د پاکستان ایکسپرس د ټکرکېدوپه پېښه کې۲۰ تنه مړه شوي

د پاکستان په جنوبي صوبه سند کې د پاکستان اېکسپرېس په نوم اورګاډی د بل ګاډی سره په ټکر شوی او په دغه پېښه کې لږ تر لږه۲۰ تنه مړه شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د سکهر د پوليسو مشر ډي ايي جي جميل احمد په پېښه کې د ۲۰ تنو د مړه کېدو پخلی کړی دی.

راپورونه وايي په پېښه کې ګڼ کسان ژوبل شوي چې پکې د ځینو روغتايي حالت مرګونی دی.

دا پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې او ويل کيږي د کراچۍ نه پېنډۍ ته روان پاکستان اېکسپرېس په سکهر کې په يو پاټک تېرېدونکي د مسافرو د ګاډي سره په ټکر شوی دی.

ويل شوي دغه پاټک خلاص ؤ ځکه اورګاډی پرې ازاد ورغلی او په راتلونکي ګاډي نېغ ورختلی دی.

د راپورونو ترمخه په پېښه کې د ۶۰ پورې ژوبل کسان د سکهر روغتون ته وړل شوي دي.

د سند صوبې وزيراعلی مراد علي د پېښې خبر اخيستی او رپوټ يې غوښتی دی.

په پاکستان کې دا لمړی ځل نه دی چې دغه ډول پېښه شوې ده، له دې وړاندې هم څو ځله په پاکستان کې وخت په وخت اور ګاډي د مسافرو د ګاډو سره په ټکر شوي چې علت يې خلاص پاټکونه ښودل شوي دي.

ملاضعیف:طالبان دامارات د دعوې نه دي پشا  شوي

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال پاکستان کې دطالبانو سفیر ملاعبدالسلام ضعیف ویلي امریکا سره دسولې تړون دطالبانو ستره بریا ده ځکه چې هغوئ دخپل امارت له دعوې نه دي پشا شوي.

ملاضیعف چې دامهال په دوحه کې موجود دی ، انډیپنډنټ اردو رسنۍ سره یې خبرو کې ویلي طالبانو چې تراوسه امریکا سره څومره خبرې کړي هغه یې د افغانستان د اسلامي امارت تر نامه لاندې کړي اؤ کوم دسولې تړون چې لاسلیکیږي هغه به هم په دې نوم وي.

دملا عبدالسلام ضیعف په وینا “طالبان دخپل امارت څخه نه دي‌ پشا شوي اؤ هرکله چې هغوئ له امارته نه تیریږي نو د بل کوم حکومت وجود نه شي منلی”

خو دملا ضیعف د وینا برعکس په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین روانه اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دسولې په تړون دلاسلیکونو نه وروسته به دیو نړیوال کانفرنس په ترڅ کې دافغانستان دائین اؤ نورو ادارو په هکله په چارو غور،بحث اؤ‌ پرېکړې کولی شي.

تر اوسه طالبانو په غوڅه توګه نه دي ویلي چې که امریکا سره دسولې تړون وکړي نو دافغانستان موجوده حکومت به نه مني ، خو تر دې مهاله طالب مشرانو افغان دولت سره له مذاکراتو ډډه کړې ده

دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ “طالبانو سره چې هر هوکړه لیک لاسلیک کېږي، مشروط دی او له طالبانو سره چې له یوې مرحلې څخه بلې ته ځو، شرطونه لرو”

ولسمشر غني زیاته کړې وه “د ناټو سازمان دفاع وزیرانو په وروستۍ ناسته کې ټینګار وشو چې افغان امنیتي او دفاعي قواوې هیڅکله نه هېروي او د دوی بشپړ ملاتړ لري”

دیوې پوښتنې ځواب کې هغه ویلي چې دسولې دا تړون د طالبان په سوچ کې دبدلون نه بلکې دامریکا په سوچ کې دبدلون له امله شونې شوې ده.

هغه وویل دکال ۲۰۰۸م راهسې امریکا اؤ نړۍ په دې پوهیدلې وه چې افغانستان څوک په طاقت نه شي زیر کولی بلکې ددغه شخړې دهواري دپاره یو سیاسي عمل ته اړتیا ده

هغه ویلي چې دسولې په تړون کې طالبانو دپاره کوم سخت شرطونه نشته اؤ طالبان هم نه غواړي چې افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دخپل منځي جګړو تجربه بیا تکرار شي.

