نړیوال خبرونه

علي وزيرکرونا ویروس نيولى

کرونا ناروغي د نړۍ ګډ ګډ ته رسېدلې ده دغه ناروغي د غریب او مالداره لپاره یو شۍ ده او ټولو انسانانو ته په یو اندازه رسيږي که مونږ اوګورو د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې  یو شمېر ليډران صدراعظمان او داسې نور اعلۍ چارواکې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي په همدې لړ کې د پي ټي ایم مکښ غړۍ علي وزیر د کویډ۱۹ ازموینه هم مثبت ده.

پي ټي ایم يو مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى علي وزير کورونا ناروغۍ نيولى دى د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د علي وزير د کورونا ټېسټ په اړه خلکو ته معلومات ورکړي دي..

همدا راز له هغه وروسته بيا د علي وزير يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې هغه پکې د خپل کورونا ټېسټ په اړه خلکو ته معلومات ورکړي دي. علي وزير په خپله دغه ويډيو کې وايي، چې اول يې يو ټېسټ کړى و، خو وروسته ورته وويل شول چې بايد يو بل ټېسټ هم وکړي، چې د دويم ټېسټ پايله کله راووتله، نو ورته وويل شول چې د کورونا ټېسټ يې مثبت دى.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه هېڅ داسې اثرات يا بل څه نه محسوسوي او بېخي روغ جوړ دى، خو دوى ورته ويلي دي چې د کورونا ټېسټ يې مثبت و.

ښاغلي په خپله دغه ويډيو کې وويل، چې د کورونا بل ټېسټ يې هم ورکړى دى، چې وروسته به يې پايله راووځي، خو د هغه په وېنا، چې اوس بېخي روغ جوړ دى.

علي وزيرپه دغه ۍیغام کې وویل.  چې که بل ټېسټ يې هم مثبت راغى، نو کومو کسانو چې ورسره ليدلي دي، هغوى بايد احتياطي تدابير عملي کړي. هغه همدا راز له خلکو غوښتنه کړې ده، چې دعاګانې دې ورته وکړي.

علي وزيرکرونا ویروس نيولى

Manzoor Pashteen Fan’s@ManzoorFans1

Message from PTM’s leader @Aliwazirna50 about having been tested positive for COVID-19. He is fine and is going to get a second test done.@a_siab @FarhatullahB @RehamKhan1#CoronavirusPandemic

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې اوس د کورونا ويروس۶۰۰۰ نه زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې تر ټولو زياتې مثبتې پېښې ٩٢٥ يې يوازې په کابل کې ثبت دي او د کابل په شمولو ټولو ولایاتو کې مثبتې پېښې شته د کابل نه علاوه هرات ، مزار ، کندز، تخار، ننګرهار ، کنړ، لغمان ،هلمند،او داسې نورو ولابتو ته هپور شوۍ

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button