ځاییکورني خبرونه

په افغانستان کې د بدلون لپاره پر ملي بحثونو د پخواني ولسمشر غني ټینګار

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هېواد کې د وضعیت د بدلون لپاره پر ملي بحثونو ټینګار وکړ

ښاغلی غني وايي چې افغانستان په اوسني وضعیت کې ښه لوري ته نه دی روان، نو یوازې هغه بحثونو باید ایجاد کړل شي چې ددغه هېواد ملي ګټې خوندي کولی شي، نه تنظیمي او قومي.

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د کډوالۍ په اړه د غږیزو پوډکاسټونو په څلورم او وروستي پروګرام کې ویلي، چې افغانستان ته اوس د یو خطر په سترګه لیدل کیږي،‌ چې دغه لیدلوری نه د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او نه هم د افغانستان په ګټه دی.

نوموړي زیاته کړې: “افغانستان د اسیا په زړه کې موقعیت لري او څنګه چې اقبال ویلي،‌ د اسیا ثبات او خوشحالي‌ او همدغه راز ستونزې د افغانستان پورې تړلې دي.”

د نړۍ له پامه غورځېدلی افغانستان

غني ویلي،‌ چې د افغانستان په اړه په سیمه کې حصارونه جوړیږي، چې ځان له دغه هېواده خوندي کړي‌ او نړۍ نه غواړي‌، چې د افغانستان په اړه څه واوري.

نوموړی زیاتوي: “افغانستان اوس د سوماليا په شان دی، که غواړو چې نړۍ افغانستان ته توجه وکړي، باید اول فیصله وکړو چې منطقې او نړۍ سره څه ډول اړیکې غواړو.”

نور ولولئ: پخوانی ولسمشرغني: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه ناورین دی او باید مدیریت شي

نور ولولئ: پخوانی ولسمشر غني: له افغانستانه د نړیوالو پام اوښتی

نور ولولئ: پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ويلي طالبانو افغانستان کې بې ساری استبدادي نظام رامنځته کړی

پخوانی ولسمشر غني وايي، چې د افغانستان اکثریت خلک په دې پوهیږي، چې د دغه هېواد روان بحران څومره ژور دی.

هغه وايي، چې افغانستان کې د خلکو عقل بندي‌ شوی؛ خو بندي خپل عقل له لاسه نه ورکوي، که غواړو چې اجماع راولو، د ملت غږ باید ازاد شي او باید ترې ډار ونه لرو.

نوموړي وايي،‌ چې د افغانستان ملت د جګړې او وینې ستړی دی او نور یې نه غواړي؛ خو تګلاره او وحدت غواړي.

د مړاوو شوو انګېزو راژوندي کول

د غني په وینا؛ په افغانستان کې په هغو اقشارو یوه ناهیلي راغلې، چې د روان وضعیت له امله یې صدمه لیدلي ده او ۳۱ قشره کمزوري شوي‌ دي.

poverty
انځور ارشیف: دا په افغانستان کې د هغو کورنیو یو مثال دی چې په فقر کې ژوند کوي.

هغه وايي، چې هیلې باید بېرته را ژوندی شي، ټول باید په دې پوی شي چې د خلکو هیلې ریښې لري او سستي نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې خلک په اسمان کې ستوری لري، چې هغه افغانستان دی او په ځمکه کې یو سیوری لري چې ګډ اقدامات دي.

پخوانی ولسمشر وايي؛ افغانستان په یو دوه لارې کې ګېر دی، چې یوه یې د بحران ژورتیا ته ځي او بله یې د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کولو په خوا ځي.

هغه وايي؛ افغانان باید دا پرېکړه وکړي، چې تدریجي مرګ غواړي که مشترک ژوند؟ او د ژوند د انتخاب معنا دا ده چې باید بیا کارونه په بل ډول ترسره شي.

په یاد بحث کې وروستي ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د فقر بحران او نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې پر دې و چې باید حل لار ورته ولټول شي او نوي لارې راپیدا کړل شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button