فوکس یا تمرکز تاسو د بریا تر حده رسوي
فوکس یا تمرکز د عصابو سم مدیریت ته لار هواروي او تاسو ته د لا ډېرو بریاوو چانس په لاس درکوي
موږ ټول غواړو په هغه کار کې چې کوو یې بریالي اوسو او ددې تر څنګ هڅه کوو چې په ټول توان او تمرکز یې سرته ورسوو، خو تل داسې لاملونه یا مزاحمت کوونکې غږونه وي چې ستاسو تمرکز ګډوډ کوي. ځینې خلک د تمرکز زیاتولو لپاره درمل خوري چې دا یوه نامناسبه طریقه ځکه ده چې تمرکز زیات یو هنر دی چې کسب کېږي او موږ به په دې باندې دلته خبرې وکړو.
نور ولولئ: د لګښتونو مدیریت څومره اړین دی
بل مو کله فکر کړی دی چې کوم وخت د یوه کار په ترسره کولو کې له ځانه ورک کېږی، نو څومره ښه احساس لری؟ دا ځکه چې تاسو په دې کار کې یوې غوره پایلې ته رسېږی او ځان مو په کې ستړی کړی دی.
تمرکز څه ډول زیاتېږي؟
تمرکز پر یوه موضوع د ذهن متمرکز کول چې په هغه کې فکر، هغه افکار چې خواره واره وي، احساسات، ایډیاګانې او هیجان یو ځای کولو ته وايي. تمرکز نور تعریفونه هم لري، خو دلته همدا یو تعریف بسنه کوي، ځکه لیکنه بې له ضرورته اوږدېږي. د تمرکز کسبولو ښه لاره داده چې د کار په وخت کې خپل ذهن راټول او په ټوله انرژي سره پر هغه کار تمرکز وکړي چې ته یې د ترسره کولو لپاره پلان لري. د فکر متمرکز کول څه غیر معمولي کار نه دی بلکې ددې کسبول یو څه کار او عملي تمرین ته اړتیا لري. که چېرې تاسې پر هر کار خپل خیالات راټول او تمرکز وکړی نو بالاخره دا عادت اخلی او له دې ستونزې ځان خلاصولی شی. لنډه دا چې ځان مجبور کړی او تمرکز مو راټول کړی تر څو مو کار ښه پایله ولري.
د تمرکز له لاسه ورکولو لاملونه
تمرکز مو هغه وخت له ګډوډ کېږي چې تاسو داسې شی وینی چې ستاسو ماغزه پر هغه فکر کوي. په کالیفرنیا کې د ارواین پوهنتون استاد په خبره تاسو چې کله تمرکز له لاسه ورکوی، نو ۲۵ دقیقو ته اړتیا لری چې بېرته پر خپل کار تمرکز وکړی نو ښه داده چې تاسو خپل تمرکز ته ډېره پاملرنه وکړی او هر وخت متوجه اوسېږی چې په کوم کار اخته او څه ډول یې کوی. تمرکز بایلل ډېر لاملونه لري، خو مبایل، ملګری او د څنګ همکار او نور کسان وي چې ستاسو د تمرکز د ګډوډولو لامل کېږي.
نور ولولئ: د مدیریت پېژندنه، د هغې مهارتونه او دندې
که غواړی چې تاسو بهترین تمرکز ولری نو هڅه وکړی چې د ټولو هغو شیانو مخه ډب کړی چې ستاسو تمرکز ګډوډوي او ستاسو ذهن پاشلي حالت ته وړي.