Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه

د چمن پرلت ګډونوال: د پاکستان پوځ مو د ډیورنډ کرښې ته نږدې جایدادونه غصب کړي

په چمن کې پرلت کوونکي وايي، چې پاکستاني پوځ یې د پلار او نیکه جایدادونه غصب کړي دي

پاکستان له پرلت کوونکو سره هم ناوړه چلند کړی او پر دوی یې اکثره انټرنیټي او نورې شبکې هم بند کړي دي چې له دې امله دوی له ستونزو سره مخامخ دي.

د سویلي پښتونخوا په چمن کې د تېرو ۱۹ ورځو راهیسې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې پرلت دوام لري.

نور ولولئ: پاکستان د چمن پر پرلت کوونکو مخابراتي شبکې بند کړي

نور ولولئ:  له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو ضرب الاجل نږدې شوی، طالبان څومره تیاری لري؟

دغه پرلت کې هره ورځ زرګونه ځایي وګړي ګډون کوي او دوی وايي، ‌تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي پرلت به یې دوام لري.

ددوی مشر وايي چې:

د چمن د ځمکه‌والو د ټولنې مشر عبدالباري چې په دغه پرلت کې یې ګډون کړی وايي،‌ پاکستان هغه مهال پر دغه دروازه تګ راتګ محدودوي چې کله د کرنیزو محصولاتو د ټولولو وخت را نږدې شي.

همدارنګه نوموړی وايي،‌ د پاکستان د پوځ له لورې د ډیورنډ پر صفري کرښه د قبایلو پراخې پلرنۍ ځمکې یې غصب کړي.

نوموړی وايي:« د ډیورنډ دواړو لوریو ته زموږ د قبایلو زرګونه برمې دي، چې خلک یې په کرنه بوخت دي او زرګونه کورنۍ پرې ابادې دي. د چمن لوري ته زموږ پراخې ځمکې د پاکستان حکومت غصب کړې. موږ پر خپل پلرنۍ ځمکه د اوسېدو لپاره نه پرېږدي.»

دغه پرلت کوونکي وايي، د پاکستان له لورې د سویلي پښتونخوا ځايي اوسېدونکو ژوند او سوداګرۍ ته سخت زیان اوښتی دی.

دا پرلت به نور هم دوام کوي

دوی وايي، تر هغه به خپل پرلت ته دوام ورکوي چې د پاکستان حکومت خپله پرېکړه نه وي بدله کړې.

د سویلي پښتونخوا یو دیني عالم مولوي مصطفی وايي:«موږ دلته د پاسپورټ خلاف او د افغان کډوالو سره د روان ظلم په اړه ناست یو او موږ تر هغه خپل دغه مدني حرکت ته دوام ورکوو، چې دلته موږ مېشت پښتانه د پاکستان د حکومت د ظلم څخه وژغورو.»

د تېرو ۱۹ ورځو راهیسې د چمن زرګونو اوسېدونکو د پاکستان د حکومت د هغه پرېکړې په غبرګون کې چې پر سپین بولدک او چمن دروازه دې تګ راتګ په پاسپورت او ویزه ترسره کېږي، پرلت وهلی دی.

په تېرو ۱۸ ورځو کې د پرلت وهونکو او د پاکستان د حکومت له لوري د پرلت کوونکو د غوښتنې په اړه لیدنې هم تر سره شوې دي؛ خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button