ژوند او ټولنه

د وزن کمولو لپاره ځینې طریقې غلطې دي

ډېری خلک د وزن بایللو لپاره غلطې طریقې کاروي چې له ګټې یې زیان ډېر دی

څېړنو ثابته کړي ده چې ځینې خلک د وزن بایللو یا راکمولو لپاره داسې لار انتخابوي چې له ګټې یې زیانونه ډېر دي.

مثلا: دوی هغه خواړه لږ خوري چې لږه کالوري لري، خو دلته اصلي خبره داده چې کله تاسو کالوري ضایع کوی نو باید کافي کالوري له خوړو تر لاسه کړئ.

ډېری خلک اوس د وزن کمولو لپاره بېلابېل مېتودونه کاروي‌. د وزن کمولو په اړه ډېر ناسم پوهاوی او غلط فهمۍ شته. دلته يې د ځينو په اړه له تاسو سره معلومات شريکوو.

afghan (69)
د وزن کمولو لپاره ځینې طریقې غلطې دي

د وزن کمولو لپاره ډېره سبزۍ وخورئ

ډېری خلک په دې باور دي چې د سبزۍ او نورو مېوو خوړل به له تاسو سره د وزن په کمولو کې مرسته وکړي. په ټولو خوراکي‌ توکو کې يو څه کالوري موجوده وي.

که ستاسو موخه د وزن کمول وي، تاسو بايد پوه وئ چې له سبزيو څومره کالوري‌ اخلئ. یوازې د سبزيو خوړل هم وزن نه کموي.

afghan (70)
د وزن کمولو لپاره ځینې طریقې غلطې دي

ځينې خلک د وزن کمولو لپاره په مشروباتو لکه قهوه، شنه چای او نورو تکيه کوي. خو بايد پوه شو چې ځينې خوراکي توکي او مشروبات مو وزن نه کموي.

نور ولولئ: د خوړو پرته د وزن له لاسه ورکولو 8 لارې

نور ولولئ: د کوليسټرول (وينې غوړ) کمولو څو اسانه لارې چارې

نور ولولئ:  څنګه په یوه اوونۍ کې خپل وزن په چټکۍ سره راکم کړو؟

ځينې خواړه بيا ګټور نه وي خو ښايي د وزن په کمولو کې مرسته وکړي. مهمه دا ده چې متوزان خواړه وخورئ.

دا خبره هم ناسمه ده چې روژه ګټوره نه ده ځکه دا ستاسو سره د وزن په کمولو کې مرسته کولی شي.

afghan (71)
د وزن کمولو لپاره ځینې طریقې غلطې دي

لږ کالوري لرونکي خواړه ښه دي

د کم کالورۍ خواړه کولی شي له تاسو سره په پیل کې د وزن په کمولو کې مرسته وکړي، خو ډېرې څېړنې ښيي چې دا د اوږد مهال لپاره ګټور نه دي.

دا اړينه نه ده چې بېخي کاربوهايډرېټ وا نه خلی، خو تاسو يې بايد يوې سمې اندازې ته یې کم کړئ او پر ځای یې پروټین واخلئ، خو په هغه حالت کې چې دا ستاسو بدن ته ګټور وي.

هغه خواړه چې ډېر پروټين ولري ښه دي

دا هم ناسم پوهاوی دی چې لږ کاربوهايډرېټ لرونکی غذايي رژيم ښه دی. هغه کسان چې د کم کاربوهايدرېټو غذايي‌رژيم کاروي، هغوی ډېر پروټين خوري. کافي پروټين بدن ته اړين دي، دا د وزن کمولو لامل کېږي.

ډېری خلک په دې باور دي چې د لږ کالوريو لرونکي خواړه خوړل ستاسو سره د وزن کمولو کې مرسته کوي. داسې انګېرل کېږي چې منرالونه، پروټين او سبزیو خوړل د کالوريانو کچه محدودوي.

که ستاسو موخه د وزن کمول وي، تاسو بايد پوه شئ چې بدن مو څومره کالورۍ ته اړتيا لري او څومره کالوري ستاسو بدن سوځولی شي.

afghan (73)
د وزن کمولو لپاره ځینې طریقې غلطې دي

ځينې خلک وايي، د کمې کالورۍ لرونکي خواړه ستاسو وزن کموي خو تاسو بايد پوه شئ چې له دې خوړو کوم ډول ګټور مواد ترلاسه کوئ. دا مهمه ده.

د ډېر فايبر او لږ پروټينو لرونکي‌خواړه

ډېر خلک تاسو ته مشوره درکوي چې د وزن کمولو لپاره هغه خواړه وخورئ چې ډېر فايبر او لږ پروټين لري.

ځينې خلک وايي زما ملګری په اوونۍ کې يوه کيلو وزن کموي خو زما وزن نه کمېږي. دا په دې معنا ده چې هر څوک په ورته ډول وزن نشي کمولی.

د انسانانو بدن په بېلابېلو بڼو کار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button