هنر او ادب

د افغانستان تاریخي ابدات د زیانمنېدو له ګواښ سره مخامخ دي

د طالبانو تر حاکمیت لاندې به تاریخي ابدات وژغورل شي او که به نور زیان وویني

طالبانو ۲۵ کاله وړاندې په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې د بامیانو تاریخي بوتان په ټانکونو وویشتل او ویجاړ یې کړل چې لا تر اوسه نه دي رغول شوي. دوی اوس ادعا کوي چې په غزني کې د به د یونسکو سازمان په مرسته تاریخي ځایونه رغول کېږي.

نور ولولئ:

غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وایي، چې د ۶ تاريخي اثارو د بيارغونې چارې پيل شوې. د افغانستان راډیو او ټلویزون چې کله دا خبر خپور کړ، نو د یادو تاریخي ځایونو د ساتنې هیله پیدا کېږي.

ددغه تاریخي اثارو بیارغونه به د یونسکو په مالي مرسته د شاوخوا ۴میلیونه افغانیو په لګښت ترسره شي.

ددغو تاریخي ځایونو ساتنه پام غواړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د دغو تاریخي اثارو د بیا رغولو پروګرام پرانیست.

نور ولولئ: په کابل کې د لیدلو لپاره غوره ځایونه

دا مهال د افغانستان د لرغونو او تاریخي اثارو ساتنې ته نړیوالو سازمانونو په ځانګړې ډول یونسکو په اندېښنه کې ده.

سرچینې وايي، د غزني د زاړه ښار لوی جومات چې د دغه ولایت تر ټولو پخوانی جومات دی، د وېجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

طالبانو د هغو شپږو تاریخي ابدو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، چې د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

خو په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس تر دې مخکې ويلي و، چې د محمد شريف خان تاريخي ځايونه، د زاړه ښار دوه برجونه او د خواجه ملک ابده له منځه تللي دي.

د بامیانو د بودا مجسمې لا هم نه دي رغول شوي

طالبانو د خپل حکومت په پخوانۍ پنځه کلنه دوره کې د بامیانو د بودا مجسمې چې د افغانستان تر ټولو ستر تاریخي میراث ګڼل کېږي، په توپونو او بمونو ړنګې کړې وې؛ لا هم همداسې تخریب پاتې او تر اوسه نه دي رغول شوي او نه طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي ده.

نور ولولئ: د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

د خپرو شويو راپورونو له مخې، په تېرو مياشتو کې طالبانو په مزارشريف کې د علي شېرنوايي مجسمه وېجاړه کړې ده او داسې اوازې ته چې کېدای نور طالبانو نور تاریخي ځایونه هم تخریب کړي وي چې لا تر اوسه نه دي رسنیز شوي.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان وکړ چې “نړۍ دې د تاریخي اثارو په ساتنه او بیارغونه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.”

د لرغون پېژندونکو په باور دوی لا باوري نه دي چې طالبان ته د تاریخي ځایونو ساتنې ته ارزښت ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button