هنر او ادب

د افغانستان دننه او بهر د هنرمندانو ناوړه وضعیت اندېښنې رامنځته کړې دي

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وایي چې پر افغان هنرمندانو او موسیقۍ راغلې غمیزې ته نړیوالې ټولنې لازم پام نه دی کړی

ځینې افغان سندرغاړي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي، په ګاوڼډیو هېوادونو کې له نامالوم برخلیکه شکایت کوي.

افغان سندرغاړی ګودر ځاځی په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر د هنرمندانو ستونزو ته په اشارې سره وایي چې د هنرمندانو ناوړه وضعیت د افغانستان د موسیقۍ پر ودې سیوری غوړولی دی.

ځاځي وویل: “لا هم ډېر شمېر هنرمندان په افغانستان کې دي. په افغانستان کې د دوی پاتې کېدل لامل شوی چې موږ د خپل مسوولیت په ترسره کولو کې پاتې راشو ځکه زموږ همکاران له موږ سره نه شته او هغه کسان چې په درېیم هېواد کې دي او خپل د کډوالۍ بهیر مخته وړي، له ګڼو اقتصادي، امنیتي او قانوني ستونزو سره مخ دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وایي چې پر افغان سندرغاړو او موسیقۍ غږونکو راغلې غمیزې ته په نړیواله کچه پام نه دی شوی.

نور ولولئ: لس هغه افغان هنر مندان چې تاسو یې باید واورئ

دې شبکې د دوشنبې په ورځ «له موسیقۍ لرې زړونه؛ د تبعید په لور د افغان موسیقي غږونکو تګ» په نوم د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شته افغان هنرمندانو او موسیقۍ غږونکو وزګار پاتې کېدو او له افغانستانه بهر د دوی ستونزو ته اشاره کړې.

په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ میلادی کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په بیا ځلي رسېدو سره نور نو افغان موسیقۍ غږونکو ته کار او د اوسېدو ځای نه شته

یو شمېر هنرمندان له افغانستانه وتلي او ځینې نور هم چې په دغه هېواد کې پاتې دي چې د داسې فرصت په لټه کې دي چې له هېواده ووځي.

د دې راپور پر بنسټ هغه سازمانونه چې له افغانستانه د هنرمندانو او موسیقۍ غږونکو د ایستلو او له دوی د اقتصادي ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د دوی د ملاتړ لپاره د بودیجې د راټلولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي.

نور ولولئ: د هرات پوهنتون محصلینو څه باندې ۱۲۰ ګرافیکي هنري توکي نندارې ته وړاندې کړي

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په راپور کې راغلي چې طالبانو د موسیقۍ له پلوه افغانستان په یوه خاموشه هېواد بدل کړی او ادعا یې کړې چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په واټونو، له تلوېزیوني شبکو او راډیوګانو او د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ غږول بند کړي دي.

په راپور کې راغلي که څه هم طالبانو د موسیقۍ په اړه خپل دریځ په روښانه ټکو نه دی څرګند کړی خو د موسیقي بندیز په غیر رسمي ډول پلی شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو اوسمهال د افغانستان په رسنیو کې د موسیقۍ خپرېدل منع دي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په دې راپور کې په پرتګال هېواد کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټېټوټ مېشتېدو ته اشاره شوې او راغلي چې د موسیقۍ یو شمېر استادان، هنرمندان او زده کونکي هڅه کوي چې د افغانستان د موسیقۍ د پایښت لپاره په دې انسټېټوټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button