دبې پولې ډاکټرانو سازمان کابل کې خپله زېږدنې څانګه بنده کړه

د نیا کې د کورونا وېروس په وجه روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی. وګړي دې ته اړ شوي چې په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي. نو دې لپاره فکر کول ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شي. نغدې پيسې هم په هغو اړتیاو کې راځي چې وګړي يې په خپل ورځني ژوند کې خورا ډېرې کاروي

همدارازپه ډېر احتمال سره کرونا ویروس له مور څخه وړوکې ماشوم ته نه لېږدول کېږي، ځکه کرونا وایروس تنفسي دستګاه زیانموي. دا ویروس اوس مهال ډېر تنفسي دی، نو پر دې اساس کله چې مور د کرونا په وایروس اخته وي، کولای شي د تنفس له لارې، ټوخی یا د پرنجي سره ماشوم ته ولېږدول شي، خو کله چې ماشوم د مور په خېټه کې وي په ډېر احتمال سره نه لېږدول کېږي، خو کومې میندې چې په کرونا ناروغي اخته وي کېدای شي، د ډېرې تبې له یې امله ماشوم لمنځه لاړ شي.

څېړونکي وایي: “هغه میندې چې په کرونا ناروغۍ اخته کېږي، نو د ماشوم د زېږېدلو پر وخت ماشوم ته دا وایروس نه لېږدول کېږي، خو کله چې ماشوم ته شیدې ورکوي د هغه لپاره دقیقې څېړنې نه دي شوې چې د شیدو له لارې لېږدول کېږي که نه.”


ځینې سپارښتنې دي چې میندې باید خپل ځان او ماشوم ته پام وکړي:

څېړونکې وایي: “امیدوارې میندې ته باید سمې مشورې ورکول شي، چې هم دوی خپله او هم ماشوم یې تقویه شي، چې د دې ناروغۍ پر وړاندې یې ځواک  ډېر شي، سربېره پر دې چې سم ویټامین‌لرونکي شیان وخوري، باید له خپګان او سترس څخه هم لیرې اوسي، ځکه هغومره چې دا ناروغي خطرناکه ده، تر هغه تشویش یې ډېر دی، نو ځکه باید ډېر پام مو وي، ځکه دا هم د حامله ښځو په رواني حالت بده پایله درلودای شي.”

په منظمه توګه باید معاینه شي او د ساتونکې جامو څخه باید ګټه واخیستل شي.

هغه میندې چې نوی ماشوم یې پیدا شوی وي او کرونا وایروس ولري یا هم مشکوکه وي، نو باید په ځانګړې برخه کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنټین شي.

په داسې مواردو او وخت کې ماشوم باید د مور شیدې ونه خوري. تر څو چې میندې یې په دې وایروس مشکوکې وي، نو ماشوم باید له موره لرې وي او په اړیکه کې ونه اوسي.
کله چې ماشوم پیدا شي او د کرونا ویروس نښې وروسته پکې ښکاره شي، نو دا ډېره د خپګان خبره نه ده، ځکه ماشومان داسې زر لمنځه نه شي وړلای.

پاکستان له افغان تجارانو په غیر قانوي ډول پېسې اخلي

شاه محمود میاخیل چې د ننګرهار والي دۍ.تېره ورځ یی د یو ويؤیوي پیغام له لارې ولس سره خبرو کې وویل هغه افغان وګړۍ چې د تورخم دروازې څخه دېخوا راوړي باید دوه اونیو لپاره تورخم کې باید قرنطین شي.

د ننګرهار والي وایي، هر هغه کس چې له تورخم دروازې دغه ولایت ته اوړي، له دوو تر درېیو اوونیو په تورخم کې  قرنطین کېدو وجه د انسان فاجعې مخنیوۍ دۍ.

شاه محمود میاخېل پرون مازیګر په یوه وېډیویي پیغام کې وویل، تورخم دروازه تړلې ده او پاکستان چا ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان ته واوړي.

هغه زیاته کړه: “هر څوک چې له پېښوره تورخم ته راځي، له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په تورخم کې پاتې کېږي. دوی ته مو خیمې او مشخص ځایونه ټاکلي دي. ډاکتران، روغتیایي خدمات او امکانات ورته زموږ له‌خوا برابر شوي دي.”

پاکستان، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف تورخم دروازه د مارچ پر ۱۶مه، د مسافرو پر مخ وتړله.

