لوبې خبرونه

کوم لوبغاړي ګرکټ بورډ ادارې سره جنجال لري؟

پاکستان په وړاندې لوبو ته د احتیاطي لوبغاړو په ګډون د یوویشت کسیزې لوبډلې د اعلان سره سم هغه لوبغاړي چې د یوې اوږدې مودې راهیسې پرته له ښې کارکردګۍ او نورو ټاکل شوو اصولو ملي لوبډله کې لوبیدل خوابدي شول او د بورډ په وړاندې دریځ یې غوره کړ.

د دې ډلې مشري د پخواني کپتان ګلبدین نایب په غاړه ده او یو شمیر نور داسې لوبغاړي یې په ځان راتاو کړي چې نه یې په کرکټ کې اوس شته او نه هم راتلونکي ته ترینه تمه کیدلی شي، ترڅو یوه ورځ په ښه توګه د هیواد استازیتوب وکړي.جاوید احمدي، افسر ځاځی، ناصر جمال، فرید ملک،  شهزاد محمدي، سمیع الله شینواری او دولت ځدراڼ هغه لوبغاړي دي، چې د بورډ په وړاندې ولاړ دي او په لوبډله کې د نه شاملیدو له امله ښايي له افغان کرکټ بورډ سره پریکون وکړي.

20210730 091622

که د یادو لوبغاړو پخوانۍ لوبې وګورو نو پرته له شهزاد محمدي او سمیع الله شینواري نور یو یې هم د ملي لوبډلې د درد دوا شوی نه دی او کله یې هم د ملي لوبډلې په بریا کې مهم او کلیدي رول نه دی لوبولی.په دې وروستیو کې کرکټ بورډ په ملي لوبډله کې د لوبغاړو د لوبیدو لپاره درې اصول کارکرده ګي، دیسپلین او فټنیس ضروري کړل

چې ورسره د شهزاد او سمیع الله شینواري په ګډون ډير شمیر لوبغاړي ونه توانیدل یویو ټیسټ پاس کړي، خو د یادو دواړو لوبغاړو وروستي دریځ ته په کتو دوی غواړي چې بغیر له دې چې ټاکل شوي اصول پوره کړي باید ملي لوبډله کې وټاکل شي.د سرچینیو د معلوماتو په اساس د نایب په مشرۍ د معترضو لوبغاړو ډلې ته خورا واضح پیغام ورکړل شوی چې غوښتنو ته يې کرکټ بورډ نه تسليميږي

او يوازې هغه وخت ياد لوبغاړي ملي لوبډلې ته لار پيدا کولی شي چې ټاکل شوي شرايط پوره کړي.په نیشنل ټیم کې د پلېر پاور مسله له ډېر پخوا راهيسي موجود وه او ډېر کله لوبغاړو خپلې غوښتنې په بورډ منلي دي خو په دې وروستيو کې له لوبډلې د زورورو لوبغاړو په ويستلو د پلېر پاور د له منځه وړلو هڅې پېل کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button