Month: مارچ 2020

  • Uncategorizedکرونا ویروس؛ازبکستان خپل سرحد افغانستان سره يو څه مودې لپاره وتړه

    کرونا ویروس؛ازبکستان خپل سرحد افغانستان سره يو څه مودې لپاره وتړه

    د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د حیرتان د سرحد مسؤلین وايي چې ازبکستان د کرونا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي…

  • Uncategorizedرونالډو د فوټبال په ډګر کې ۱۰۰۰  لوبې کړي

    رونالډو د فوټبال په ډګر کې ۱۰۰۰ لوبې کړي

    رونالدو د فوټبال په ډګر کې تر ټولو مخکښ او هوښیار لوبغاړی پيژندل کیږي ۳۵کلن کرېسټیانو رونالدو وایي، دا مې…

  • نړۍد کرکټ نوۍ انداز به څنګه وي ؟

    سریلانکا ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

    د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو په دریمه لوبه کې کوربه لوبډلې سریلانکا د شپږو منډو…

  • Uncategorizedامریکا له افغانستان سره کرونا مخنیوي لپاره کومک کوي

    ولسمشرغني سره د امریکا ولسمشر ټرمپ تلیفوني خبرې شوي

    ولسمشر اشرف غني‌ خبر ورکړ چې ډونالډ ټرمپ ورته تلیفون کړی او ډاډ یې ورکړی دی چې افغان دولت دا توان لري‌چې د سولي دپروسې مشري‌وکړي .  ولسمشر غني‌ د ښاغلي‌ ټرمپ‌ سره دخبرو په تړاو په داسي‌ وخت کې ټویټ ‌وکړ چې پر افغان حکومت د سولي ‌د پروسې د ګډوډولو تورونه پوري ‌شوي ‌دي‌. داشرف غني‌ مخالفین که په حکومت کې دننه دي‌او که بهر د حکومت پر دا پرېکړه نیوکې کوي‌چې (۵۰۰۰) طالب زندانیان به نه خوشي‌کوي . ولسمشر غني‌ سولي ‌د هوکړې یوه ورځ وروسته د رواني مارچ ماشتي پر لمړۍ نېټه وویل چې دطالب زندانیانو خوشي ‌کېدل د امریکا واک نه بلکه دافغان حکومت واک دی .‌ ښاغلي غني زیاته کړه: “د پنځه زره طالب بندیانو د ازادولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته،دا خبره مو په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې، دا مسئله د خبرو اجندا کېدی شي، خو مخکې شرط نشي کېدی.” دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه تړون لاسلیک شو چې د طالبانو په وینا د یاد تړون تر لاسلیک وروسته به د دغه ډلې ۵۰۰۰زندانیان د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شي چې په مقابل کې به یې ۱۰۰۰ افغان سرتیري هم د طالبانو لخوا ازاد شي. د طالبانو د قطر دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ خبریالانو سره خبرو کې د خپلو ۵۰۰۰ جنګیالو خوشي کول د یو شرط په توګه مطرح کړل او زیاته یې کړه که چیري د دوی یاد شمېر بندیان خوشي نشي بین الافغاني خبرې به پیل نشي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې بین الافغاني مذاکرات د مارچ پرلسمه پیل شي. خو ولسمشر غني وویل، که چیري د سولې خبرو په جریان کې باور رامنځته شي، طالب زندانیان به خوشي شي.خو ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خلک غواړي دا باور تر لاسه کړي چې خوشي کېدونکي طالبان بیا وسله نه پورته کوي

Back to top button