سات تيري

په ژوند سختې کې شیبې څه ډول راته اسانه کړو؟

ژوند اسانه، نه دی بلکې په سخت کار کولو او له ژوند سره د مبارزې هنر ژوند اسانه کوي

موږ ټول په ژوند کي له سختو ورځو څخه تیریږو، سخت حالت یا وخت د هر چا په ژوند کي راځي، خو له دې سره مبارزه کول په ژوند کي د بریالي کیدو د رازونو څخه یو د پام وړ راز دی، سخت حالت ستاسو څخه یو غښتلی او بریالی شخص جوړوي.

afghan 2024 07 09t104218.676
له ژوند سره مبارزه زده کړئ

ارواپوهان وايي، په ژوند کي سختي او کړېدلي ورځي ستاسو څخه د فزيکي او ذهني  اړخه غښتلی شخصيت جوړوي. څېړني ښيي، هغه اشخاص چي په ژوند کي د سختو او کړېدلو ورځو شاهدان وي، دوی د نورو سره په اړیکه، د ژوند څخه خوښ او په ژوند کي د نویو وړتیاوو څخه برخمن وي.

چيري، چي مبارزه نه وي، هلته پایښت شتون نه وي

ډېری وختونه بریالي اشخاص په ژوند کي د سختو ورځو څخه په بریالي توګه وتلي وي، د هوښیارو او ځيرکو شخصیتونو ژوند که مطالعه کړی، دوی اکثره د ډېرو کړاونو او کږلېچونو څخه تیر سوي وي او دوی په ژوند کي زیات بریالي وي، دوی په ژوند کي خورا زړه راښکونکي کیسي لري، یوه اصطلاح ده، چي وايي: هغه څه چي وژني مو نه، غښتلي کوي مو.

afghan 2024 07 09t104242.817
له ژوند سره مبارزه زده کړئ

اوس به پردي بخث وکړو، چي سخت وخت څنګه ستاسو څخه یو تکړه او بریالی شخصيت جوړوي:

۱: سختي ورځي تاسو په دي پوهوي، چي تاسو ته څه ارزښت لري

په ژوند کي سختي ورځي تاسو ته دا په ډاګه کوي، چي واقعآ تاسو ته کوم شی مهم او ارزښناک او کوم شی نه مهم او نه هم ارزښناک دی؟ ستاسو لومړیتوبونه کوم او څه شي دي؟ ستاسو کورني، ستاسو ملګري او که ستاسو مسلک؟.

نور ولولئ: هغه هنري اثر چې په ۱۳۹ میلیونه ډالر وپلورل شو

نور ولولئ: ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

نور ولولئ: آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د دندو ځای ونيسي؟

۲: سختي ورځي تاسو په دي پوهوي، چي دا د پروسي یوه برخه ده

بدي او کړېدلي ورځي په ژوند کي فرصتونه دي،خو ولي؟ دا ځکه چي دا هغه ورځي دي، چي تاسو بد په ښه څه ډول بدلوی.

۳: د بریالي کیدو خوند خوږ وي

بریالی کیدل هغه وخت په زړه پوري او تاند وي، چي تاسو د سختو مبارزو او ماتو څخه تیر سوي ياست او تاسو يي ډيره ستاینه ځکه کوی، چي د ناکامی خوند مو کتلی دی.

afghan 2024 07 09t110155.552
له ژوند سره مبارزه زده کړئ

چي څومره ډيره هڅه مو کړي وي، هغومره خوندوره او له جوشه ډکه پایله به ترلاسه کوی، په ژوند کي بریالی کیدل اسانه نه دي، خو کله چي بریالی سی، ډير زیات خوند لري او تاسو بي په ډيره ښه توګه نمانځی، ځکه هغه څه به مو ترلاسه کړي وي، چي تاسو غوښتل.

۴: تاسو ډیره خواخوږي کوی

خواخوږي ځان د نورو په پښو کي ایښودل دي، یاني په دي مانا، چي کله تاسو نور خلک وینی چي د سختو ورځو څخه تیریږي، تاسو د هغو د احساساتو څخه باخبره یاست، ځکه یو وخت تاسو هم په همدي حالت کي واست، تاسو په رښتیا هم ددوی په اړتیاوو پوهیږی، ځکه دا تاسو تجربه کړیدي او د هغوی په مقابل کي ستاسو خواخوږي د نوموړو اشخاصو د بریالي کيدو سبب ګرځي.

afghan 2024 07 09t104327.412
له ژوند سره مبارزه زده کړئ

هیڅ وخت د هوسا ژوند لپاره دعا مه کوئ، دعا وکړئ، ددې لپاره چي د سختو ورځو سره د مبارزي زغم او حوصله پیداکړی، ځکه مشکلات او سختي ورځي د ژوند یوه برخه ده. هغه خلک چي په ژوند کي يي لوړ او ژور تجربه کړي وي، دوی په ډيره ښه توګه د ژوند په مانا او مفهوم پوهیږي او دا يي درک کړي، چي ښه ژوند په څه ډول مخته یوسي.

۵: تاسو ډېر مثبت فکر کوی

بدي او سختي ورځي ارزښناک درسونه درکوي، دا ورځي تاسو مجبوروي چي هرڅه بیاځلي و ارزوی او لاسته يي راوړی، کله چي هرڅه لاسته راوړی، بیا په دي پوهیږی چي تاسو څنګه فکر کوی؟ ګلاس نیم تش دی او که نیم ډک؟ یاني تاسو ته يي په ډاګه کوي، چي منفي او مثبت فکرونه کول څه شي ته وايي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button