نړیوال خبرونه

د سپین بولدک لاره خلاصه شوه

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ خبرې

د اسـلامي امـارت او پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو په پایله کې د سپین بولدک–چمن لار نن (دوشنبه) بېرته پرانیستل شوه.

د چمن امنیتي مسوولان وايي، له اسلامي امارت سره یې د سپين بولدک او چمن تر منځ لار په “مشروط” ډول پرانیستې ده  د چمن مرستیال کمیشنر عبدالحمید زیری وايي: «له افغان چارواکو سره په لېدنه کې په همږغۍ ځیني مشروطه پرېکړي وشوې، ددغي ناستي ملکي غړو د نظامي غړو کمېټه پدې خبره چې د سپين بولدک او چمن تر منځ (د دوستۍ دروازه) د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیزي.

کندهار 

بل خوا د کندهار سیمه ییز مسوولین په مشروط ډول د لارې د پرانیستو خبره ردوي او زیاتوي چې د دې مسلې د دایمي حل په موخه یې د یو بل وړاندیزونه منلي دي. د کندهار د بهرنیو چارو ریاست سرپرست ملا عبدالشکور حقاني زیاتوي: «داسې شرط نه‌دی شوی او نه پر داسې شرط باندې خبره شوې ده. نه هغوی ویلي چې دا شرط دی او نه موږ ویلي چې دغسې شرط به وي.

نور یی ولوله | انۍ پورونه راټول کړي

نور یی ولوله | متقي: نړیواله ټولنه دې همکاري وکړي، د فشار لار ګټه نه‌لري

د دواړو غاړو اوسېدونکي

په ورته وخت کې د دواړو غاړو اوسېدونکي د لارې پرانیستني ته خوښ دي او له دواړو حکومتونو غواړي چې ددې لاري د دایمي خلاصون حل ته دې لار ولټوي. د چمن اوسېدونکی بسم الله وايي: «موږ ډېر زیات خوشاله یوو چې نن دا دروازه خوشاله شوې ده. ډېر مسافر د دروازې دواړو خواوو ته پاتې ول

د کندهار اوسېدونکی امان الله درخشان زیاتوي: «په اینده کې دې دغه دروازه سیاسي نه‌شي او دا دروازه دې د تجارت او عامو خلکو پر مخ د تلپارتې لپاره پرانیستل شي. د سپين بولدک او چمن تر منځ دروازه تېره یک‌شنبه پاکستاني چارواکو وروسته له هغه وتړله چې یو نامعلوم کس پر پاکستاني ځواکونو برید وکړ چې له امله یو پوځي ووژل شو او دوه نور ټپیان شول

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button