افغان کډوال

پاکستان کې افغان محصلان؛ بنو او سوات کې د طبي زده‌کړو او ستاژ د درولو امر شوی

افغان‌ناو: پاکستان کې افغان محصلان له نویو محدودیتونو سره مخ شوي؛ په بنو او سوات کې طبي بنسټونو افغان محصلانو او ډاکترانو ته د زده‌کړو او عملي روزنې د درولو امر کړی دی.

د پاکستان په بنو او سوات کې دوو طبي بنسټونو افغان طبي محصلانو او ډاکترانو ته امر کړی چې خپلې زده‌کړې او عملي روزنه ودروي.

پاکستان کې افغان محصلان تر دې وړاندې هم له ورته محدودیتونو سره مخ شوي وو. په پنجاب، اسلام‌اباد او بلوچستان کې هم د یو شمېر افغان طبي محصلانو د زده‌کړو د درولو او له پوهنتونونو د ایستلو پرېکړې شوې دي.

د پاکستان طبي شورا په سپټمبر کې اعلان کړی و چې هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د طب او غاښونو په څانګو کې زده‌کړې کوي یا تازه نوم‌لیکنه کوي، باید افغانستان ته ستانه شي. شورا دا اقدام د پاکستان د ملي تګلارو برخه بللې ده.

خو د لاهور لوړې محکمې د سپټمبر په ۱۸مه له طبي پوهنځیو څخه د څه باندې ۱۰۰ افغان محصلانو د ایستلو بهیر تر بلې محکمې پورې ځنډولی و.

پاکستان کې افغان محصلان؛ بنو او سوات کې نوي محدودیتونه

په سوات کې د مرکزي روغتون د طبي مسؤلیتونو د څارونکي له‌خوا په صادر شوي حکم کې ویل شوي چې په طبي تعلیمي انستیتیوت او مرکزي روغتون کې افغان ډاکتران باید خپله روزنه ودروي او له لیلیو ووځي. پاکستان کې افغان محصلان پاکستان کې افغان محصلان

په دغه حکم کې د شپږو افغان ډاکترانو نومونه یاد شوي دي.

د سیدو طبي پوهنځي ادارې هم هغو افغان محصلانو او طبي فارغانو ته د زده‌کړو او تخصص د دورې د پرېښودو امر کړی چې قانوني اسناد یا نور رسمي شرایط یې بشپړ نه دي.

د دې پرېکړې له مخې، د طب لس افغان محصلان اړ شوي چې خپل تحصیلي اسناد واخلي، پوهنځی پرېږدي او له لیلیو ووځي. په دغو محصلانو کې څو نجونې هم شاملې دي.

د بنو طبي پوهنځي ادارې هم د عملي روزنې یا ستاژ په دوره کې د افغان ډاکترانو د روزنې د سمدستي درولو پرېکړه کړې، خو د اغېزمنو کسانو شمېر نه دی په ډاګه شوی.

د افغان محصلانو او ډاکترانو غبرګون

په پاکستان کې د افغان محصلانو د ټولنې مشر صدیق شریعتي وایي، د اکټوبر په ۱۰مه د پاکستان د صدراعظم دفتر پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې تر بل حکم پورې نویو افغان محصلانو ته داخله ورنه کړي.

د هغه په وینا، د طب افغان محصلان د هاوس‌جاب یا ستاژ او تخصص په برخو کې هم له محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د پاکستان کې افغان محصلان د وضعیت په تړاو د ډاکترانو یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایالتي ډاکترانو ټولنې او «ملګري ډاکتران» سازمان دغه اقدامات غندلي او له چارواکو یې غوښتي چې پر خپلو پرېکړو بیا غور وکړي.

«ملګري ډاکتران» سازمان ویلي، افغان طبي فارغانو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپله عملي روزنه بشپړه کړي. د دغه سازمان په وینا، د روزنې درول د هغو ځوانو ډاکترانو مسلکي راتلونکی اغېزمنولی شي چې کلونه یې طبي زده‌کړې کړې دي.

دغو بنسټونو غوښتنه کړې چې موضوع دې د بشري ملاحظاتو او مسلکي اخلاقو له مخې وڅېړل شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button