د مسافرو ترڅنګ پر دغه دروازه تجارتي موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه نه‌ورکول کېږي چې دې کار سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

ولسمشر ډونلډټرمپ: عربستان به هم له عربي اماراتو سره د اسرايلو په تړون کې یوشي

 د امریکا د متحده ایلاتو پلازمینه واشنګټن قرنطین شو د دغه ایالات  ښاروال ښار له دوو ګاونډیو ایالتونو-مریلنډ او ویرجینیا- له چارواکو سره په ګډه خلکو ته ویلي چې  له کورونو نه بهر دې نه راوزي.  

دا فرمان له قانوني او تاریخي پلوه په کور کې د پنا اخیستلو لپاره داسې فرمان دی چې د جګړې یا د وېروسی ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کرنتین په وخت پلی کېږي او د واشنګټن ډي سي له استوګنو غواړي چې د خوړو یا طبي خدمتونو له ترلاسولو پرته له کور ونه وځي. د دې قانون له مخې سرغړوونکي ممکن له نغدي جرمانې او ان زندان سره مخ شي.

د دوشنبې په ورځ( د مارچ ۳۰) د مریلنډ والي لري هوګان یوه فرمان کې له خلکو وغوښتل چې د اپرېل تر ۳۰ کورونو کې پاتې شي. کور کې پاتېدل اوس نور وړاندیز او سپارښت نه دی، بلکی امر دی”.:

د ویرجینیا والي رالف نورتم هم د دې ایالت له وګړو وغوښتل چې د جون تر لسمې له کورونو ونه وځي. د ویرجینیا فرمان کې را غلي چې ټول پوهنتونونه او شپه غالي(لیلیې)، سمندرغاړې او نااړین کار کسب باید وځنډول شي.

په دې ډول اوس د واشنګټن په ګډون په دې دوو ایالتونو کې له ۲۲۵ میلیون امریکایانو غوښتل شوي چې کور کې پاتې شي او د جنګي شرایطو په څېر ” ځای کې پنا” فرمان ومني.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، د کورونا وېروس له امله د دغه هېواد لومړنی سرتېری مړ شو.

د پنټګان بیان کې را غلي چې د ملي ګارډ دا غړی نیو جرسي ایالت کې د مارچ له ۲۱ بستر و.

امریکا کې تر اوسه له یو لک ۶۰ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او نږدې درې زره امریکایان له دې وېروس مړه شوي دي.

یوازې نیویارک ښار کې اته سوه کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې امریکا کې د کورونا مرکز بلل کېږي او ډېر زیانمن شوی دی.

د فساد په تور څلور والیان څارنوالۍ ته معرفي شوي

د نیا کې د کورونا وېروس په وجه روان وضعیت د ژوند ټولو پر ټولو اړخونو اغېز کړی. وګړي دې ته اړ شوي چې په خپله ناسته ولاړه، تګ راتګ او نورو برخو کې بدلون راولي او احتیاط وکړي. نو دې لپاره فکر کول ځکه اړین دی چې د کورونا وېرس له اوسپني نيولی تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شي. نغدې پيسې هم په هغو اړتیاو کې راځي چې وګړي يې په خپل ورځني ژوند کې خورا ډېرې کاروي.‌

ریسرچ ښیې چې نغدې پیسې یا بانکي نوټونه په بېلابېلو مکروبونو یا وېروسونو ککړ وي، چې د کورونا وېروس هم کیدای شي؛ د نغدو پیسو او نوټونو عمر له څلور تر ۱۵ کلونو پورې دی او په دې موده کې دوی پرېمانه مکروبونه په ځان پورې ور ټولولی شي. د کاغذي پیسو کارېدنه له نورو توکو ځکه ډیر خطرناک دی چې په ځینو کلتورونو یا سیمو کې خلک د پیسو شمیرلو لپاره د خولی پر لاړو ګوته لمدوي‌ او هماغه ککړه ګوته بېرته پر خپله ژبه را تېروي.‌

د صحت نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې باید په لاس کې د پیسو نیولو وروسته خپل لاسونه زر په صابون یا نورو داسی مایع ومینځو چې په پیسو شته مکروبونه وژلی شي. پر لاسونو د کورونا یا نور تنفسي وېروسونه یوازې هغه مهال د ناروغۍ لامل کېږي کله چې له لاسونو خولې ته، پوزې ته او یا سترګو ته او بیا له همدې لارې زموږ تنفسي‌ سیستم ته داخل شي.‌

