هنر او ادب

ولي سعودي میاشت ولیدله او افغانستان و نه لیدله؟

جواب: د دې لیکني په لوستلو سره به مو په ذهن کې سوال پاتي نشي

د میاشت د ليدلوحکم په دوه ډوله کېدای شي:

لومړی: چې کله په خپلو سترګو ولیدل شي .

دوهم: د فلکیاتو د علم د حسابونو په رڼا کې، چې کله د میاشت ليدل ممکن وي باید د رؤیت فیصله وشي که څه هم چا په سترګو نه وي ليدلي .

شرعا باید لومړۍ طریقه استعمال شي ، د دې طريقې حاصل دا دی چې که څه هم د حسابابونو په رڼا کې د میاشت ليدل ممکن وي خو د څه بهرني مانع له کبله و نه ليدل شي نو شرعا د داسي امکان اعتبار نشته .

دلائل : په حديث شریف کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي : لا تصوموا حتی تروا الهلال و لا تفطروا حتی تروه فان غم علیکم فاقدروا له ( متفق علیه )

ramazan (1)

ژباړه : تر هغه روژه مه نیسئ څو چې میاشت و نه وینئ ، او تر هغه یې مه ماتوئ ( مه اختر کوئ ) ترڅو چې میاشت و نه وینئ ،او که ستاسو څخه (په وریځ کې) پټه شي بیا حساب ورته وکړئ ، یعني په حساب ۳۰ ورځي پوره کړئ.

لکه څنګه چې په بل حديث کې په صراحت سره راغلي : فان غم علیکم فاکملوا العدة ثلاثین.

یعني که میاشت ( په وریځ کې )پټه شي نو ۳۰ ورځي پوره کړئ.

د پورتنۍ طريقې ګټه دا ده چې هر څوک عمل پرې کولای شي ، ځکه چې اسلام یو عام دين دی،او د مسلمانانو غالب اکثریت په کلیو او بانډو کې اوسېږي نو هغوی په فلکي حسابونو مکلفول د مشکلاتو سبب ګرځي، همدا لامل دی چې شرعا د رؤیت لومړۍ طریقه معتبره ده .

که څه هم د رؤیت د فیصلې مدار په حساب نه دی ، لیکن په فیصله کې د حساب څه نه څه اعتبار لاندي ګټي لري :

لومړۍ: کله داسي هم پېښه شي چې د حساب له مخي د میاشت ليدل امکان نه لري ، خو بیا هم ځيني خلک د میاشت د ليدلو شاهدي وايي نو په داسي حال کې به د هغه په شهادت فيصله نه کېږي ، ځکه چې په دې حال کې رؤیت هیڅ امکان نه لري .

ramazan (2)

دوهمه : د فلکي حساب له مخي دا مالومېږي چې د میاشت شکل څنګه دی؟ هغه به د لمر کومې خوا ته وي ؟ نری والی او پنډوالی به يې څومره وي ؟ د دغو معلوماتو په رڼا کې قاضي د خلکو د شاهدیو په حقیقت او بطلان کې مرسته ترلاسه کولای شي .

نور ولولئ: په روژه ماتي او پېشلمي کې دې سابه او مېوه‌ وخوړل شي

نور ولولئ: په روژه کې د قرآن د تلاوت اجرونه؛ هغه کتاب چې په همدې میاشت کې نازل شوی

نور ولولئ: په کوڅو کې روژه ماتی، د سوډان د خلکو ځانګړی دود

د پورته کرښو خلاصه دا را وځي چې کله د فلکیاتو ماهرین ووايي چې میاشت ليدل ممکنه ده خو د څه عارض له امله و نه لیدل شي نو د رؤیت فیصله به نه کېږي ،لیکن که د حساب په رڼا کې دا معلوم شي چې شاهدي ویونکی په غلطي ده ، او حقیقتا د میاشت ليدل په هغه ورځ نا ممکن دي نو تر دغه حده له فلکیاتو مرسته اخیستل هیڅ حرج نه لري.

ramazan (3)

د رؤیت حسابي څېړنه :

دمیاشتي په اړه د حسابي معلوماتو لپاره د دوه ډوله حرکاتو پېژندل اړین دي :

اول: د ځمکي شاوخوا د سپوږمۍ حرکت .

دوهم : د لمر شاوخوا د ځمکي حرکت

سپوږمۍ خپله دوره په ۲۷ ورځي او ۷ نیم ساعته کې پوره کوي ، او ځمکه خپله دوره په ۳۶۵ ورځو کې پوره کوي ، نو ځکه خو چې کله سپوږمۍ خپله دوره پوره کړي ځمکه د خپل حرکت له امله څه مخته تللي وي ، چې سپوږمۍ بېرته د لمر او ځمکي مابین ته د راتلو لپاره څه وخت ته اړتیا لري ، له همدې امله میاشت کله ۲۹ او کله ۳۰ ورځي شي .

دلته له دوو اصطلاحاتو هم ځان خبرول ضروري دي:

لومړۍ: ولادت قمر ( د میاشت زېږېدنه ): له هلال څخه څه وخت مخکې لمر، ځمکه او سپوږمۍ په یوه قطار کې سره برابر شي ، له همدې حالت شېبه وروسته چې میاشت د خپل حرکت له امله قطار مات کړي ، او مخته ولاړه شي ، همدې ته ولادت قمر ویل کېږي.

