کورني خبرونه

قطر او ترکیه هیوادونه د کابل هوايي ډګر چارو سمبالولو کی مرسته کوی

  کابل  کابل

قطر او ترکیه هیوادونه  د کابل هوايي ډګر چارو ساتنه کې  همکاری  کوي د قطر او ترکیې د خارجه  وزیرانو  ویلی چی  هېوادونه به یې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د کابل هوايي ډګر چارو په سمبالښت کې مرسته وکړي.

د قطر خارجه  وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو په دوحه کې د دواړو هېوادونو له کلنۍ ستراتیژیکې غونډې لړ کې له لیدنې څخه وروسته په یوځای  خبري غونډه کې دا ښکاره کړی. د ترکیې خارجه  وزیر همدغه  غونډې  کې ویلی  چی هېواد یې داسې مهال  په افغانستان کې د سولې   رامنځته کولو  هڅې کوي چې افغانان بیړنۍ بشري همکاری ته اړ دی . په ورته مهال د قطر خارجه  وزیر ویلی چی  هېواد به یې له افغانستان سره بشري او اقتصادي همکاری  ته دوام ورکړي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

د اګست په نیمايي کې ترکیې ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت خارجه  وزیر امیر خان متقي له سفر سره  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلی وو که هوکړه وشي هېواد به یې له قطر او افغانستان سره په یو ځای  د کابل هوايي ډګر چارې سمبال کړي. قطري چارواکو له دې وړاندی  د سپتمبر نیمايي کې ویلي وو د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو سره له څرګنده  هوکړې پرته د کابل هوايي ډګر  مسووليت پر غاړه نه اخلي.

د قطر د خارجه  وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني هغه مهال خبریالانو ته ویلی.چی مونږ  غواړو چې هر څه روښانه شي که داسې ونشي  کړای مونږ د هوايي ډګر مسووليت نشو اخیستلای. خو ښاغلی  د دې تر څنګ زیاته کړه چې په دې تړاو  یې له ټولو ښکېلو لورو  سره خبرې  روانې دي.

 له کابل هوايي ډګره څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې هیوادونو  دا هوايي ډګر بېرته رغونه وکړه  او بیا الوتنې پيل شوې. د قطر او ترکیې مشرانو تر منځ دوې ورځني ستراتیژیک مذاکرات چې طمعه  کېږي لږ تر لږه به ۱۲ هوکړه لیکونه پکې لاسلیک شي چی د سې شنبې پر ورځ پیل کیږی .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button