ژوند او ټولنهنړیوال خبرونه

شهیدي: راتلونکې لوبه کې د لوبغاړو د بدلون په اړه فکر کوو

حشمت الله شهیدي د لوبغاړو د بدلون په اړه فکر کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په تازه مرکه کې ویلي دي، چې که څه هم راتلونکې لوبه مهمه ده، خو د لوبغاړو د بدلون په اړه هم فکر کوي.

د زیمبابوې سفر

د افغانستات کرکټ ملي لوبډله چې د زمبابوې په سفر ده، له زمبابوې سره د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ لري.تراوسه پورې دوه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره شوي دي، چې په دواړو لوبو کې افغانستان بریا خپله کړې او لوبلړۍ يې هم په ۲-۰ سره ګټلې خو د لوبلړۍ یوه وروستۍ لوبه سبا ترسره کېږي.

 نور یی ولوله | افغانستان کې له بې وزلۍ او نالوستۍ سر پر مبارزې دانس حقاني ټينګار

 نور یی ولوله | دېبرا لاینز: نه غواړو چې په افغانستان کې بانکي نظام کمزوری کړو

د پای لوبې څخه مخکې

د وروستۍ لوبې نه مخکې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه مرکه کې وايي، چې لوبډله ښه لوبېږي، راتلونکې لوبه هم مهمه ده، خو دوی د لوبډلې د بدلون په اړه هم فکر کوي.

ای سی سی سوپر لیګ

د یادولو ده، چې دا لوبې د ای سي سي سوپر لیګ برخه دي چې غوره لوبډلې به ترې ۲۰۲۳ نړیوال جام ته لار پېدا کوي. افغانستان اوس ۹۰ نومرې لري او په جدول کې دریمه لوبډله ده، 

که وروستۍ لوبه هم وګټي، نو جدول کې به دویمه لوبډله شي.یاده دې وي، چې دغه لوبو ته ضیا الرحمان اکبر هم اخیستل شوی دی، چې نوموړي تراوسه پورې کومه نړیواله یو ورځنۍ لوبه نه ده ترسره کړې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button