سیمه ییز خبرونه

مودي د هند په ټاکنو کې د صدراعظمۍ چوکۍ وګټله

په دغه ټاکنو کې ۱ میلیارد هندیانو برخه اخیستي وه او د مودي ګوند په کې زیاتې څوکۍ ګټلي دي

مودي بېګاه ناوخته په ټاکنو کې د خپل ګوند بي جي پي ګوند بریا اعلان کړه او له ټولو ګوندونو یې غوښتنه وکړه چې دده له پالیسو او ستراتژیو ملاتړ وکړي تر څو په راتلونکو کلونو کې هند ته لا ډېر کار وکړي.

دارنګه لومړی وزیر او د هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند (BJP) مشر نریندرا مودي د دغه هېواد په پارلمان کې د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د هند د ټاکنو پایلې سې‌شنبه د جون پر ۴مه د شپې ناوخته اعلان شوې چې د مودي په مشرۍ ملي ډیموکراټیک اتحاد وکړای شول د دغه هېواد په پارلمان کې له ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۹۳ څوکۍ وګټي.

له هندي ولس سره د نوموړي ژمنې

رویټرز راپور ورکړی چې مودي اوس د هند د نوي حکومت د جوړونې لپاره له خپلو متحدینو سره خبرې کوي.

ده په هند کې د ټولټاکنو د پایلو له اعلان وروسته خپلو پلویانو ته ژمنه ورکړې چې د صدراعظمۍ په خپله نوې دوره کې به ډېر زیات کار وکړي.

نور ولولئ: د هند لومړی وزیر: کشمیر د هند له خاورې سره په مدغم کېدو دی

نور ولولئ: د هند د خپلواکۍ ورځ؛ مودي مانیپور ایالت کې پر تاوتریخوالي خبرې کړي

د مودي بریا یوازې دوهم ځل دی چې یو هندي مشر د هیواد له لومړي وزیر جواهر لال نهرو وروسته یې د دریمې دورې لپاره واک د صدراعظمۍ څوکۍ ته ځان ورساوه. خو ورته مهال، په ۲۰۱۴ کال کې د هغه هندو ملتپال بهارتیه جنتا ګوند واک ته ورسید، په خپله یې اکثریت ترلاسه نه کړ، مثلاً ۲۴۰ څوکۍ یې وګټلې — چې د 2019 په ټاکنو کې د ۳۰۳ ګټلو په پرتله خورا لږې وې.

afghan (5)
په ټاکنو کې د مودي د ګوند خوشالي

د راهول ګاندي په مشرۍ د اپوزیسیون ګوندونو ایتلاف وکړای شول چې د دغه هېواد په پارلمان کې ۲۳۰ څوکۍ ځانکړې کړي.

مودي د ایتلاف په هڅه کې

مودي اوس د سیمه‌ییزو ګوندونو د یووالي په لټه کې دی چې له ده سره یې سیاسي وفاداري په تېرو کلونو کې ترینګلې شوې ده.

ټاکل شوې نن (چهارشنبه، جون ۵) د مودي په مشرۍ د هند ایتلاف په ډیلي کې راټول او د راتلونکي حکومت په اړه خبرې‌اترې وکړي.

تمه کېږي چې د مودي په بریا سره، ناهندو اقلیتونه چې د اپوزیسیون له ایتلاف یې ملاتړ کړی و، وار له مخه د حکومت د سخت دریځو پالیسیو نښه شي.

هند بېلابېلو نژادونو، مذهبونو او فکرونو، دارنګه په دیموکراسۍ کې بې ساری بلل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button