هغه وویل طالبان غواړي چې افغانستان کې له جګړې وروسته باید سیاسي عمل پیل شي اؤ‌دا په سوله اؤ‌ اتفاق کیدای شي .

هغه وویل که دافغانستان خاوره د کوم ګاوندي یا بل کوم هیواد په ضد نه کارول کیږي نو دا د افغانانو په ګټه ده

دیوې پوښتنې ځواب کې ملا ضیعف ویلي چې امریکا په طالبانو دخپلو ځینو غوښتنو دمنلو هڅه کړې وه خو طالبانو نه ده منلې اؤ امریکا دې ته اماده شوې ده چې هغوئ به په ۱۴ؤ میاشتو کې افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

خو افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له وړاندې څخه ویلي چې افغانستان څخه دامریکایي پوځیانو وتل به شرائطو ته په کتلو وي .

البته امریکایي چارواکو دا منلې چې دسولې دتړون نه وروسته به پړاؤ په پړاؤ افغانستا څخه خپل خواکونه وباسي

د افغان سولې په اړه د پختونخوا د خلکو نظرونه

ټاکل شوې نن دشنبې په ورځ دقطر په دوحه کې امریکا اؤ طالبان افغانستان کې دسولې په تړون لاسلیکونه کوي، دسولې دغه تړون ته په پېښور کې هم زده کوونکي هیله من دي اؤ ایي دا به دټولې سویلي اسیا دپاره دامن یو زیری وي.

د پیښور پوهنتون د سولې او تنازعاتو دڅانګې زده کوونکې رمشا ایوب وایي دې کیدونکي تړون ته زه په ښه نظر ګورم ځکه چې افغانان د تیرو څلویښتو کالو راهسې د نورو هیوادونو د حکومتونو لاندې پاتې شوي دي

هغه رسنیوسره په  خبرو کې ویلي “د افغانانو هم حق دی چې خوشالي وکړي او دا تړون به افغانستان کې سوله راولي”

هغه وایي افغانستان کې چې د امریکا څومره قواوې دي ښکاري داسې چې ټولې به له افغانستان څخه نه وباسي بلکې د څارنې لپاره به لږې قواوې افغانستان کې ساتي ترڅو بیا یو وارې حالات دجنګ لوري ته ولاړ نه شي.

رمشا ایوب وایي دا به د ټولې سویلي اسیا لپاره د امن زیری وي.

د زده کونکي ثنا الله نه چې رسنیو پوښتنه وکړه د طالبانو او امریکا د تړون نه ورستو به طالبان او افغان حکومت خپل مینځي خبرې کوي نو آیا دا پړاو به هم په آسانه سرته ورسي که نه څه مشکلات پکې پیښیدی شي؟

هغه وویل طالبانو کې بیلا بیلې ډلې دي، چې ځیني د تړون مرسته کوي خو ځینې یې مخالفې دي.

هغه وایي دغه راز افغان حکومت هم کمزوری دی اؤ د افغانستان اقتصاد زیاتره په خارجي هیوادونو ولاړ دی که امریکا افغانستان نه ولاړه نو دغه هیواد به اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

بل لوري ته محمد نوید خان وایي افغانستان کې چې امن راشي نو دا ایران، هند او پاکستان کې هم امن راولي.

رسنیوسره خبرو کې هغه وویل ودا وخت د افغانستان او پاکستان تر مینځه د یو ارب ډالرو نه هم کم تجارت کیږي، که افغانستان کې سوله پر ځایې شوه نو دا تجارت تر پینځوؤ اربو ډالرو رسیدی شي او ورسره به د مرکزي آسیایي هیوادنو تجارت ته هم وده ورسي.

امریکې اؤ طالبانو دتیرو دوؤ کالو راهسې په قطر کې دسولې خبرې دوامداره ساتلې وې چې څو کرته دا مذاکرات دتلخیو اؤ ګډوډۍ هم ښکار شوي وؤ خو په دې وورستیو کې دواړو خواؤ اعلان کړی چې دسولې په یو غوڅ تړون اتفاق ته رسیدلي دي.

