ولې دځينو پلګونو نوکې درې وي؟

ولې دځينو پلګونو نوکې درې وي.تاسوبه لېدلي وي، چې د برق په سویچ یا پلګ کې دوه نوکې وي، چې بېخي ساده لامل لري، یعنې یوې یې ګرم تار (کرنټ) او بل یې یخ تار نیوټرل نومېږي. کله چې سویچ یا پلګ ولګول شي، نو د ګرم او یخ تار په سبب یې سرکټ بشپړېږي او د برښنا د حرکت لامل یې ګرځي،

بلخوابیا کله چې یې یو تار هم لېري یا پرې شي، نو سرکټ یې له کاره لوېږي او د برښنا حرکت یې له خنډ سره مخ کېږي.تر دې ځایه خو به پوه شوي یئ، خو ځینې داسې سویچونه یا پلګونه هم شته دی، چې د دریو نوکو درلودونکی وي او همدغه دریمه نوکه دغه پوښتنه راولاړوي، چې آخر دا دریمه نوکه د کومې موخې لپاره استعمالېږي د ذکر شوې پوښتنې ځواب ډېر آسانه ده او هغه دا چې که چېرته د دوو تارو لرونکی سویچ یا په بله وینا په سویچ کې موجوده برښنا مو ونیسي یا جټکه راکړي،

یاد سرکټ د بشپړېدو په سبب موږ ته دومره په سختۍ سره جټکه راکولی شي،چې د مړینې لامل مو هم ګرځېدلی شي. دغه راز که چېرته په اصلي تار کې په دومره اندازه برښنا لاړه شي، چې هغه یې د رسولو وړتیا ونه لري، نو د کورونو یاهم د شیانو د سوځېدو یا د اور د لګېدو خطر ډېرولی شي.

ویل کېږي،د همدې خطر په نظر کې د نېولو سره په سویچونو یا پلګونو کې دریمه نوکه یا تار هم لګول کېږي او په ځینو حالاتو کې دریم تار په ځمکه کې تېرېږي چې د ډېرې برښنا په صورت کې دغه تار خپله دنده ترسره کوي او اضافي برښنا د ځمکې په لور کشوي او د کور شیان له سوځېدو یا د اور له لګېدو څخه مخنیوى کوي.

همدا راز که چېرته مو برښنا ونیسي نو دغه تار بیا خپله دنده ترسره کوي او د برښنا د خطر مخنیوى کوي او د انساني ژوند د خونديتوب لامل ګرځي.هیله ده چې پورتنۍ لیکنه به مو په غور سره لوستي وي او د سویچونو یا پلګونو د اخیستلو پر وخت به ذکر شوي ټکي در یاد شي.

افغانستان کې د کرونا تازه حال

افغانستان کې د کرونا تازه حال دصحت عامې وزارت پرون پنجشنبه د ليندۍ ٢٠ نيټه چې د روان زیږدیز کال د ډسمبر له ١٠ نيټې سره برابره ده خوري په هيواد کې د کرونا ويروس ١٤٠١ مشکوکې پيښي آزمايل شوي چې له جملې يې ٢١٣ مثبتي پېښې رامنځته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په وينا، په تيرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨ تنو د کرونا ويروس له امله خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٧١ نور ترې رغيدلې.د تازه پيښو سره په هيواد کې د کويډ-١٩ ناروغانو شمير ٤٨ زره او ٧٥٣ ته رسيږي.په تيره يوه شپه او ورځ کې د تازه پيښو له جملې ٣٤ په کابل، ٣٠ په هرات، ٥ په کندهار، ١٤ پېښې ثبت شوي.همداراز په بلخ، ٤ په ننګرهار، ١٠ په پکتيا، ٧ په باميان، ٢٢ په بغلان، ١٦ په پروان، ١ په نيمروز، ١٢ په دايکندي، ١٢ په لوګر، ٨ په هلمند، ٧

ددې نه پرته په لغمان، ١ په غور، ٨ په کنړ، ٢١ په کاپيسا، او ٢ په زابل ولايتونو کې ثبت شوي.د یادولو وړ ده چې لا هم احتمال شته چې یو ځل بیا په افغانستان کې مثبتې پېښې نتېزې شي او ډېر خلک به د دې له امله نور هم مړه شي.

په افغانستان کې د کوېډ ١٩.ناروغی څخه د مړو شويو کسانو شمير ١٩٣٩ تنه او هغه چې بيرته ترى رغيدلې شمير يې ٣٨ زره او ٢٢١ تنو ته رسيږي.د هېواد روغتیا وزارت په دې اړه نوې غونډه نیولې او د دویمې چپې لپاره چمتووالی د نیولو په اړه پلانونه ارزیابي کړي .د دغه وزارت چارواکي وايي چې هڅه کوي چې د کرونا مخنیوی لپاره تول اقدامات وخت د سره وکړي.

