هنر او ادب

عالیه بټ : غواړم نوم مې بدل کړم

د بالیووډ مشهورې اداکارې عالیه بټ پریکړه کړې چې خپل نوم به بدلوي او دا چې له رنبیر کپور سره یې واده کړی، نو د هغه کورنی نوم به له خپل نوم سره اضافه کوي

هغه به په رسمي توګه خپل نوم بدل کړي

عالیه بټ په دې وروستیو کې هندي رسنیو ته په یوه مرکه کې ویلي و، چې له واده وروسته به په رسمي ډول په خپل پاسپورټ کې نوم بدل کړي او پرېکړه یې کړې چې د خپل میړه رنبیر کپور کورنۍ نوم کپور به ورسره اضافه کړي

نور یی ولوله | د بالیووډ دوه نور فلمونه ولیې ناکام شو؟

نور یی ولوله | انجلینا افغان ښځو ته: زه ستاسې په مقاومت او قدرت باور لرم

هغه به ډیره خوشحاله وي چې د عالیه بټ کپور په نوم یادیږي

عالیه بټ ویلي، چې ډېره زیاته به خوشحاله شي چې د عالیه بټ کپور په نوم یاده شي، نو ډېر ژر به خپل نوم بدل کړي او د کپور نوم به له خپل نوم سره اضافه کړي. هغې وویل چې زما فلمي نوم به عالیه بټ پاتې شي خو په پاسپورټ کې به زما نوم عالیه بټ کپور وي ځکه چې اوس زه د کپور کورنۍ برخه یم

عالیه بټ د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي چې له ډېرې مودې راهیسې د خپل نوم د بدلولو په فکر کې وم، خو د کار له امله مې وخت نه درلود، اوس مو ماشوم هم را روان دی نو کله چې د کپور کورنۍ چېرته سفر کوي، نو زه (بټ) به پکې یوازې یم. هغې دا هم ویلي چې غواړي په پاسپورټ خپل نوم بدل کړي ترڅو د کپور کورنۍ سره د یوازیتوب احساس ونه کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button