امانت خپل مالک ته سپاري او نه یې خیانتوي ان د خبرو امانت هم باید خیانت نه شي او بل ته یې مقابل لوری ته یې ونه سپاری ځکه که سپیناوی وشي ته ورته دروغجن کیږی چې دا ستا شخصیت ته لوی زیان رسوي.

نور ولولئ: پر خلکو د باور کولو چل

تل مسؤلیت مننونکي اوسه

که د هر کوچني یا لوی کار په مقابل کې مسؤلیت ومنه ستاسو د ژوند چارې ښې تنظیموي او تاسو خپلو چارو سره محتاط کوي؛ څو له تېروتنو وژغورل شئ. بریالي اشخاص تل خپل مسؤلیت په ډېر ویاړ مخې ته  وړي او په دې خوښ وي چې د خپل مسلک له ادرسه هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي. هر شخص د ټولنې یو غړی بلل کیږي او ددې ټولنې په جوړښت او سمون کې باید مسؤلانه رول ولوبوي که مسولیت وپیژنی همغومره ورسره باور دی زیاتیږي.

له وخت او زمان نه پوره ګټه واخلۍ او.یو.شه مدیر یا اداره چي شه

انسان د عمر په جریان کې تر هر بل چا له ټولو ارزښتناکه فرصت لري، چې هغه د وخت درلودل دی وخت لکه مرغۍ ته چې والوزي بیا لاسته نه راځي’ که هر څومره شتمني ولري، خو وخت پرې نه شې اخیستی. هسی خو.نه وایی چې وخت د سروزرو.نه هم زیات ارزښت لري هیڅ وخت یو لحظه وخت هم مه ضایع کوه ګټه تری واخله پر مخ ولاړ شه او.دریږه مه د نن ورځ بیا نه راځي بلکه تیریږي  بلکه دا ورځ او.وخت بیا واپس لاسته نشئ راوړلی روسان او انګرېزان متل کوي چې (Time is money/gold) время как золото  یعنې وخت لکه د سرو زرو پشان دې او زیات زیات قیمت لري. بریالي اشخاص تل له خپل وخت څخه ښه ګټه.او استفاده پورته کوي،د  ورځنېو  چارو لپاره یو مهالوېش جوړ کړه چې خپلې چارې د همدې مهالوېش برابر مخته یوسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button