هند: تر نامالومې نېټې پاکستانۍ الوتکې د هند له هوايي حریم نه شي تېرېدلی

اړوند خبرونه:
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
هندي رسنیو خبر ورکړی چې هېواد یې خپل هوايي حریم د سوداګریزو او نظامي په ګډون د هر ډول پاکستاني الوتنو پر مخ تړلی دی.
هندي رسنیو پرون (چهارشنبې د ثور ۱۰مه) راپور ورکړی چې هیواد یې خپل هوايي حریم د اپریل له ۳۰ څخه د مې میاشتې تر ۲۳مې پورې د پاکستان لخوا ثبت شوي، او ټولو الوتنو لپاره تړلی.
دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې هند د کشمیر تر مرګوني برید وروسته، د سیند د اوبو تړون (۱۹۶۰) وځنډاوه، له پاکستان سره یې دوه اړخیزه سوداګري ودروله، او د اتاري-واګه سرحدي لارې بندولو سره سره یې د پاکستاني اتباعو ویزې هم لغوه کړې.
د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ اړیکې د اپریل د ۲۲مې نیټې له هغه برید راهیسې خرابې شوې چې په کشمیر کې یې ۲۶ سیلانیان ووژل. د نړۍ ګوټ ګوټ هېوادونو له نوي ډیلي او اسلام آباد څخه غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.
بلخوا پرون ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو چې هند به تر راتلونکو ۳۶ ساعتونو پر پاکستان برید وکړي او خبرداری یې ورکړی چې که هند برید وکړي د پاکستان له سخت غبرګون سره به مخ شي.