نړیوال خبرونه

یو شمېر سوداګرې ښځې د مناسب بازار نه‌شتوالي اندېښمنې کړي

یو شمېر سوداګرې ښځې وايي، د مناسب بازار نه‌شتوالي د دوی کاروبار پیکه کړی او له همدې امله اړ شوي چې خپل يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. 

سوداګره امنه میرزايي

سوداګره امنه میرزايي زیاتوي: «په تېرو دوو کلونو کې هېڅ نندارتون نه و کاروبار هم نه‌شته، خلک زړه ماتې شوې دي، کومې ښځې چې په کور کې دي، دغسې کار نه‌شي کولی. پښتون امیري هغه مېرمن ده چې څه باندې درېرش کاله یې د لاسي صنایعو په برخه کې پانګونه کړې ده. دا وایي،چې د اقتصادي ستونزو له امله یې لسګونه هغه مېرمنې چې له دې سره کار کاوه، اېستلي دي

نور یی ولوله | د سپین بولدک لاره خلاصه شوه

نور یی ولوله | انۍ پورونه راټول کړي

پښتون امیري

سوداګره پښتون امیري زیاتوي: «لومړی خو موږ ته کرونا ډېر زیان واړوه، ځکه د ښځو لپاره هېڅ کاري موقعیت نه و، هېڅ د پلور ځای نه و، نو په همدې خاطر اړې شو چې یو شمېر ښځو ته ځواب ورکړو. ورته مهال د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په تېرڅه باندې یو کال کې د بهرنیو بنسټونو له لوري له سوداګرو مېرمنو سره هېڅ ډول مرسته نده شوې

د دې خونې سرپرسته وایي، اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې دي، چې ډیری سوداګرې مېرمنې خپل فعالیتونه محدود کړي. د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرسته ممتاز یوسفزۍ وايي:‌ «له بده مرغه چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه د ۱۴ یا ۱۵ میاشتو په موده کې هېڅ داسې بنسټ نه‌دی راغلی چې د دې خونې له ښځینه متشبثینو سره یې مرسته کړې وي. 

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو غوړېدل د کورنیو د عوایدو د زیاتېدو لپاره ګټور بولي. د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر وايي: «له زده‌کړو، درس، کار او سوداګرۍ څخه د ښځو څنډې ته کول د نیمې ټولنې د فلج په مانا ده او د هېواد پر اقتصادي ودې ناوړه اغېزې پرې باسي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button