آزاد مطبوعات
په آزاده نړۍ کې آزاد مطبوعات د ديموکراسۍ د څلورمې ستنې په توګه پېژندل کيږي
د څلورمې ستنې دا ارزښت د مطبوعاتو له پيدايښت سره يو ځای رامنځته شوی دی او په ډېرو ټولنو کې آزادو مطبوعاتو د ديموکراسۍ د تحقق لپاره لاره هواره کړې او ډېرو زړورو او مېړنيو ژورنالستانو دې هدف ته د رسېدو لپاره سرونه قربان کړي دي.
نور ولولئ: د کومو هېوادونو وګړي د ټولنيزو رسنيو په کارولو زيات وخت تيري؟
زورواکي او ديکتاتور رژيمونه له لښکرونه دومره وېره نه لري لکه له آزادو مطبوعاتو څخه چې په وېره کې وي، همدا سبب دی چې د خپل واک په ساحه کې مطبوعات تر کنټرول او سانسور لاندې ساتي او اجازه نه ورکوي چې د داسې رژيمونو کرغېړنه څېره افشاء کړي.
د آزادو مطبوعاتو لاره اوس هم له خنډ او ځنډ نه ډکه ده او حتا ډېرې پرمختللې ټولنې يې هم په تمامه مانا زغم او تحمل نه لري
خو ننني تخنيک ډله ييزې رسنۍ د مطبوعاتو له واړه چوکاټ نه د نشراتو لوی چوکاټ ته اچولي دي، اوس يوازې ورځپاڼې او جريدې نه دي چې حکومتونه يې په مطبعو کې دننه سانسور کړي او په ستوني يې پښه کيږدي، اوس بريښنايي خپرونو د ملتونو پولې لاندې کړې او په ثانيه-ثانيه کې د دنيا له يوه سر نه بل سر ته رسيږي، خصوصا انټرنټ يوه داسې نوې وسيله ده چې په يوه وړه صدوقچه کې يې ټوله دنيا راغونډه کړې او له لويې نړۍ نه يې د اطلاعاتو او نشرياتو په ساحه کې يو وړوکی کور جوړ کړی دی.
نور ولولئ: په ټويټر اجتماعي رسنۍ کې کوم کسان ډېر تعقيبوونکي لري؟
د نشراتو دې پړاو ته رارسېدلو ډېر اوږد او ستونزمن مزل کړی او ډېرو آزادي غوښتونکو لېکوالو او خپرونکو په دې لار کې سرښندنې کړي دي.
په افغانستان کې د آزادو مطبوعاتو شاليد
په افغانستان کې د آزادو مطبوعاتو پيلامه ډېره جالبه او په زړه پورې ده، د افغانستان لومړنی اساسي قانون چې په ۱۳۰۱ لمريز کال کې نافذ شو. د افغانستان اتباعو ته اجازه ورکړه چې آزادې جريدې خپرې کړي او په آزادۍ خپل فکر څرګند کړي، ددې آزادۍ لپاره بايد د مطبوعاتو يو ځانګړی قانون جوړ شوی او نافذ شوی وای، خو د داسې قانون تر جوړيدو وړاندې علامه صلاح الدين سلجوقي د «ثروت» په نامه يوه نيمه رسمي جريده خپره کړه چې اقتصادي او تجارتي تګلاره يې درلوده.