دسولې دغه تړون سبا په دوحه کې لاسلیک کیږي چې د خواوشا ۵۰ؤ هیوادونو استازي به پکې برخه لري اؤ دپاکستان په استازیتوب ددې هیواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دوحه ته رسیدلی دی.

طالبانو ویلي چې دسولې په تړون دلاسلیک نه وروسته به یو نړیوال کانفرنس کې دافغانستان داساسي قانون،ریاستي ادارو اؤ نورو چارو په هکله غور اؤ بحث کولی شي

جمهورریس غني د ښځو عالي شورا د جوړولو فرمان صادرکړ

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د سولې بحث یوملي بحث دی او په ګډه به دایمي سولې ته د رسېدو هڅې کوي.

ولسمشرغني پرون ماښام د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له والیانو سره د ویډیوکنفرانس د لارې د سولې وروستیو پرمختګونو په تړاو ویلي له طالبانوسره چې هره هوکړه لاس لیک کیږي په مشروط ډول به وي.

نوموړی وايي د شرطونو پربنسټ به له طالبانو سره مذکرات له یوې مرحلې بلې ته ځي او که دا ډله (طالبان) له جګړې لاس واخلي په شرطونو کې به هم بدلون راځي.

اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې نن په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقنامې په هوکړه لاسليک کېدل ټاکل شوي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې افغان دولت د داعش په ګډون له ټولو نورو ترهګرو ډلو سره هیڅ راز اوربند نه لري او په وینا یې طالبان باید له دې ډلو ځانونه جلا کړي.

د ولسمشری ماڼۍ دمطبوعاتي ادارې د معلوماتو له مخې په دې وډيوي کنفرانس کې اشرف غني ویلي طالبان باید له پاکستان سره داړیکولرلو، د خپلوامن پټن ځایونو او د جرمي اقتصاد په تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي.

محمد اشرف غني وویل (دافغانستان بهرنی سیاست روښانه دی،افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري او یوازې دایمي ګټې لري).

ولسمشرغني په سیمه کې وروستیو بدلونوته په اشارې وویل هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د خپل ستراتیژیک عمق وګرځوي.

نوموړي د افغاستان یو شمیر والیانو ته په خبرو کې ویلي دافغانستان ټول مسایل به په تدبیرسره حل کیږي او په خبره یې زه مونږ دریځ اساسي قانون،ولسواکۍ،ملي حاکمیت اودهیواد دخلکو د درناوي دریځ دی.

اشرف غني ویلي له نړۍ سره یې اړیکې مهمې دي،له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا متحدوایالتونواوناټو سره شوي ټول تړونونه پرځای دي او له نړیوالې ټولنې او امریکا سره دمشترکو ګټو پربنسټ ښې اړیکې لري.

ګل پاڼې اؤ نازیه اقبال یو بل سره لفظي  شخړه شوې

دپښتو دوؤ سترو اؤ مشهورو سندرغاړو نازیه اقبال اؤ ګل پاڼې یو بل ته دګیلو ډک زړونه سپک کړي اؤ ګل پاڼې د نازیه اقبال دې نیوکو ته مخ په مخ ځواب ویلی چې ګنې دنوي کول سندرغاړي خپلو مشرانو هنرمندانو ته درناوی نه لري.

د زیارت په ماسخوتن د بو پروګرام کې ستره هنرمنده شکیله ناز. نازیه اقبال اؤ ګل پاڼه میلمنه وه اؤ دوئ د ماه جبین قزلباش په ژوند اؤ فن خبرې کولې خو دغه خبرې هغه وخت په یو جنجالي بحث بدلې شوې چې هنرمندې نازیه اقبال په ګل پاڼې ټکونه پیل کړل.

کله چې د پروګرام کوربنې ناهید سحر د نازیه اقبال څخه پوښتنه وکړه د یوې مشرې هنرمندې په توګه ماه جبین قزلباش دخپلو کشرانو سره څنګه رویه لرله ، هغې وویل ماه جبین بي بي خپلو کشرانو ته ډير درناوی اؤ مینه ورکوله اؤ کشرانو به هغې سره مینه کوله خو اوسني ځینې هنرمندان خپلو مشرانو ته هډو درناوی نه ورکوي.

