نړیوال خبرونه

د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي

د دوحې غونډې وروستۍ ورځې بحثونه پیل شوي او محبوبه سراج وايي د طالبانو څرګندونې دوی ته سپکاوی دی

د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د ځانګړي کنفرانس دویمه او وروستۍ ورځ پیل شوې ده.

په دواړو غونډو کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي او د سیمې او نړۍ ځانګړي استازي برخه لري. په دغه ناسته کې د افغانستان له مدني او بشري فعالانو درې ښځې او دوه سړي‌ هم برخه لري. یوه یې محبوبه سراج ده.

نوموړې د بي‌بي‌سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې طالبان په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د نورو افغانانو په ګډون خوښ‌ نه دي، وویل “ولې نور افغانان برخه وانه خلي؟ افغانستان مدني ټولنه نه لري؟ افغانستان ښځې نه لري؟ افغانستان نور خلک نه لري؟ یانې ولې؟ دا زموږ ټولو لپاره سپکاوی دی، په ټوله مانا.”

په دوحه د طالبانو استازولي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر ډاکټر محمد نعیم بي‌‌بي‌سي ته په مرکه کې ویلي و چې دوی [د طالبانو حکومت] د افغانستان رسمي استازي دي او د هېواد په استازیتوب باید بل څوک دغې ناستې ته نه وای بلل شوي.‌ د دوحې په ناسته کې د طالب استازو د ګډون یو شرط همدا بلل کېږي.

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ: راتلونکو دوو ورځو کې، ۲۰ هېوادونو په دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته کوي

پرون (یکشنبه) نژدې ټول بحثونه دوه اړخیزه او څو اړخیزه وو، خو د ورځې پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د سیمې له ځانګړو استازو سره ناسته نژدې څو ساعته وغځېده.

131381b0 cefc 11ee b83b 0f87a864f372
د افغان ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د سیمې نژدې د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازه برخه لري.‌

د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون

یو شمېر غربي ډیپلوماتان د افغانستان لپاره د دوحې په غونډه کې د نه ګډون په اړه د طالبانو له پرېکړې ناراضه ښکاري.

یوه لوېدیځ دیپلومات بي بي سي ته وویل، د طالبانو دا کړنه ښيي چې دوی [د طالبانو حکومت] له نړۍ سره په تعامل کې جدي نه دي او له دې پرېکړې سره یې د افغانستان له کړکېچه د وتلو پر لارو چارو د خبرو یو ښه فرصت له لاسه ورکړی دی.

قطر کې د طالبانو سفیر: زموږ مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی

په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر ډاکټر نعیم له بي‌بي‌سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په دغه ناسته کې یې د دوی استازو ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي “په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري.”

نوموړی وايي، د دوی دوو مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. له افغانستانه په دغه کنفرانس کې یوازې د طالب استازو ګډون او د ملګرو ملتونو له سرمنشي‌ سره مخامخ خبرې د دوی دوه مهم شرطونه وو.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button