ژوند او ټولنه

پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه

پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه د افغنستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ملي دسترخوان برنامې په نامه د افغان دولت طرحه رد کړه.او وۍ ویل چې دغه پروګرام ېې د قانون خلاف دۍ،

د پارلمان یو شمیر وکیلانو نن ویلي، چې ددولت دغه پروګرام د اساسي قانون د ۹۱ مې مادې پر ضد دی.تر دې وړاندې بازې وکیلانوویلي وو، چې دغه پروګرام باید ختم شي ځکه په هغه کې د پراخ فساد د رامنځ ته کېدو وېره شته ده.افغان دولت د سرطان میاشتې په ۲۸ د ملي دسترخوان تر نامه لاندې د مرستو ویشلو پروګرام د پیلولو لپاره ځان چمتو کړۍ وو،

جمهور ریس غني رغني ویلي وو، چې دغه پروګرام به په دوو مرحلوکې د هېواد پر ۹۰ سلنه خلکو پلي شي او پر دوی به خوراکي کومکونه وویشل شي.ښاغلي غني په ټینګار سره ویلي و، چې د دې پرواګرام ویش به په جدي ډول څاري او د فساد مخنیوی به کوي.خو ولسي جرګې بیا وړمه ورځ ویلي وو، چې دا پروګرام فساد ته زمینه برابروي او ښایي دغه پروګرام اوس پلي نشي،

دیاد پروګرام لګښت په لومړیو مرحله کې ۸۶ میلیونه افغانۍ او په دویمه مرحله کې ۱۲۸ میلیونه افغانۍ اعلان شوی وو.د دولت دې پریکړې په سوشل ميډيا کې هم غبرګونونه راپورته کړي وو، او خلکو ترې رضایت نه ښوده.د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام داسې مهال ولسي جرګه د رایو په اکثریت ردوي، چې له دې وړاندې د کورونا ویروس له امله د قرنطین پرمهال د وچې ډوډۍ په ویش کې هم د فساد راپورونه ورکړل شوي دي او لا یې په اړه دولت ځواب ندۍ ویلۍ،

د هېواد پارلمان تیره ورځ هم  د حکومت له لوري د ملي دسترخوان په نامه له اړمنو سره د مرستې له پروګرام سره مخالفت کړی وو.په یاده جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو په عمومي غونډه کې ویلي، دا پروګرام شفاف نه دی او پلي کېدل به یې یو ځل بیا پراخ فساد ته لار هواره کړي.د پارلمان د بودیجې او مالي کمیسیون مشر میر افغان صافي څرګند کړي وو ، د دغه پروګرام پیلول له ملت سره ستره جفا ده او دوی له مالیې وزارت څخه جدي غوښتنه کوي چې له هر ډول جوړجاړي دې لاس پر سر او دا پروګرام دې نه عملي کوي،

پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه
پارلمان:دولسي دسترخوان برنامې طرحه رد کړه

ښاغلي صافي ګواښ کړی وو چې که دا پروګرام د ملي شورا له مشورې پرته پیل شي په راتلونکي کې به یې مسوولیت د حکومت پر غاړه وي، خو حکومت بیا وایي دا پروګرام د بې وزلو لپاره پیلوي او ټول یې باید د ښه پلیتابه لپاره هڅې وکړي.اوس دولت باید د ولس د استازو په غوښتنه دا فیصله خپله بېرته واخلي ترڅو په هېواد کې زیات سیاسي جنجال پېښ نشي او افغانستان پرمختګ وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button