د ککړو بانکي‌ نوټونو د پاکولو او له دوی د احتمالي ‌ګواښ کمولو لپاره د چین مرکزي بانک د نورو بانکونو او مرکزي دولت سره په مشوره په فبروۍ میاشت کې درې اساسي لارې وړاندې کړي.‌ دوی غوښتل چې په بازار یا دوران کې شته نغدې پیسې او هغه کاغذونه چې د مالي راکړو- ورکړو لپاره کارېږي، له هر ډول مېکروبونو یا وېروسونو پاک شي.‌

یوازې د نوټونو وینځلو موضوع مطرح نه ده، بلکې دا هم مهمه ده چې په دې مېکروبو خپل ککړ شوي‌ لاسونه څرنګه پاک کړو.

د نغدو پیسو له کارولو وروسته باید خپل لاسونه د شل ثانیو لپاره په صابون یا بله مېکروب وژونکې مایع ووینځئ.

د چین حکومت پرېکړه وکړه چې ټول بانکي نوټونه باید په منظم ډول ۱۵ دقیقې اوزون او یو ساعت الټراوایلیټ وړانګو څخه تیر شي. یادې وړانګې د دې توان لري چې پیسې له ګڼو ویروسونو او مېکروبونه څخه پاکې کړي.

 چین حکومت همدا راز نغدي پیسې له ۷ ورځو تر ۱۴ ورځو پورې د ۳۰ درجو نه په زیاته تودوخه کې ساتي او له هغې وروسته یې بیا بازار ته عرضه کوي چې خلک ترې کار واخلي.‌

پاکستان سره د چين هېواد د روغتیایی وسایلو کومک کړۍ.

کرونا د پاکستان په شمول د نړۍ یو شمېر هېوادونه نيولي دي او ګڼ شمېر هېوادونو ته یی مرګ ژوبله اړولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې مرستو کې ماسکونه، د کرونا ویروس د ازموینې یا ټسټ کولو ځانګړې طبي بستې او د ډاکترانو او نرسانو لپاره ځانګړې جامې شاملې وې.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چینايي ډاکترانو اته کسیزه ډله به دوه اوونۍ په پاکستان کې وي او له پاکستاني ډاکترانو سره به د (کوویډ-۱۹) ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي او لارښوونې به هم ورته کوي چې څرنګه په کرونا ویروس اخته کسان وڅارل شي.

کرونا ویروس د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبې ولایت په ووهان ښار کې پیدا شو، خو چینايي چارواکو ویلي چې په ووهان کې د خلکو ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.

په پاکستان کې پر کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۱۴۰۰ اوښتی دی.

د چین د مرستندویه ډلې د هرکلي لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي هوايي ډګر ته ورغلی و.

د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د ناروغانو شمېر له ۶۰۰ زره زیات شوی او تر ۲۷۸۰۰ زیات انسانان له دې امله مړه شوي دي.

حکومت پرون وویل چې په هغه هېواد کې ۱۴۲۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۲ تنه له دې امله مړه شوي دي.

 افغانستان کې کرونا ناروغي د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ په دغه لړ کې یو افغان ډاکټر د دې ویروس مخنيوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده،

یو افغان ډاکټرد کرونا ویروس مخنیوي لپاره طرحه جوړه کړې

کرونا ناروغي د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ په دغه لړ کې یو افغان ډاکټر د دې ویروس مخنيوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده،

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د افغان حکومت د مؤظفې کمېټې یو غړی ډاکتر جاوېد صافی وايي داسې طرحه‌یې جوړه کړې چې په عملي کېدو به‌یې ستونزه تر ډېره کنټرول شي.

ښاغلي صافي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۷» د دې طرحې مهم ټکي له رسنیوسره په یوه مرکه کې شریک کړل هغه په ډیره ګڼه ګوڼه کې د نه ګرزیدو وړاندیز کړۍ دۍ او عامو وګړو ته د احتیات نه کار اخیستو څو وړاندیزونه کړي دي. ..

 نوموړي د ژوند مختلفو برخو کې مختلفو خلکو ته یو شمیر توصعی کړي دي د تجارتي مراکزو، پېر او پلور، دولتي دندو، عامه خدمتونو او نورو مهمو برخو لپاره سپارښتنې په دې طرحه کې ځای شوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په هرات کې نن له غرمې وروسته د کرونا ۶۸ شکمنې پېښې په لابراتوار کې کتل شوې چې ۲۲ یې مثبتې راوتلې دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي دا ټولې د هرات ولایت مربوط دي چې ۱۳ یې نارینه او ۹ یې ښځې دي. په دې سره په هرات کې د کرونا د مثبت پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت وایي د بدخشان ناروغ په دې وروستیو کې له ایران څخه هېواد ته راستون شوی دی.

