په سویلې ولایتونو کې کروندګرو بېرته د کوکنارو کرلو ته مخه کړه
سره له دې چې د طالبانو امیر د کوکنارو کر-کیله منع اعلان کړي، خو کروندګرو یې بېرته کرلو ته مخه کړې ده
سیمهایزې سرچینې وايي، د تریاکو د بیو لوړېدو وروسته په هلمند، کندهار، ارزګان او فراه ولایتونو کې کروندهګرو یوځلې بیا د کوکنارو کرلو ته مخه کړې؛ خو طالبان د کوکنارو کرـ کیلې له منځه وړي او د ملا هبت الله له فرمان څخه سرغړوونکي بندیانوي.
هلمند چې د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله د تریاکو تولید په کې ډېر و، د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري د کوکنارو د کر او قاچاق د منعې له فرمان وروسته د تېرو نږدې دوه کالو پر مهال په کې د نشهیي توکو بیې خورا لوړې او کرـ کېله یې کمه شوې وه.
د هلمند په ځینو ولسوالیو کې د کوکنارو کر
ځینو سرچینو ویلي، د تېرو دوو میاشتو راهیسې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې کروندهګرو یوځلې بیا د نورو ولایتونو او سیمو پرتله ډېرو د کوکنارو کر ته مخه کړې.
دوی زیاتوي:« د تاریاکو قیمتونه لوړ شول په مارکېټ کې تریاک کم شوي او خلک مجبوره دي چې کوکنار وکري خلک یې په پټه کري. بزګران بله لاره نه لري ځکه طالبانو امر کړی دی، چې تریاک بند دي نور نو د بزګرانو په کیسه کې نه دي چې هغوی څه شی وخوري.»
نور ولولئ: د نشهيي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي
نور ولولئ: له افغانستانه د نشهیي توکو په قاچاق کې د ۲۱سلنه زیاتوالي په اړه د ایران اندېښنه
نور ولولئ: کورنیو چارو وزارت: د نشه یي توکو دوې کارخونې مو له منځه وړې
خو په دې ورستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاینونه پیل کړي دي.
د کوکنارو له منځه وړلو پرضد کمپاین
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د جنورۍ له ۱۵مې نیټې څخه د فبرورۍ تر ۱۴مې نیټې په هلمند، فراه، ارزګان، کندهار، ننګرهار، نیمروز، بلخ، لغمان، او بدخشان ولایتونو کې پر ۱۵۶۰ جریبه ځمکه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
په خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کېږي، چې په ډېره انداره کوکنار په هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې له منځه وړل شوي.
او ویلي یې دي چې د ملا هبت الله اخوندزاده له فرمان څخه د سرغړونې په تور یې ۲۲۱ کسان چې پر خپلو ځمکو یې کوکنار کرلي وو نیولي او بندیان کړي یې دي.
خو کروندګر وايي چې طالبانو دوی د کوکنارو د بدیل ورکولو ژمنې کړي وې، هغه ژمنې یې نه دي پوره کړي.