نړیوال خبرونه

له روسیې سره د جګړې لپاره جرمني د ناټو ۸۰۰ زره ځواکونه ځای پر ځای کوي

جرمنی له روسیې سره د جګړې په خاطر د ناټو ۸۰۰ زره ځواکونو د ځای پر ځای کولو چمتوالی نیسي

د جرمني له چمتوالي داسې ښکاري چې د اوکراین او روسیې جګړه یوازې د اوکراین په جغرافیه کې ایساره نه پاتې کېږي.

د شپیګل اونیزې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۵مه) خبر ورکړی، داسې محرم اسناد یې تر لاسه کړي چې ښيي که د روسیې سره جګړه پیلیږي؛ نو د جرمني دولت وار د مخه د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې د ناټو ټلوالې د سلګونه زرو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره پر چمتوالي بوخت دی.

د دغه راپور پر بنسټ برلین تمه لري، چې د لویدیځوالو او مسکو تر منځ د جګړې د پیلېدا سره سم به په جرمني کې د ناټو ټلوالې ۸۰۰ زره ځواکونه ځای پر ځای شي چې د روسیې د ځواکونو پر وړاندې مقابله وکړي.

د ۸۰۰ زره ځواکونو د لېږدولو پلان

شپیګل زیاته کړې، چې دغه ځواکونه به د پولو، اوسپنې پټلیو او د جرمني د سترو لویو لارو څخه د دغه هېواد ختیځو سیمو ته ولېږدول شي.

روسیې د اوکراین پر ضد پوځي عملیات د ۱۴۰۰ کال (د کب په ۵مه) نېټه پیل کړل، چې له هماغه مهاله تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ مرګونې جګړې روانې دي.

نور ولولئ:  په نړیوال سیاست کې د متحده عربي اماراتو رول؛ پوتین اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

نور ولولئ: امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

نور ولولئ: ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

د ناټو ټلواله د روسیې سره په جګړه کې د کیېف ملاتړې ده. د دغې ټلوالې مشر ینس ستولتنبرګ (د چنګاښ په ۲۰مه) نېټه د روسیې پر ضد او د اوکراین د ملاتړ په پار د مرستو د نوې کڅوړې د تصویب خبر هم ورکړ.

د ناټو ټلوالې د غړو هېوادونو مشرانو (د چنګاښ په ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره روسیه د یو ستر او مخامخ ګواښ په توګه د دغې ټلوالې پر وړاندې یاده کړه.

afghan (67)
له روسیې سره د جګړې لپاره جرمني د ناټو ۸۰۰ زره ځواکونه ځای پر ځای کوي

شپیګل د خپل راپور په بله برخه کې لیکي، د مسکو سره د احتمالي جګړې د رامنځته کېدو سره هم مهاله به لویدیځ ځواکونه د وسلو او مهماتو او د ۲۰۰ زره جګړه‌ییزو نقلیه وسایطو سره یو ځای د درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې په جرمني کې مېشت وي.

د روسیې مخکني ګواښونه

د دغه راپور له مخې، د دغو ځواکونو ډېره برخه به د جرمني له پولو دغه هېواد ته وردننه شي او له هغه وروسته به د جرمني شمالي سیمو ته وخوځېږي.

د دغې لویې لارې په اوږدو کې څو پلونه هم شته، چې ورسره دا وېره هم مخ په زیاتېدو ده که د جګړې د پیل سره سم روسي پوځ هغه په نښه کړي؛ نو د ناټو ځواکونو ځای پر ځای کول به له ستونزو سره مخامخ شي.

پر اوکراین د روسیې له برید وروسته فنلنډ د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت او سویډن د همدغه کال په کب میاشت کې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړ.

اوکراین هم غواړي پر دغې پوځي ټلواله کې ورګډ شي؛ خو داسې نه ښکاري تر هغو چې په هغه هېواد کې جګړه روانه وي، نو د ناټو ټلوالې سره د کیېف د یو ځای کېدو لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.

د یادونې وړ ده چې که جرمني دغه اقدام وکړي، نو مسکو به هم ارام نه کیني بلکې د جګړې میدان ته به راودانګي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button