افغانستان

عبدالحق همکار: د افغانستان برښنا سکتور لا ډېر کار او ملاتړ غواړي

د افغانستان برښنا سکتور؛ د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار وايي، د برېښنا د تولید په برخه کې د تخنیکي ظرفیت لوړولو، تجهیزاتو برابرولو او د خدماتو د ښه کېدو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.

همکار دا څرګندونې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په همکارۍ د برېښنا شرکت د مرکزي او ولایتي واحدونو د جنراتورونو د تخنیکي کارکوونکو د پنځه‌ورځني روزنیز پروګرام په پای کې کړې دي.

د جنراتورونو د تخنیکي کارکوونکو روزنه

په دې روزنیز پروګرام کې کارکوونکو د ډیزلي جنراتورونو د سنکرون کولو، ولتاژ او فریکونسۍ د تنظیم، د فازونو د همغږۍ او د جنراتورونو د موازي نښلولو په اړه عملي او تخنیکي زده کړې ترلاسه کړې. د افغانستان برښنا سکتور لا ډېر کار او ملاتړ غواړي

د روزنې یوه برخه د بار وېش او د کنټرول او حفاظتي سیسټمونو د کارونې لپاره هم ځانګړې شوې وه.

د افغانستان برښنا سکتور ته تخنیکي ظرفیتونه مهم دي

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د برېښنا د تولید او خدماتو د دوام لپاره د مسلکي کارکوونکو روزنه او د اړینو تخنیکي وسایلو برابرول مهم دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي اګور ملګراټي ویلي، دوی به د برېښنا شرکت سره د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د روزنې تصدیق‌پاڼې هم ورکړل شوې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button