دهغې اشاره ګل پاڼې ته وه خو ویل یې نوم یې نه اخلي چې کوم هنرمندان خپلو مشرانو ته درناوی نه ورکوي؟ ولې وروسته یې په په ډاګه وویل چې په اکثره محفلونو کې ګل پاڼې په هغې سلام نه دی اچولی اؤ له پامه یې غورځولې ده.

هغې په ګل پاڼې دا نیوکه هم وکړه چې پخپلو زده کړو مغروره ده خو فن یا هنر د زده کړو محتاجه نه دی.

د نازیه اقبال په وینا “اوس خلک دوه ټکي انکریزي ایزده کړي اؤ په هغې مغروره وي دمشرانو احترام نه کوي خو فن یوازې په انګریزۍ زده کولو نه کیږي”

ګل پاڼې د نازیه اقبال ددغو ګیلو اؤ نیوکو په جواب کې وویل هغې مدام دخپلو مشرانو درناوی کړی اؤ نازیه اقبال خپله مشره ګڼي،دهغې د اواز نه یې زده کړه کړې ده اؤ دا تصور هم نه شي کولی چې هغې ته به سپکاوی وکړي.

ګل پاڼې وویل هغه کله هم خپلو زده کړو ته مغروره شوې نه ده ځکه چې په دې خبره پوهیږي چې هنري زده کړې بیل شی دی اؤ دمکتب زده کړې جدا ارزښت لري.

خو نازیه اقبال بیا ګیله کوله چې هنرمندان خپلو کې اتفاق نه لري ګنې که اتفاق یې لرلی نو ګل پاڼه چې اوس اوس برتانیې ته کنسرټونو ته تللې وه ،دهغې خواله به ورغلې وه.

ګل پاڼې د نازیه اقبال دغه ګیله په خندا کې واخسته اؤ وئ ویل “زړه مې ډير کیدلو چې نازیه باجي ووینم خو ویریدم چې هغه به ماسره لیدلو ته تیاریږي یا نه نو ځکه دې خواله نه یم درغلې”

په دغه ټول بحث کې به ځېنې وخت دومره تلخي پیدا شوه چې دپروګرام کوربنې که به هر څو وغوښتل چې خبره په بله واړوي خو دنازیه اقبال ګیلو به کوربنې ته هم دخبرو نوبت نه ورکولو.

سندرغاړې شکیله ناز دهغوئ دواړو ترمنځ دې بحث کې دمنځګړې رول لوبولو اؤ دواړو ته یې بیا بیا ویل چې باید کشران هنرمندان مشرانو ته درناوی وکړي اؤ مشران دکشرانو سره مینه وکړي.

شکیله ناز وویل” زمونږ وخت ډیر ښه ؤ ، زه چې کله دهنرمیدان ته راغلم نو هغه وخت ماه جبین بي بي په ټوله نړۍ ځلېدلې وه خو ما هغې ته لکه د مور اؤ مشرې خور مینه ورکوله اؤ هغې ماته تل لکه دلور اؤ کشرې خور مینه راکړې وه”

په دې تود بحث کې نازیه اقبال اؤ ګل پاڼې هم ومنله چې ماه جبین قزلباش خپلو کشرانو هنرمندانو ته تل مینه ورکړې وه اؤ دهغوئ ډاډ ګیرنه یې کوله.

دغو دریواړو هنرمندانو دپښتنو سندر غاړو د بدو ورځو علت دهغوئ ترمنځ ځان ځاني اؤ بې اتفاقي وګرځولو.

باید وویل شي دا وړومبی ځل ؤ چې ګل پاڼه اؤ نازیه اقبال چرته د ټي وي یا راډیو په کومه خپرونه کې په یو ځائ میلمنې شوې وې اؤ نیغ په نیغه دهغوئ خبرې د راډيواؤ ټولنیزو رسنیو له لارې نړۍ کې اوریدل کیدلی.

د افغان سولې تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کیږي- قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د پاکستان صادقانه هلو ځلو نتیجه ورکړه.

ښاغلي قریشي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پاکستان له هلو ځلو پرته دا ناممکنه وه چې طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي او امریکا ته دې قناعت ورکړل شي چې دا خبرې بیا پیل کړي.