دوهمه: عمر القمر ( د میاشت عمر ) : له پورتني حالت څخه بیا د رؤیت تر ګړۍ چې څومره وخت تېرېږي دې ته عمر القمر وايي ، مثلا له ولادت څخه ۱۷ ساعته وروسته میاشت وليدل شوه نو موږ به وایو چې د رؤیت په وخت د میاشت عمر ۱۷ ساعته وو .

لنډه دا چې د نوي میاشت د ليدلو تر وخته باید دا دری مرحلې ترسره شوي وي:

اوله مرحله : میاشت باید خپله دوره پوره کړي وي .

دوهمه مرحله : د ځمکي د وړاندي تګ له امله باید سپوږمۍ هغې ته بیا ځان ور رسولی وي .

دریمه مرحله : له ولادت وروسته باید څو ساعته وخت تېر شوی وي .

دا وخت باید څو ساعته وي ؟

په دې اړه څه یقیني خبره نه شي کیدای ځکه چې په دې خو د ټولو پوهانو اتفاق دی چې په رؤیت کې دوه شيان ډېر مهم دي:

لومړی : د میاشت د ارتفاع زاویه ، یعني میاشت له افق څخه څومره هسکه ده .

دوهم : د میاشت د انحراف زاویه ، یعني میاشت د لمر لوېدلو له ځای څخه څومره ليري ده.

د پورتنيو دواړو شیانو د معلومولو لپاره کمپیوټري پروګرامونه شته چې ډېر مشهور يې دmoon 60 calculator په نامه دی، له هغه څخه استفاده کولای شئ .

د انحراف او ارتفاع په زاویه کې هره میاشت بدلون راځي ، ځکه پوهانو ورته مختلف معیارونه ټاکلي، خو تر ټولو زیات د البیروني معیارونه استعمالېږي، موږ هم دلته هغه را نقلوو:

لومړی : که د انحراف زاویه صفر درجه وه نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۱۰.۴ درجې وي .

دوهم : که د انحراف زاویه ۵ درجې وه نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۱۰.۱ درجې وي .

دریم : که د انحراف زاویه ۱۰درجې وه نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۹.۴ درجې وي .

څلورم : که د انحراف زاویه ۱۵درجې وه نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۸.۱ درجې وي .

پنځم : که د انحراف زاویه ۲۰ درجې وه نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۶.۲ درجې وي .

شپږم : که د انحراف زاویه ۲۲.۵ درجې وه نو د ارتفاع زاویه به لږ تر لږه ۴.۹ درجې وي .

له پورتنیو معیارونو دا جوته شوه چې په بېلابېلو احوالو کې له ولادت قمر وروسته د ارتفاع او انحراف په زاویه کې خاص توازن ښکاري، د دې توازن لپاره عموما ویل کېږي چې باید په ولادت لږ تر لږه ۱۷ ساعته وخت تېر شوی وي .

له پورته مراحلو سره د هغه ځای طول البلد هم په رؤیت کې ځانګری رول لوبوي چې له لاندني مثال څخه به نور هم روښانه شي :

سعودي عربستان زموږ د هیواد لوېدیځ لور ته موقعیت لري ،او وخت یي له موږ سره یو نیم ساعت توپیر لري، ځکه چې په افغانستان کې د مازیګر ښپږ نيمي بجې وي نو په سعودي کې دا مهال پنځه بجې وي، نو کله داسي هم کېږي چې په افغانستان کې د لمر لوېدو په وخت کې د میاشت عمر ۱۶ ساعته وي او و نه لیدل شي خو په سعودي کې د لمر لوېدوپه وخت هغې ۱۷ نیم ساعته وخت پوره کړی وي نو ځکه هلته وليدل شي .

ramazan (4)

دا چې اختلاف مطالع معتبر دی که نه ؟ په دې اړه د فقهاوو څخه دری قولونه منقول دي:

لومړی: هر ځای ته خپل مطلع معتبر دی .

دوهم : په هیڅ حال هم اختلاف مطالع نه دی معتبر، بلکې که یو ځای میاشت ولیدل شي باید ټول مسلمانان روژه یا اختر وکړي.

دریم : په بلاد بعیده ( لیري ښارونو) کې معتبر او په قریبه کې معتبر نه دی.

د احنافو متقدمینو دوهم قول ته ترجیح ورکړي، او عموما په فقهي متونو کې هم همدا قول تر سترګو کېږي، لیکن د فلکیاتو پوهان وايي چې په دغه قول عملا مشکل دی، ځکه چې د اسلامي هیوادونو په وختونو کې خورا زیات توپیر دی، هغه داسي چې اندونیزیا یو اسلامي ملک دی چې د ختیځ په انتها پروت دی او بلي خوا ته مراکش چې اسلامي هیواد دی، د لويديځ په انتها کې پروت دی، د دواړو په مابین کې تقریبا ۱۰ ساعته فرق دی، نو داسي هم پېښېدای شي چې په مراکش کې د میاشت ليدلو اعلان داسي وخت وشي چې په اندونیزیا کې د سهار وخت تېر سوی وي ، نو ځکه متأخرینو په دریم قول باندي فتوا ورکړې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button