په هیل(لاچي) سره کولی شئ چې د سینې درد، د ستوني تکلیف او ټوخی لري کړئ
د سینې درد، ستوني یا د مرۍ خارښت او سوخت او وچ ټوخی هغه مریضیني دی، چې د ژمي په راتګ سره پیداکیږي. د هوا په بدولون سره وایروسي ناروغۍ او حساسیتي ناروغۍ رامنځته کېږي او زیاتره انسانان پرې اخته کېږي.
په ظاهره خو دا ناروغۍ ډېرې عادي ګڼل کېږي خو د اخته کېدلو سره سم ډېرې ستونزې پیدا کیږي. د مثال په ډول د اشتها ختمیدل، د خولې خوند خرابېدل، نا آرامي، او د ستوني درد او داسې. روغتیایي متخصیصین وایي، چې له دې ټولو ستونزو څخه د ځان خلاصون لپاره په کور کې له شتون توکو څخه ګټه اخیستلی او درملنه یې کولی شئ.
ا هم ولولئ | طالبانو نامطلوبو وګړو د ایستلو پرېکړه کړې
کار پوهان زیاتوي، د هیل په ژوولو سره یې تیل راوځي، چې د هاضمې د سیستم لپاره ډېر فایده مند دي او د ستوني یا د مرۍ ستونزې، ټوخی او د نورو مریضیو څخه د ځان ساتلو لپاره مهم او ډیر فایده مند دي.هر وګړی کولی شي چې د دې په کارولو سره خپل د پاسینیو مرضونوعلاج په ښه ډول وکړي اوتل د دغه ستونزو سره په اسانه توګه مبارزه وکړي. .
په یو کوچنی شین هیل کې څو داسې خواراکي توکي موجود دي، چې د روغتیا لپاره ډېر مرستندویه دي. د ټوخي څخه د ځان ساتلو لپاره لږه اندازه د هیل پوډر، لږه اندازه مالګه، یوه کاچوغه غوړي او نیمه کاچوغه شات. دا ټول به سره ګډ او وخورئ. د ټوخي په ورکیدولو کې ۱۰۰ سلنه فایده مند دي.
د وچ ټوخي ورکیدلو لپاره شنه هیل او لونګ سره ګډ او وخورئ نو ټوخی به مو له منځه لاړ شي. د ټوخي سره د سینې درد د آرامولو لپاره یوه برخه هیل او درې برخې بوره سره وټکوئ او بیا یې په ورځ کې درې ځلې یوه یوه کاچوغه له اوبو سره وخورئ، نو ښه پایله به تر لاسه کړئ