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلی دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ “تړون به د پاکستان په موجودیت کې لاسلیک کیږي، ځکه چې له پاکستان پرته دا کار ناممکن و.”

ښاغلي قریشي وویل چې له دې وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په اړه هم هلې ځلې وشي. شاه محمود قریشي دا خبرې داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ پیل شوې ده.

ولسمشر غني هم وویل چې افغان ځواکونو ته یې لارښونه کړې ده چې په دغې مودې کې پر طالبانو بریدونه ونکړي. که د سولې اونۍ کامیابه ختمه شي، بله شنبه (فبروري۲۹) به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي

ولسشمر غني د تاوتریخوالي د کمولو اقدام د سولې او اوربند پر لوري یو مهم ګام بللی دی.

محب: افغان سرتیري د سولې اتلان دي

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان سرتېري چې نن د جګړې اتلان دي سبا همدارنګه د سولې اتلان هم وي.

ښاغلي محب د کب نهمې د افغان سرتیري د ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي چې د افغان سرتېرو د قربانیو له برکته وسله وال طالبان د جګړې پر ځای سولې ته حاضر شوي دي.

محب ویلي: “زموږ سرتیري چې نن د جګړې اتلان دي،د سولې په ټینګښت سره به سبا د سولې اتلان هم وي.”

هغه زیاته کړې چې افغان سرتیري له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړي صف کې ولاړ دي او همدارنګه ۹۴سلنه خپلواک پوځي عملیات تر سره کوي.

محب زیاتوي چې تېر میلادي کال افغان سرتیرو له وسله والو مخالفینو څخه اته ولسوالۍ ونیولې او ګڼ شمېر وسله وال افغان پوځ ته تسلیم شوي دي.

محب پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د کب ۹مه د افغان سرتېرو ورځ ده.

دا ورځ پر داسې مهال لمانځل کیږي چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې په اساس د تاوتریخوالي کمولو د اونۍ یوازې یوه ورځ پاتې ده.تېره شنبه د یوې اونۍ لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پيل شوه.

پومپیو:دطالبانواوافغان خکومت ترمنځ خبرې به مشکلات ولري

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیووویل چې په افغانستان کې له شاوخوا دوو لسیزو وروسته یو سیاسي فرصت برابر شوی دی چې باید زیانمن نشي

پمپیو د نورو مسایلو تر څنګ له خبریالانو سره په افغانستان کې د سولې او ټاکنو په اړه خبرې وکړې.

هغه د تاوتریخوالي د کمولو په اړه وویل: “موږ په افغانستان کې یو بیساری سیاسي فرصت ترلاسه کړی دی. هېڅ یوې وړې ډلې ته چې فکر کوي دغه فرصت ته زیان رسولی شي، اجازه نه ورکوو چې دا کار وکړي. یو شمېر ډلې شته چې هڅه کوي زموږ لاس ته راوړنو ته زیان ورسوي، خو موږ به ورته اجازه ورنکړو.”

نوموړي ونه ویل چې دا کوچنۍ ډلې څوک دي.

ښاغلي پمپیو وویل چې په وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ټولو ښکېلو غاړو تاوتریخوالی راکم کړی دی.

ښاغلي پمپیو ټېنګار وکړ که دا هر څه همدغسې کامیاب پر مخ ولاړ شي، دوی به له طالبانو سره تړون لاسلیک کړي. هغه وویل: “د تاوتریخوالي ۷-ورځنی بهیر ډېر فوق العاده نه دی خو، بیا هم تر دې دمه ښه روان دی. که همدغسې بریالي پرمخ ولاړ شي، د ملي یوالي د حکومت سره په همغږۍ به له طالبانو سره تړون لاسلیک کوو. “

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې له افغانستان څخه به امریکایي ځواکونه مرحله په مرحله ووځي. هغه وویل: “طالبان باید خپله هره ژمنه عملي کړي،موږ تر هغو نه وځو چې دا ژمني پلې شوې نه وي. “

تر ښاغلي پمپیو څو شېبې مخکې ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې سولې ته نژدې شوي دي او په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته رسوي. دا مهال امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ سرتېري لري.

ښاغلي پمپیو وویل چې د امریکا-طالبانو له تړون وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي چې په ډېرو مسایلو به په کې بحث کیږي. هغه هیله وښوده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به یو سیاسي حل پیدا شي.

