Uncategorized

ټام ویست د افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت د ټينګار وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي چې واشنګټن به د بشري حقونو موضوع له اسلامي امارت او له افغان وګړو سره د تعامل او خبرو اترو چورلیز وګرځوي. 

ښاغلي وېسټ پرخپل ټوېټر لیکلي دي، چې افغان ښځې او نجونې د زده کړو، کار او تګ راتګ په څېر برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ لیکلي:«افغان ښځې او نجونې د زده کړو، کار، تګ او راتګ او سیاسي ژوند په برخو کې له نه دفاع کېدونکو محدودیتونو سره مخ دي. د بیان د ازادۍ، رسنیو او افغانانو لپاره فضا تنګه شوې ده. موږ  باید په خپلو خبرو اترو کې د بشري حقونو موضوع له طالبانو او افغانانو سره د تعامل اصلي ټکی وګرځوو

د سیاسي چارو شنونکی

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله هم وايي:«زه په دې باور یم چې افغانستان او امریکا که چېرې پر هرې سیاسي مسلې بحث وکړي، بشري حقونه یوه هغه مسله ده چې د امریکا، نړۍ او افغانستان ترمنځ د نښلون ټکی دی. بل خوا، د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي

نور یی ولوله | د کابل اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش د بیا پیل غوښتنه کوي

نور یی ولوله | هرات کې ښځو ته د کار زمینه برابره شوه

  د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري څرګندوي:«موږ د بشري حقونو د هغو مدافعانو ترڅنګ درېږو، چې په دغه راز سختو شرایطو کې په زړورتیا سره له بشري حقونو دفاع کوي. د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي وايي:«دم ګړۍ د افغانستان نیم نفوس ښځې او نجونې دي په اوسنیو شرایطو کې په ۲۱ مې پېړۍ کې موږ د خپلو بنسټيزو او انساني حقونو غوښتونکي یوو

         زده کوونکې ملیان 

زده کوونکې ملیان هم څرګندوي:«په یولسم ټولګي کې یم غواړم چې بیا مو ښوونځي پيل شي هره ورځ خپل ټولګي ته ولاړه شم او درس ووایم. کابل په افغانستان کې د بشري حقونو نقض ردوي او وایي، چې له امریکا سره ښې اړیکې غواړي. ذبیح الله مجاهد وایي، چې امریکا دې د نړۍوالو معیارونو او ډپلوماټيکو اصولو پربنسټ له کابل سره تعامل وکړي. د اسلامي دامارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«خپلې اړیکې باید هم د افغانستان له خلکو او هم د افغانستان له اسلامي امارت سره د نړۍوالو نورمونو او په نړۍ کې د ډیپلوماټيکو اړیکو پر بنسټ، ورغوي او پر هماغه اساس له یو بل سره اړیکې ولرو د بشري حقونو موضوعګانې او ځينې تعریفونه چې په بېلابېلو هېوادونو خپل تعریفونه لري

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button