نړۍ خبرونه

ډبلیو ایچ او: کرونا ویروس د هوا له لارې انتقالېدلۍ شي

د روغتیا نـړیوالې اداره وايي کرونا ویروس د هوا له لارې انتقالېدلۍ شي ساینس دانان تایید کړې چې نوی کـرونا وایرس د هوا له لارې انتقاليږي،دويي وايي چې دا خبره په یونوي تحقیق کې ثابته شوې ده دغه ویروس د هوا له لارې انتقالیږي،

د رویټرز په راپور له مخې ډبلیو اېچ اود کـویډ_۱۹ پانډیمۍ تخنیکي مدیرې ماریا وان کرکف وویل «د هـوا له لارې د کـرونا وایرس انتقال مو ددغې وایرسي ناروغۍ د یوې احتمالي انتقال لارې په توګه بحث کړی».د روغتیا نړیوالې ادارې دمخه ویلي وو چې د کـرونا وایرس انتقال د ناروغ شخص د خولې او تنفسي ذراتو پواسطه چې د ناروغ خبرې کولو، ټوخیدو او پرنجیدو پر وخت محیط ته لیږدول کیږي، صورت نیسې.د دوشنبې په ورځ د ۳۲ مختلفو هېوادونو ۲۳۹ ساینس پوهانو په جینوا کې میشت د روغتیا نړیوالې ادارې ته په پرانیستو لیکونو کې (د انفکټیډ ناروغیو په ژورنال کې خپاره شوي) د شواهـدو په حواله لیکلي چې په هـوا کې د وایرس مایکروسکوپیک ذرات د روغو خلکو لخوا تنفس او د ناروغۍ سبب ګرزېدلۍ شي،

دوي تشخیص وکړ چې د ویروس کوچني ذرات د یو څه مودې لپاره هـوا کې پاتې کیږي او په همدې وجه یې د روغتیا نړیوالې ادارې څخه غوښتې چې خپله تګ پروسیجر بدل کړي.د روغتیا نړیوالې ادارې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ګروپ تخنیکي رئیس بیندا الګرانزي وویل د هـوا له لارې د کرونا ویروس د انتقال شواهد شته اما دا شـواهد قطعي او نهایي لاهم ندي،

هغه زیاته کـړه په عامو ځایونو کې د وایرس د لیږد امکان باالخصوص د ګڼې ګوڼې ځایونو او بغیر له تهویې خونو کې نشي ردیدلای.هغه وویل، په هر صورت دا شـواهد راټولولو او تشریح کولو ته اړتیا لري او مونږ به یې ملاتړ ته دوام ورکـړو.اوس باید بغیر د شواهدو هيځ اقدام ونشي ځکه دا یو داسې مرض دی که لګ غلطي پکې وشوه نو دا به ډېره شخته وي چې بیا پکې د مړو شمېر راقابو کړي،نو باید ټول ممالک په دې اره ډېر سنجيدګي سره مخې ته لاړ شي،

وان کرکوف وویل د روغتیا نړیواله اداره به په راتلونکو ورځو کې د کرونا وایرس د لیږدیدنې څرنګوالې په اړه د موجوده ساینسي وړاندیزونو لنډیز خپور کړي.هغې وویل د کرونا وایرس د لیږد درولو لپاره باید جامع تدابیر ونیول شي په کوم کې چې د یوه متر فزیکي واټن او ماسک کارول لازمي دي. او نور احتیاتي تدابیر هم ونيول شي ټول وګړي د ډېرې ګڼې ګوڼې نه لا هم ځان وساتي ترڅو دغه ویروس خبرېدو کې اسانتیا برابره شي،

ډبلیو ایچ او: کرونا ویروس د هوا له لارې انتقالېدلۍ شي

کرونا ویروس یو داسې وبايي ناروغي ده چې ډېر ژر یو کس نه بل کس ته انتقاليږي دط ناروغۍ سره باید پوره احتیات نه کار واخيستل شي څکه دا یو داسې ناروغي ده چې نسلونه تباه کوي دولت باید نور هم جدي اقدامات وونیسي د ډېر وخت راهیسې دغه ناروغي شتون لري او لا هم له منځه نده تلې د افغانستان دولت بید د پام وړ اقدامات وکړي او دغې مرض نه افغانستان وژغوري تردې دمه په افغانستان کې په دې مرض تر ۳ زرو نه زیات کسان کرونا دي او ګڼ شمېر ورڅخه وفات شوي دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button