مایک پمپیو د افغانستان د ټاکنو د پایلو په اړه وپوښتل شو، هغه مشخصآ څه ونه ویل خو ټېنکار یې دا و چې “زموږ ژمنه دا ده چې د افغانستان اساسي قانون عملي شي، انتخابات وشي، انتخابات آزاد، عادلانه او د اعتبار وړ وي او د رایو شمېرل هم سم وي.”

د سولې په اړه د حامد کرزي څرکندونې

پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړ چې افغاني لوری او طالبان باید ډیر دقت وکړي چې د سولې تر عنوان لاندې د پردیو اهداف و نه اوسي.

ښاغلي کرزي  پنجشنبه ورځ د (فبرورۍ ۲۷) یوې رسنئ سره په ځانګړې مرکه کې وویل د سولې په نتیجه کې باید په افغانستان کې قوي حکومت رامنځ ته شي

کرزی وايي “موږ به سوله غواړو، دوی به نور اهداف لري، نو هغه دقت بیا زموږ ملي وظیفه هغه زیاته کړه چې سوله د هر انسان اذمان دئ باید د سولې پزوسه به سم ډول سر ته ورسي.. “

ښاغلی حامد کرزی وايي په اوس وخت کې له ټولو بدبختیو، د پردي له لاس وهنو او مطلق استثمار څخه د خلاصون یوازینۍ لار سوله ده.

پخوانی ولسمشر وايي د موازې ادارو اعلان د افغانستان لپاره خطرناک دی او د ټاکنو پایلې هیوادونو په رسمیت ندي پيژندلي او مخشوشې اعلامیې یې په اړه ورکړل شوي دي هغه وویل موږ پخوا هم په دې اړه ولسمشرغني سره خبرې اترې شوي او ولسمشر غني ته مو د سولې مزاکرات مخې ته بېولومشوره ورکړې .

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د انتخاباتو نه د راپورته شوې لانجې حل په کار دی او د ټاکنو د لانجې هوارول او یو جوړ جاړي ته رسېدل د ولسمشرۍ د ټاکنو د مخکښو کاندیدانو پورې اړه لري

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې که انتخابات نوئ شوي او سولې ته اولیت ورکړئ شوئ وئ نو اس به د مملکت سیاسي حالات دومره نوئ خراب شوي خو اوس  انخابات چې  وشول نو باید داسې یو حکومت تشکيل کړئ شي جې ټولو اقوامو ته د منلو وړ وي.

دامریکايي پوهنتون پخوانی برمته شوی استاد قطر ته ورسېد

کابل کې دامریکايي پوهنتون پخوانی ښوونکی ټیموټی ویکس چې درې نیم کاله یې د طالبانو په بند کې تېر کړي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې توافق په مراسمو کې ګډون کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه په خپل ټویټر پاڼې کې ویلي چې ښاغلی ویکس دوحې ته رسېدلی دی. د اسټرالیا اصلي اوسېدونکی ۴۸ کلن ټیموټي ویکس او ۶۰ کلن امریکايي کیفن کینګ د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اګسټ په اومه کابل کې د طالبانو له خوا برمته شول

یادو کسانو کابل کې د امریکايي پوهنتون ښوونکي و چې د څه باندې درې نیم کاله بند وروسته را خوشې شول څلور میاشتې مخکې طالبانو دغه ښوونکي د خپلو هغو درې مهمو غړو هر یو انس حقاني، مالي خان، او عبدالرشید سره تبادله کړل چې د افغان حکومت په بند کې و

افغانستان سره د ټیموټي ویکس مینه اوس مهال ډېره شوې.

د ټویټر ځینې کاروونکي وايي چې د (افغانستان سوله) په نامه ټویټر پاڼه د ټیموټي ویکس پاڼه ده.

په دې پاڼې کې چې د ټیموټي عکس هم پرې شته تر ډېره د سولې پیغامونه خپریږي او د ټیموټي له قوله ویل شوي چې “طالبانو سره زما درې نیم کاله بند، دغه هېواد او افغانانو سره زما ژوند د تل لپاره ونښلوه.”

ټاکل شوې چې راروانه شنبه قطر کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون لاسلیک شي.