افغانستان

م.م وايي، ۷۳سلنه مېرمنې له نارینه پرته نږدې ښارونو ته نه شي تللی

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې په دې برخه کې  خپل رابور له مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی

دغه سازمان لیکلي، هغو ۷۳ سلنې مېرمنو سره چې مرکې شوې ویلي چې د کورنۍ له نارینه غړي پرته هغو بازارونو ته نه شي تللای چې هلته طالبان واکمن دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې بشپړ راپور د پنجشنبې په ورځ د «افغانستان کارکوونکو مېرمنو ته غوږ نیول؛ او د هغوی پیاوړتیا او مبارزې» تر سر لیک لاندې خپور شوی دی.

له مېرمنو سره مرکې

دغه راپور د ۳۱۰۰ تنو مېرمنو سره د مرکو او ډله‌ییزو بحثونو پر مټ چمتو شوی دی.

د دغه بنسټ په وینا، پر مېرمنو د دې خبرې جبري کول چې پرته له نارینه‌و بهر نه شي وتلای یو دروند پېټی دی چې د هغوی پر اوږو بار شوی او له دې کار سره یې هغو مېرمنو ته ستونزې زیاتې کړې، چې له کوره د باندې کارونه کوي.

نور ولولئ: شیخ هیبت الله اخوند: “ښځې په دُرو وهو او سنګساروو یې”

نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له سخت حالت سره مخ دي

په راپور کې راغلي، چې کارکوونکې مېرمنې په افغانستان کې د ډېرو بندیزونو لکه تبعیضي چلند او د کمزوري اقتصاد سره مخامخې شوې دي.

afghan (15)
افغان مېرمنې

یو، ‌اېن‌، ډي، پي لیکلي چې د مېرمنو په تګ راتګ لګېدلو بندیزونو د دوی چارې نورې هم سختې کړې دي.

بېړنیو مرستو ته د خلکو اړتیا

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۱۵.۸ مېلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړمن دي او د کارکوونکو مېرمنو شمېر شپږ سلنې ته ښکته شوی دی.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په شاوخوا درېیو کالو کې پر ښځو بې‌شمېره بندیزونه لګولي، پر هغوی د زده‌کړو او کارکولو د بندیزونو تر څنګ په ځانته سر له کورونو نه شي وتلای او پرته له محرمه هم سفر نه شي کولای.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button