کورني خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو حقوق خوندی کړي

 افغانستان  افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان وایی نړیواله ټولنه باید د افغان د ښځو حقوقو خوندیتوب ملاتړ وکړي او یاد  سازمان وايي نړیواله ټولنه باید د خپلو اوږدو ژمنو له مخې په افغانستان کې د ښځو حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي

د ایمنسټي انټرنېشنل دغه غوښتنه کړی وه چی  د ۱۶ مشهورو افغان مېرمنو لاسته راوړنو ستایلو د نوي کمپاین له پیل څخه وړاندی  په یوه رپور کې شوې دې بنسټ د یو شمېر دې ښځو له خپلی وینا رپور  کې ویلي چې د طالبانو له واک څخه  وروسته د کار، تعلیم، وینا او احتجاج کولو په برخه کې د ښځو حقوق ندی ورکړل  شوي  او له تاوتریخوالي سره مخامخ دي .په رپور کې ویل شوي پر افغانستان د طالبانو تر واک څخه  وروسته پر افغان ښځو  خورا سخت بندیزونه لګول شوي  د روغتیا او ځینو نورو برخو څخه  پرته په نورو چارو کې ښځو ته ویل شوي چې کارونو ته لاړی  نه شي. رپور  کې زیاته کړی چی د منځنیو ښونځیو او لیسو نجونې زده کونکې له تعلیمه  څخه بي برخه شوی. 

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

ښځې له محرم پرته له کوره څخه بهر  ته د وتلو اجازت نلری  او د جنسیتي توپیر له امله  لوړو زده کړو برخه کې د ښځو ونډه خورا  کمه شوې.خو طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دغه رپور  بي بنیاده بللی او رد کړی  دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چی ګواکې ښځې له کوره  څخه بهر نه شي وتلی د افغانستان په ښارونو کې ښځې ازادی ګرځي دا ډول پرپاګند د دښمنانو کړیو کار دی.

 چې متاسفانه ځینې نړیوال سازمانونه یې داستدلال په توګه کاروي تېرو شلو کلونو کې د افغان ښځو حقوقو  په برخه کې پام وړ پرمختګ شوی وو او څه باندې ۳،۳ میلیونه نجونو زده کړې کولېخو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ څخه  وروسته د بشري حقوقو فعالان اندیښمن دی چې افغان ښځې به له خپلو حقوقو  بي برخې شوی او د افغان ښځو د حقوقو  خوندې کول د نړیوالو له اړخ  د طالبانو حکومت رسمیت پیژندنې یو مهم شرط په توګه وړاندې شوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button