لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ډهلي لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې، پنجاب کينګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۶۶ مې لوبې پچه د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر شکر دوان وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ډهلي کپيټلس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د دوی له لوري ريلې روسو، پريټوې شاو او لوبډلمشر ډېويډ وارنر ښه توپ وهنه وکړه. روسو په ۳۷ توپونو ۸۲ ناسوزيدلې منډې، شاو په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې او وارنر په ۳۱ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې. د ډهلي کپيټلس لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۲۱۳ منډې ترلاسه کړې، ۲ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۱۴ منډي هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې لکنو لوبډلې ممبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د پنجاب کيګنز لوبډلې له لوري سم کرون، ارشډيپ سينګ او راهول چهار ښه توپ اچونه وکړه. کرون په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، سينګ په ۲ اورونو ۲۱ منډې ورکړې او کومه ویکټه يې ترلاسه نه کړه او چهار په ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی يې له ډګره بهر نه کړ.

د پنجاب کيګنز لوبډله د هدف پوره کولو په موخه لوبغالي ته راښکته شوه

د پنجاب کيګنز لوبډلې له لوري ليام ليونګسټون، اټريوا ټېډ او پربسيرمن سينګ ښه توپ وهنه وکړه. ليونګسټون په ۴۸ توپونو ۹۴ منډې، ټېډ په ۴۲ توپونو ۵۵ منډې او سينګ په ۱۹ توپونو ۲۲ منډې وکړې. د پنجاب لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۹۸ منډې جوړې کړې، ۸ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه يې د ۱۵ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري انريج نارټجي، اشنټ شرما او خليل احمد ښه توپ اچونه وکړه. نارټجي په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، شرما په ۳ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او احمد په ۳ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی ريلې روسو ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې، چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې سنرايزرس حيدرآباد لوبډله له رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button