سیمه ییز خبرونه

پاکستان له طالبانو د “ټولګډونه حکومت” په نوم څه غواړي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په شانګهای غونډه کې له طالبانو غوښتي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي

افغان سالار! پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دوام کې د پاکستان راتلونکی ګونګ یا مبهم ويني او د هرې ورځې په تېرېدو سره هلته حالت خرابېږي.

تازه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې “د افغان خاورې د خونديتوب په موخه ملموس او اغېزناک ګامونه پورته کړي او ډاډ ورکړي چې افغان خاوره به د ترهګرو له لوري د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي.”

ډار، چې د شانګهای په غونډه کې خبرې کولې، له طالبانو یې وغوښتل چې د ټولګډوني حکومت پالیسي او د ټولو افغانانو د حقونو د مراعتولو سیاست غوره کړي.

د ټولګډونه حکومت تر شا پاکستان

افغانان هم قانوني او داسې ټولګډونه دولت غواړي چې هر څه کې ملا نه وي، خو پاکستان ولې ټولګډونه حکومت غواړي؟

پاکستان اوس د طالب پر وړاندې هم د داسې ډلې په هڅه کې دی چې له اوسنۍ بیارغونې، د افغانستان په پښو درېدو، د اوبو مدیریت او نورو لاسته راوړنو یې راوګرځوي او د تېر پرځېدلي جمهوریت په څېر یې په جګړو کې ښکېل کړي.

د پاکستان ګټه داده چې په افغانستان کې ناامني وي او دغه هېواد په امن کې وي.

نور ولولئ: سرچینې: په تېرو څو ورځو کې پاکستان کې ۵ بریدونو ۱۸ کسان وژلي

نور ولولئ: د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

رابه شو د اسحق ډار خبرې ته، هغه زیاته کړې “په شانګهای غونډه کې باید د افغانستان لپاره د تماس ډله جوړه شي” څو د عملي همکارۍ لپاره یو بنسټ رامنځته شي.

اسحاق ډار او د پاکستان نور ډیپلوماټان د نړیوالو سازمانونو په غونډو کې هڅه کوي چې طالبان ترهګر او افغانستان د ترهګرو ځاله معرفي کړي. طالبان په دې ځای کې بدبخته دي چې پر نړیوال سټېج رسمیت نه لري، تر څو په دا ډول کنفرانسونو او غونډو کې پاکستان ته ووايي چې له خپلې لمنې دې اور اخیستی، پر افغانستان یې پړه مه ور اچوه.

دفاع وزارت: داعش په پاکستان کې زموږ پرضد روزل کېږي

پاکستان کې خراب حالت

پاکستان کې هره ورځ د پاکستان پر پوځ او امنیتي دستګاه د ټي ټي پي، بلوچ‌ملتپالو او نورو ډلو له لوري مرګوني بریدونه کېږي. اسلام اباد په دې برخه کې افغان طالبان ملامتوي او وايي، دوی ټي ټي پي ته ځای ورکړی دی، خو طالبانو بیا دا هر څه په وار، وار رد کړي دي.

د پاکستان بله ویره پر ډیورنډ کرښه د طالبانو چټک غبرګون دی. کله چې پاکستان د افغانستان پر حریم تېری کړی، نو طالبانو په ټولو نقطو کې غوڅ اقدام کړی او پاکستان ته یې درس ورکړی دی.

خلاصه داده چې پاکستان د افغانستان د بیا ناامنه کولو هڅې پیل کړي دي. پاکستان له هرې ممکنې لارې کار اخلي چې نړیوال قانع او بیا د طالب په څېر یوې بلې ډلې ته زمینه برابره کړي، د جمهوریت په څېر یې ددوی د حکومت پر وړاندې وجنګوي.

پایله داده چې که هر څوک د پنجاب له اوږې د اوسني طالب حکومت په لوري ډز کوي، له طالب، پخواني مجاهدینو او په جمهوریت کې د پاکستان له جاسوسانو سره به یې ملت ته توپیر نه وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button