سات تيري

د سږو سرطان او د هغه نوي درمل

ساینسپوهان وايي، د سږو د سرطان یوه نوي درمل د یادې ناروغۍ په مخنیوي کې ښه نتیجه ورکړې ده

تازه ازموینو وښوده چې د سږو د سرطان یوه نوي درمل مرسته کړې چې د دې ناروغۍ په عام ډول اخته په سلو کې ۶۰ ناروغان له ۵ کلونو وروسته لا هم ژوندي وي او ناروغي یې پرمختګ ونه کړي.

دا درمل څه ډول جوړ ښوي دي؟

ساینسپوهانو خبر ورکړی چې دغه نوي کشف شوي درمل د ګولیو په بڼه ده چې د سږو سرطان ناروغ ته ورکول کېږي.

afghan (1)
د سږو سرطان او د هغه نوي درمل

په دغه درملو کې د (ALK) یا پروټین کنیز کارول شوي دي.

اناپلاستیک لیمفوما پروټین کنیز (ALK) د حجرو له ودې سره مرسته کوي. دا ماده له ALK جین څخه جوړه شوې، چې د (NSCKC) د سږو د حجرو د سرطان په شمول ممکن د ځینو سرطانونو تنظیمات بدل کړي، او په پایله کې یې ناروغي وده کوي او خپریږي. NSCLC د سږو د سرطان له دوو اصلي ډولونو څخه دی، چې د سږو د سرطان له 80 تر 85٪ پېښې د دې ډول سرطان دي.

afghan (2)
د سږو سرطان او د هغه نوي درمل

نور ولولئ: په ځوانۍ کې د ويښتانو د سپېنيدلو لاملونه او درملنه

نور ولولئ: د مخ لکې او داغونو د له منځه وړلو لپاره کورنی ماسک او درملنه

Lorlatinib، چې د ALK مخنیوونکو درملو درېیم نسل دی، نوي درمل دي چې پر NSCLC د اخته ناروغانو لپاره د معیاري درملنې په توګه پیژندل کیږي.

یوه نوې نړیواله کلینیکي څېړنه چې د اسټرالیا په میلبورن کې د پیټر مککلم د سرطاني څیړنې په مرکز کې شوې، د ALK یا NSCLC په ناروغانو کې د اوږدې مودې ناروغۍ پر پرمختګ باندې د درملو اغیزې مثبتې، او د هغې پایلې یې خورا ښې بللي دي.

afghan (3)
د سږو سرطان او د هغه نوي درمل

غیرې معمولي پایلي

ددې څېړنې نوموتی څیړونکی بین سالومن وايي چې دا پایلې غیر معمولي دي.

له درملنې څخه 5 کاله وروسته، 60٪ هغه ناروغان چې لورلاټینیب درمل یې خوړلي بې له دې چې ناروغي (سرطان) پکې پرمختګ وکړي، ژوندي دي، په داسې حال کې چې یوازې 8٪ هغه ناروغان چې کریزوټینیب یې اخیستي ژوندي وو. همدارنګه، په هغو ناروغانو کې چې نوي درمل ترلاسه کوي، د سرطان د پرمختګ یا مړینې خطر د 81٪ کم شوی دی.

afghan (4)
د سږو سرطان او د هغه نوي درمل

بل لورته نوي څېړنې پایلې ښيي، د سږو د سرطان ځینې لومړنۍ مرحلې ناروغان چې د جراحي وروسته درمل Tagrisso (osimertinib) اخلي ممکن په ډراماتیک ډول د دوی د ژوندي پاتې کیدو ستونزې ته وده ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د ډول، ډول سرطان پېښې په ډېرېدو ته دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button