ځایی

د جاپان ۱۰ میلیونه ډالر مرسته د بدخشان، کندهار او هلمند کرونده ګرو ته ورکول کېږي

طالبانو ویلي چې د جاپان ۱۰ میلیونه ډالره مرسته به د کندهار، بدخشان او هلمند کرونده ګرو ته ورکړل شي

جاپان دغه مرسته له هغو بزګرانو سره کوي چې د کوکنارو کرکیلې ته د پای ټکی ږدي او نور دغه شومه پدیده په ځمکه کې نه کري.

خو وخت نا وخت له دغه دریو ولایتونو د کوکنارو د کرکیلې راپورونه ورکول کېږي او د سیمې خلک وايي، لا هم بزګران کوکنار کري، ځکه دوی له نورو لارې ځانګړي عواید نه لري، نو مجبور دي چې د کوکنارو کښت وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې اقتصاد وزارت

د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا او مل پلاوي سره لیدنه کې په د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د ښه والي او د بشري مرستو د دوام او پراختیا په اړه خبرې کړي.

نور ولولئ: بدخشان کې د کوکنارو پر سر جنجال؛ طالبان وايي، ستونزه حل شوه

نور ولولئ: په سویلې ولایتونو کې کروندګرو بېرته د کوکنارو کرلو ته مخه کړه

نور ولولئ: په ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسيدلي

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د جاپان سفير، د نشه يي توکو له کښت سره د مبارزې او د کوکنارو د کرکيلې د بديل معیشت پروژو د پلي کېدو په موخه د جاپان هېواد له خوا د لسو مليونو ډالرو مالي مرستې په اړه چې په پام کي ده د بدخشان، هلمند او کندهار ولایتونو کی له بزګرانو سره د مرستې، د نشه يي توکو د کارونې د مخنيوي، د معتادینو د درملنې او د زیانمنو وګړو او زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې پروګرامونو له لاری ولګول شي د اقتصاد وزیر سره پرې خبرې کړي.

afghan (82)
د جاپان سفیر او د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر

د جاپان مرسته او د طالبانو مننه

د طالبانو وزیر افغانستان سره د جاپان هېواد د ۱۰ میلیونه ډالرو مرستې څخه مننه کړې، چې د بدیل معیشت د پروګرامونو په پلي کولو، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني لپاره څانګړي شوي.

قاري دین محمد حنیف د دغو پروژو پلی کېدل په بېلا بېلو ولایتونو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره اغیزمني بللي .

د جاپان سفیر له افغانانو سره د خپل هېواد له خوا د نشه یي توکو له کښت سره د مبارزې او بشري مرستو د دوام ژمنه کړې.

له ځینو ولایتونو بیا راپورونه دا هم وايي، هغه بهرنۍ مرستې چې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي لپاره کېږي، طالبان یې په ویشلو کې شفافیت نه کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button