په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا د مثبت پیښو شمېر ۱۴۱ ته ورسېد. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې دولتي او شخصي ادارې د ۳ اونیو لپاره ټړل شوي دغه اقدام د کابینې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده دغه پریکړه د کرونا ویروس د زیاتیدو مخنیوي لپاره شوې د دې پرېکړې سره  په کابل ښار کې تګ راتګ بندیزولګېد.  

حکومت دسولې لپاره دطالبانوپلاوي سره خبرې شوي

د ملي امنیت شورا وایي چې یکشنبه ناوخته د سولې د ابتدايي تماس ګروپ یو وار بیا د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.

دغه  شورا په ټویټونو کې راغلي چې د دوی ناسته د وېډیو کنفرانس له لارې وه او د طالبانو له‌خوا هم د سیاسي کمېسیون او هم د بندیانو د چارو د کمېسیون غړي موجود وو.

د ملي امنیت شورا زیاتوي چې طالبان به د ریډ کراس نړیوالې کمېټې په مرسته خپله تخنیکي ډله کابل ته استوي او افغان حکومت به‌یې په بګرام کې کوربه وي څو د بندیانو د خلاصون په چارو کار وکړي.

له دې مخکې هم د مارچ په ۲۵ او ۲۲ د افغانستان د حکومت د سولې د ابتدایي تماس ډلې او د طالبانو استازو د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د امنیت شورا په پرونیو ټويټونو کې راغلي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې کابل ته د طالبانو د تخنیکي ټیم په رسېدو سره به نورې خبرې له نږدې وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بېګا ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل چې ښايي کابل ته د دوی د تلونکي پلاوي شمېر کم او په دوو راتلونکو ورځو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا «ای سي ار سي» په الوتکه کې کابل ته ولاړ شی.

طالبان وايي چې افغان حکومت دې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې د دوی تر پنځه زره بندیان خوشې کړي او خپل تخنیکي ټیم کابل ته استوي څو دا بندیان له نږدې وګوري.

وزارت مالیه:تېرودوواونیوکې عواید زیات شوي

کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ او د هېواد عواید یی کم کړي دي.

که نړيوال اقتصادي انځور کې خپل هېواد ته پام وکړو نو دا چې د افغانستان اقتصاد د نړۍ یا سیمې په اقتصاد کې د پام وړ ونډه نه لري، نو له دغه بحثونو څخه باندې پاتې و. بل لامل یې دا دی چې زمونږ د اقتصادي ودې د ځوړ عمده لاملونه داخلي دي.

د افغانستان د ماليې وزارت وایي د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر مالي کال په پرتله عواید له دوو میلیارد افغانیو ډېر کم شوي دي. د غه وزارت د شمېرو له مخې د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تیرمالي کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله شپږ سلنه عواید کم شوي دي.

د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي ډېر عواید د ګمرکونو کم شوي او وروسته د مالیې په برخه کې.

 هغه وایي د کرونا ویروس له امله بندرونه تړل شوي او  د سیاسي لانجې له امله په عوایدو کې کموالی راغلی دی.

 د مالیې وزارت ویاند وایي که دا ستونزې دوام وکړي نو ستونزمنه به وي چې دا وزارت د د بودیجې په برخه کې  ټاکلې موخې ته ورسیږي.

 په وروستیو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د هیواد ملي عواید راکمیږي.

  په کابل کې یو څیړنیز بنسټ وایي سږکال به یو میلیارد ډالر  د امریکا په مرستو کې او شل میلیارده افغانۍ د کرونا ویروس له امله د تېرکال په پرتله  په عوایدو کې کموالی راشي.

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ واستولې

کرونا و یروس د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ

که نړيوال اقتصادي انځور کې خپل هېواد ته پام وکړو نو دا چې د افغانستان اقتصاد د نړۍ یا سیمې په اقتصاد کې د پام وړ ونډه نه لري، نو له دغه بحثونو څخه باندې پاتې و. بل لامل یې دا دی چې زمونږ د اقتصادي ودې د ځوړ عمده لاملونه داخلي دي.

