Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

د طالبانو پرضد د ۳۰ ډلو د یوه نوي ایتلاف جوړېدل

د طالبانو پرضد د شاوخوا ۳۰ ډلو ایتلاف جوړ شو

یو شمېر پخوانیو افغان مشرانو، چې له هیواده بهر اوسي، پرون (جمعه) په یوه انلاین یا مجازي غونډه کې د یوه نوي ايتلاف د جوړېدو اعلان وکړ.

د نجونو پر طبي زده کړو له وروستي بندیز وروسته د طالبانو پرضد په ترکیه کې د شاوخوا ۳۰ ډلو ایتلاف جوړ او خپل جوړښت یې اعلان کړ.

پخواني قوماندانان، تنظیمي مشران او سیاستوال لکه عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، عطامحمد نور، صلاح الدین رباني، عبدالحق شفق، صادق مدبر، سرور دانش، احمد مسعود، رحمت الله نبیل، عمر داوودزی او تادین خان د دغه نوي ایتلاف عمده مشران دي.

دغه ایتلاف د څه شي په نوم دی؟

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي شورا په نوم د دې نوې ټلوالې هدف د هېواد د روان بحران حل او د طالبانو د واکمنۍ مخالفت بلل شوی دی.

دوی په خپله مجازي غونډه کې وویل چې په خپل منځ کې به هڅې همغږي کړي، افغانستان به له اوسني کړکېچ څخه راوباسي، او د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې به یو ګډ دریځ وړاندې کړي.

نور ولولئ: امرالله صالح خپلو منتقدینو ته؛ د طالب ضد خوځښتونه پښتنو کې وو او دي

نور ولولئ: صالح: له مشرانو سره تر مشورې وروسته به امریکا ته د تګ په اړه پرېکړه کوي

دوی په دې اړه چې په څه ډول به د طالبانو اوسنۍ واکمني وننګوي، څه نه دي ویلي. دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغو قوماندانانو او تنظیمي مشرانو اکثریت په ترکیه کې د افغانستان د مقاومت د عالي شورا په نوم یو تشکیل درلود.

تر ټولو پراخ ایتلاف

خو د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي شورا وايي چې د دې نوي ایتلاف په جوړولو سره یې له ۲۰۲۱ څخه، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي دي، د طالبانو د واکمنۍ په وړاندې تر ټولو مهم او پراخ ایتلاف رامنځته کړی دی.

د طالبانو افراطي او د ولس بېزاروونکو اقداماتو دې ډول ايتلافونو ته د پرمختګ لاره هواره کړې خو څرګنده نه ده چې کوم سیمه ییز او نړیوال قدرت به یې ترڅنګ ودریږي او که نه. د افغانستان د معادلو په بدلولو کې د بهرنیو هیوادونو رول ډېر اغېزمن بلل کېږي.

په دې ابتلاف کې لسګونه وړې ډلې برخه لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د اوسنیو تګلارو په پلي کولو کې هېڅ ډول نرمښت نه دی ښوولی.

دغه ډله په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو اراده هم نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button