Uncategorized

سراج‌الدین حقاني: باید سره یو شو او اختلاف ونکړو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې له اختلافاتو ډډه وکړي. سراج الدین حقاني په زابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي امارت له مسوولانو وغوښتل چې له اختلافونو ځانونه لرې وساتي، ځکه په خبره یې د اختلافاتو دوام به ښې پایلې و نه‌لري

سراج الدین حقاني 

نوموړي همداراز له خلکو سره د اسلامي امارت د ځواکونو د ښه چلند غوښتنه هم کوي. ښاغلی حقاني وايي: «ناکامي په دې اختلاف کې ده، له دې شیانو نه ډېر ځانونه لرې وساتئ. کوشش وکړئ چې د مینې، محبت، الفت او عزت ژوند تېر کړئ. د خلک پر مخ باندې دروازې خلاصې پرېږدئ. داسې تعامل ورسره وکړئ چې په نمایش او ریا کارۍ باندې بنا نه‌وي

نور یی ولوله | د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

نور یی ولوله | اسلامي امارت د سپین بولدک- چمن پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګومارلی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست

د کورنیو چارو وزارت سرپرست پر دې باور دی چې د نړۍ ځینې کړۍ هڅې کوي د سرپرست حکومت پر وړاندې یو شمېر خلک مقابلې ته هڅوي. سراج الدین حقاني زیاتوي: «د دې مغرضې کړې په‌دې لګیا دي چې د اسلامي نظام په مقابل کې خلک مقابلې ته راپورته کړي. ګورئ دغو خلکو ته هم ډېر شرم پکار دی.

د سیاسي چارو کارپوه امین‌الله احساس وايي: «داخلي ثبات د یوه حکومت لپاره یوه اساسي خبره ده او اسلامي امارت باید دغې خبرې ته توجه وکړي. که چېرې د ولس او حکومت تر منځ اختلاف او واټن پیدا شو، د هغو حکومتونو عمر ډېر لږ وي. واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو د پنځلسو میاشتو په تېرېدو سره لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ځينو هېوادونو سفارت خونې په کابل کې فعال دي

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button