د ۲۰۱۴ کال څخه را په دېخوا پس له هغې له ستونزو سره مخ شوو کله چې مالي مرستې را کمې شوې، ګڼ شمېر نړېوال ځواکونه له هېواده ووتل، امنیتي وضیعت لازیات خراب شو. د دې ټولو ستونزو ترڅنګ د ولسمشرۍ ټاکنو د نتايجو پر سر شخړه او په پایله کې د ملي وحدت حکومت رامنځته شو چې د هېواد اقتصادي وضعیت باندې یې لازیات منفي اغېز وارد کړ.

همدا لامل دی چې د هېواد اقتصاد کوم چې باید زمونږه اړتیا سره سم ۵ یا له دې نه هم په زیاته سلنه وده کړې وی، پس له ډېرو هلو ځلو تېر کال ایله ۲.۹ سلنې ته ورسېده. له همدې ټیټې اقتصادي ودې له کبه په هېواد کې د بېوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوونکو سلنه له ۵۴٪ نه لوړه شو او د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنې ته لوړه شوه..

په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د سولې له تړون څخه وروسته دا هیله پېدا شوې وه چې د خصوصي سکتور ذهنیت به مثبت او ډاډ به بېرته ترلاسه شي او په هېواد کې به پانګه اچونه لوړه شي چې په پایله کې به اقتصادي ودې کې د پام وړ لوړوالی راشي. خو له بده مرغه، د کورونا وېروس خپرېدلو دغه فرصت ته زیان ورساوه.

د متحده عربي اماراتو دولت د سيمې یو شمېر هېوادونو سره د کرونا سره مبارزي لپاره مرسته وکړه

کرونا ویروس د نړۍ یو شمېر هېوادونه متاثره کړي دي. دغه وبا ورځ تر بله نور هم ګړندۍ کیږي او د پېښو شمیر زیاتیږي کرونا ویروس د نړۍ خلک او ملکونه هیران کړي دي  ډۍر هېوادونه د کرونا سره پوره په سمه توګه مبارزه نشي کولۍ او نه یی په سمه توګه مخنیوۍ کولۍشي. په دې لړ کې د متحده عربي اماراتو د کرونا سره د مبارزه کولو لپاره ګڼ شمۍر هۍوادونو سره مرستې د ستایلو وړ دي عربي اماراتو د مختلفو هۍوادونو سره مرستې کړي او لا هم دوام لري

متحده عربي امارات د انساني همدردۍ له وجې  ګڼ شمیر هېوادونو سره مرسته کوي تر څو د نړۍ د مخې کرونا ویروس له منځه ویسی .یاد هيواد په دې وروستیو کې ایران سره د کرونا ویروسو سره د مبارزې لپاره مرسته کړې او د طبي سامان یی د دوو طیارو په واسطه ایران ته استولي دي.

یاد هېواد یونان هېواد سره هم د کرونا ویروس سره مبارزې له امله مرسته کړې او طبي سامانونه یی ورته استولي دي. د یو راپور له مخې د عربي اماراتو دولت ۱۱ ټنه طبي سامانونه یونان ته استولۍ تر څو د کرونا سره مبارزې کې ورسره مرسته وکړي. د يونان دولت د دغه امدادي پیکج هر کلئ کړئ او د اماراتو د دولت مننه یی کړې.

د عربي اماراتود دولت د شام هېواد هم ندۍ هۍر. محمد بن زاید خپله د شام مشر بشارالاسد سره تلیفوني خبرې شوي.او هغه ته یی د کرونا سره د مبارزه کولو سپارښتنه کړې محمد بن زاید  بشارل اسد  سره د کرونا سره مبارزې کولو کې د مرستې په اړه هم خبرې وکړې. دواړو مشرانو کرونا سره په ګډه مبارزه کولو ټينګار وکړ.

د اماراتو حکومت د کرونا له وجې د سېمې هېوادونو سره د مرستې په لړ کې د سعودي عربستان بو وګړۍ او د هغه څوي د مریتونیا هیواد نه ابو ظهبي ته انتقال کړل دغه اقدام د یاد ملګري هېواد سره د انساني همدردۍ وجه شوۍ.

د یادونې وړده چې دعربي اماراتو حکومت د نورو هيوادونو په شمول څو ورځې وړاندې افغانستان سره هم مرسته وکړه د عربي اماراتو د دولت لخوا یو طباره طبي سامان افغانستان ته استول شوۍ او د روغتیا وزارت د اداری او مالي مرستیالې ډاکټر ماموسۍ ته  دغه سامان تسلیم کړل.