د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ؛ دا ناروغي څه ډول ناروغي ده؟
د شکرې ناروغي اوس په نړۍ کې یوه خوره کېدونکي ناروغي ده چې ګڼ کسان ورباندې اخته دي
خو دا ناروغي په افغانستان کې هم په هغه کسانو کې ډېره ده چې عمرونه یې له څلوېښتو کلونو پورته دي، ځکه دلته په افغاني ټولنه کې حفظالصحې ته ډېر پام نه کېږي.
د شکرې، شوګر یا ډایابيټ ناروغي په ګرده نړۍ کې په زیاتېدو ده او زموږ په سيمه کې خو دومره ډېره شوې چې د چا خبره پخوا به دې له چا پوښتنه وکړه چې څنګه یې؟ وېل به یې شُکر دی، خو اوس چې له چا هم د حال پوښتنه کوې وایي، شوګر دی!
د روغتیا د نړیوالې ټولنې د شمېرو له مخې پر ډیابيټ د اخته کسانو شمېر په ۱۹۸۰ کې له ۱۰۸ میلیونو، په ۲۰۱۴ کې ۴۲۲ ملیونو ته لوړ شوی دی او په درسته نړۍ کې اته نيم سلنه خلک د شکرې ناروغان دي.
په بریتانیا کې له ۴۵-۵۴ کلنو خلکو کې هر لسم کس د شکرې ناروغ دی او له ۷۵ کلنی پورته بیا نژدې هر څلورم کس دا ناروغي لري.
نور ولولئ: په ژور خپګان اخته کسانو سره د مرستې کولو لارې چارې
نور ولولئ: په ورځ کې څو زره ګامه تګ روغتیا ته ډېره ګټه کوي؟
دا بيماري د پرمختللیو ملکونو پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې په چټکۍ زیاتېږي.
د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملې، د بډوډو یا ګوردو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وجه ده.
د شکرې پر ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه
د بنیادم په خېټه کې د معدې شا ته پنکریاز پروت دی چې د نورو انزایمونو او هارمونز تر څنګ انسولين هم جوړوي.
د انسان د خوړو ډېری برخه له هضم وروسته په کولمو کې په شوګر بدليږي چې لویه برخه یې د ګلوکوز په بڼه وينې ته جذب کيږي او د بدن ژونکې یا حجرې یې د انسولين په ذريعه د انرجۍ لپاره د سون توکي په توګه کاروي.
د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملې، د بډوډو یا ګوردو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وجه ده.
که چېرې دغه مهم هارمون یعنې انسولين نه جوړيږي او یا کار نه کوي نو بدن ګلوکوز د انرژۍ لپاره نه شي کارولی او په وينه کې یې کچه لوړېږي چې دې حالت ته د شکرې یا شوګر بيماري وایي.
په عام ډول د شکرې ناروغي دوه ډوله ده چې اول او دویم یا (ټایپ ۱) او (ټایپ ۲) ډایابيټ یې بولي.
په شکره اخته کسانو کې اټکل لس سلنه خلک په ټایپ ۱ او نوي سلنه بیا په ټایپ ۲ ډایابيټيز اخته دي.
دا بيماري د پرمختللیو ملکونو پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې په چټکۍ زیاتيږي.
ځينې میندې د امیدوارۍ په موده کې د شکرې لوړېدو سره مخامخېږي چې دې ته د مېندوارۍ ډایابيټ یا (ګېسټېشنل ډایابيټيز) وایي چې له زېږون وروسته بېرته نارمل حالت ته راستنيږي، خو په دوی کې د عامو خلکو پرتله پر ټایپ ۲ ډایابيټ د اخته کېدو خطر یو څه زیات وي.
ټایپ ۱ ډایابيټ
د شکرې دغه ډول په ماشومانو او ژڼيو کې پیدا کېږي.
دا یوه آټوامیون ناروغي ده چې د انسان بدن د پنکریاز د هغو ژونکیو یا حجرو پر ضد چې انسولين توليدوي انټي باډيز جوړوي اوهغه له کاره غورځوي، نو په دې ډول په بدن کې انسولين بيخي جوړيږي نه او د شکرې د کنټرول لپاره لازمه ده چې په پوستکي کې د پېچکارۍ یا پمپ په ذريعه انسولين واخيستل شي.
د دې ناروغۍ نښې په ورځو او اوونیو کې ځان جوتوي.
افغانستان کې د شکرې ناروغي ‘بې ساري ډول’ په ډېرېدو ده
“په تېره يوه لسيزه کې د شکرې ناروغي ۶۰ سلنه زياته شوې”
له شکر ناروغۍ د ساتنې لارې چارې
که په وخت یې درملنه و نه شي، په وينه کې زیاته شکره له متیازو سره وځي چې بدن د اوبو له سخت کمښت سره مخامخېږي، وينه تېزابي کېږي چې ‘ډایابيټېک کيټواسيډوسز’ یې بولي، انسان کوما ته ځي او د مرګ زیات خطر لري.
ټایپ ۲ ډایابيټ
د شکرې دغه عامه ناروغي عموماً په لویانو کې پېښيږي خو په تنکیو ځوانانو کې یې هم پېښې ثبت شوې دي.
دا هم د انسولين د کمښت یا د هغه په مقابل کې د بدن د مقاومت یا دواړو له وجې رامنخته کېږي، نو د درملنې لپاره یې هم داسې دارو درمل او ګولۍ ورکول کېږي چې د انسولين جوړيدل زیات او په مقابل کې یې د بدن مقاومت او حساسیت کم کړي.
د شکرې ناروغانو ته د پیچکارۍ له لارې انسولین ورکول کېږي
ډېری خلک به کلونه په ټایپ ۲ ډایابيټ اخته وي خو تشخيص به یې نه وي شوی او د بدن په غړیو کې به یې ستونزې رامنځته کړې وي ځکه پنکریاز لا هم څه نا څه انسولين جوړولی شي.
همدا لامل دی چې که څوک د شکرې مرض نښې ولري بایده دي چې له ډاکټر سره مشوره وکړي چې ناروغي یې پر وخت تشخيص شي او د بدن پر بېلا بېلو غړیو یې د ناوړه اغېزو مخه ونيول شي.
د شکرې ناروغۍ نښې نښالې
تنده یا زر زر تږي کېدل
د تشو بولو زیاتېدل
د ستومانۍ او ستړیا احساس
د وزن کمېدل
په سپوخس او غولنګونو کې خارښت او په فنګس اخته کېدل
د زخمونو زر نه رغېدل
په سترګو خړه یا د نظر کمېدل
د شکرې ناروغي څنګه تشخيص کېدلای شي
په نارمل حالت کې په تشو بولو کې شکره نه راوځي، خو که په وينه کې یې کچه لوړه شي، نو د متیازو یو ساده ټسټ یا معاینه یې په بولو کې د راوتو پته لګولای شي او په نهره یا هم له خوراک وروسته د وينې معاینه یې تشخيص کره کولای شي.
په وينه کې د (اېچ بي اې ون سي) په نامه یوه توکي کچه یې هم د تشخيص لپاره غوره کړای شوې ده.