نړیوال خبرونه

دسمنګانوبرید په اړه دزلمي خلیلزادسوړ غبرګون

پرون د افغانستان په سمنګانو ولایت مرکز کې د امنیت ولایتي ریاست ودانۍ باندې موټر بم حمله وشوه چې غټه ویجاړي یېوکړه دغه حمله د ډېرو سیاسي ليډرانو او مدني فعالانو لخوا په سختو ټکو وغندل شوه.

په همدې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو خاص استازي د سمنګان د وروستۍ خونړۍ حملې په غبرګون ویلي دي چې طالبانو دغه حمله ښه ندي کړي چې کړې ېې ده اد نوموړي په وینا دوی له شوې هوکړې خلاف ورزي کړې ده،پرون ورځ په سمنګان ولایت کې د امنیت ریاست پر بلډنګ درنه موټر بم چاودنه وشوه چې په کې ۱۱ کسان شهیدان شول او څه د پاسه ۶۰ کسان په کې تپیان هم شول. د ولایتي چارواکو په وینا په دغه پېښه کې ۱۳ پوځیان او ۱۷ د شاروالۍ کار کوونکي زخمیان دي ، پاتې ټول عام خلک دي چې ښځې او ماشومان هم په کې ژوبل شوي،

یاده چاودنه دومره زوروره وه چې ور چاپېر ځاۍ کې ټولې ودانۍ یې له منځه وړي دي او په سیمه کې د یوه لوی بربریت فضا یې خپره کړې ده.دولت او ګڼو نړیوالو سفارتونو دغه حمله په سختو ټکو وغانده او دا یې د طالبانو لخوا د ناروا جګړې یو تر ټولو ستر بد عمل وباله،بازې سیاسي تحلیلګرو له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه نیمګړې او د افغانانو تر منځ قصدي ښکېلاک ته لار هواول بولي. دوی وایي چې وسله والو طالبانو له امریکایي لوري سره د عقیدې جګړه یې بلله، ودروله خو د خپلو افغانانو وژنې ته یې لاسونه بډ وهل.

د متحده ایالاتو سره د طالبانو د هوکړې شاوخوا څلور میاشتې تېرېږي، په دې موده کې دغې وسله والې ډلې چې د پاکستان او روس په وسلو او ملاتړ سمبال دي، په افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي، د تېرو دوو لسیزو په پرتله یې په مراتیو زیات تاوتریخوالی کړی دی.

افغان وګړي لهاوسني حالاتو نه ناهيله دي . دوی سوله باندې باور نلري او وایي چې طالبانو د دوی ټولې هیلې غلطې ثابتې کړې اوژوند ورته ټول خراب توراب کړشنونکي وایي؛ امریکا له طالبانو سره د شوې هوکړې په مرسته په پوره آسانۍ هغه موخې ترلاسه کوي، چې ورته راغلي دي. دوی د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه هغه کانونه او قیمتي کاڼي وباسي او په دې هڅه کې دي چې د افغان وژنې له روان بهیر څخه پوره ګټه پورته کړي.

بلخوا بیا دافغان دولت لخوا د شاوخوا ۴۲۰۰ طالب بندیانو له خوشي کولو سره سره بیا هم دغې وسه والې ډلې په خپلو بریدونو کې کمی ندۍ راوستۍ دويي لدې وړاندې هم په کابل او ولایاتو کې په عامو وګړو باندې حملې کړې وې چې دا خپله د سولې توافق ته زیان رسوي او باید دغه ډول حملې نورې ودرول شي که ونه درول شي نو دا به د سولې شته فرست ته سخت زیان ورسوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button