نړیوال خبرونه

تاجکستان افغانستان سره د امنیتی همکاری هوکړه لیک لاسلیک کړ

تاجکستان افغانستان سره د امنیتی همکاری تړون لاسلیک کړ.تاجکستان او افغانستان په امنیتي سکتور کې د ګډو همکاریو تازه هوکړه لیک لاسلیک کړی. دغه هوکړه لیک نن د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات له خپل تاجکستاني سیال سره لاسلیک کړه.

په دې غونډه کې ولسمشر غني او نورو لوړ پوړو چارواکو هم حضور درلود. کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات وايي، چې دغه هوکړه‌ليک د افغانستان او تاجکستان تر منځ په امنیتي برخه کې د ژمنې تازه کول دي، څو دلته د قانون حاکمیت ټینګ شي، جرمي شبکې وځپل شي او خلک په غوره فزیکي او رواني امنیت کې ژوند وکړي.ښاغلي حیات په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د دې هوکړه‌ليک په اساس به دواړه مملکتونه په ملي او نړۍوالو دواړو کچو په ګډه کار وکړي او د سټراټیژیکو همکاریو په چوکاټ کې به د ګډ امنیت پروګرام طرحه او پلي کړي.

20210330 142306

نوموړي هیله ښوولې چې د امنيت په ټينګښت او د عامه نظم او امن په تامين کې به یاد هوکړه لیک ګټور تمام شي او په کور دننه به امنیتي وضعیت یو څه ښه طرف ته واوړي.افغانستان او تاجکستان تر دې وړاندې هم د امنیتي همکاریو په ځانګړي ډوله د پولو د ساتلو په برخه کې هوکړه لیکونه امضا کړي وو، چې تر ډېره یې ښه نتیجه درلوده.

خو افغانستان او تاجکستان داسې وخت د امنیتي همکاریو تازه هوکړه لاسلیکوي، چې ټاکل شوې ده، د راتلونکې میاشتې په سر کې ترکیه کې د سولې اړوند مهمه غونډه جوړه شي او د جګړې د برخلیک په اړه جدي پرېکړې وشي.د یادې غونډې مهمه اجنډا به د اینده نظام وي.

دلته بیا په هېواد کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خرابېږي او جګړه ان تر ښارونو پورې رسېدلې ده، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي او د بېړني اوربند غوښتنه کوي، هغه څه چې طالبان ترې انکار کوي او هیڅکله یې دا غوښتنه نه ده منلې.خو ویل کیږي که چرته په اینده نظام باندې خبره وشي نو ښایي اوربند پکې هم ومنل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button