افغانستان کې د کرونا تازه حال
افغانستان کې د کرونا تازه حال

د یادولووړ ده چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمير تر ٦٨ ميليونو او ٩٥٦ تنو ته رسيږى چې له جملي يې يو ميليون او ٥٧٠ زرو خپل ژوند دلاسه ورکړي او ټوله نړی کې تر ټولوزیات شمیر ېې لا هم په امریکا کې دی. او وخت سره سره نور هم زیاتیږي او له امله ېې هیواد په زرګونو کسانژوند د لاسه ورکوي.

د واټساپ نمبرڅنګه بدل کړو، چې ډاټا مو هم ضایع نشي؟

دواټساپ نمبرڅنګه بدل کړو، چې ډاټا مو هم ضایع نشي؟دوټساپ ډېرى استفاده کونکو ته ښايي دا معلومات نه وي، چې وټساپ څه وخت مخکې يو داسې بدلون په دې اپليکېشن کې راوستى و، چې که تاسې غواړئ چې د وټساپ شمېره مو بدله کړئ، نو چېټ (Massages)، شمېرې او نوره ټوله ډاټا مو لرې نشي.

ددې ادارې د راپور لع مخې ، د دوى دا ځانګړنه د انډرويډ او ايفون دواړو موبايلونو کې کار کوي.د دې لپاره بايد څه وکړو؟ټولو نه لومړی په ځيرک موبايل کې وټساپ راخلاص کړئ. له هغه وروسته په پروفايل کې د سيټنګز مينيو راخلاصه کړئ، بيا د اکاونټ اپشن ته لاړ شئ او هلته په (Change Number) باندې کليک وکړئ.له دې وروسته بيا په نکسټ کليک وکړئ او هلته د خپلې پخوانۍ شمېرې تر څنګ نوې شمېره هم ورزياته کړئ.

دغهآپ به ستاسې نوې شمېره تاييد کړي او بيا به د پخوانۍ شمېرې پر ځاى ستاسې دا نوې شمېره راشي.کله چې ستاسې د موبايل شمېره بدله شي، نو له هغه وروسته ټولو نورو شمېرو او ګروپونو ته هم ستاسې نوې شمېره ورزياته شي او خلک به پوه شي چې تاسې خپله شمېره بدله کړه.

په دې ډول تاسې کولاى شئ چې خپل ټول پېغامونه يا له خلکو سره مو چې کوم ميسجونه کړي دي، ټول فايلونه، چې تاسې چاته لېږلي يا يې درته رالېږلي او نور هر څه خوندي پاتې شي او هېڅ شى هم ډيليټ نه شي.دې سره به تاسو وکولی شی چې مښکیني ډاټا ته لاسرسی ولری او په دغه اړه معلومات له ځانه سره ولری

د واټساپ نمبرڅنګه بدل کړو، چې ډاټا مو هم ضایع نشي؟
د واټساپ نمبرڅنګه بدل کړو، چې ډاټا مو هم ضایع نشي؟

هیره دې نه وي چې واټساپ په نړۍ کې يو له زياتو کاروونکو اپليکېشنونو څخه دى، چې ويل کېږي په ټوله نړۍ کې شاوخوا ٢ ميليارده کسان يې کاروي او په ځانګړې توګه د پېغام رسونې يا له خلکو سره د اړيکو په برخه کې تر ټولو زيات له همدې اپليکېشن څخه کار اخيستل کېږي.زیات شمېر خلک د دغې آپ نه کار اخلي او ډېری خلک ېې د خپلو کاروبارونو لپاره هم استفاده کوي.

جينوا كنفرانس:افغان حکومت سره د نړیولو مرستې

جینیوا کې د افغانستان د رفا او ځان بساینې په نوم رابلل شوي کنفرانس کې د نړۍ ډېری هیوادونو له افغان حکومت سره میلیاردونه ډالر کومک اعلان کړ.د دې نه وړاندې ویل کېدل چې ښايي دغه کومک ونشي لامل ېې د فساد سره مبارزه نه کول یاد شوی وو.

شمروز خان مسجدي چې دمالیې وزارتویاند دی په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې د جینیوا کنفرانس په ناسته کې اروپايي اتحادیې، پاکستان، جاپان، هند، ایټالیا، انګلستان، اسټرالیاډنمارک، ناروې او یو شمېر نورو هیوادونو په کلني ډول او یا هم د مرستو په څلور کلن پروګرام کې له حکومت سره د مرستو اعلان کړی.دهغه په خبره، که څه هم تمه ده چې د غونډې په دوام د امریکا او سعودي په ګډون یو شمېرمهم هیوادونه او د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک په ګډون یو شمېر مهم بنسټونه مرستې اعلان کړي؛

خو تر اوسه له حکومت سره د شویو مرستو اندازه شپږ میلیارد ډالرو ته رسېدلې.دغه مرستې داسې مهال اعلانېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د افغان سولې خبرې هم پیل شوې.

داسې ګمان کېده چې نړیوال به نور له حکومت سره مرستې ونکړي او شوې مرستې به د هیواد په سوله او ثبات پورې وتړي؛ خو داځل هم د ۲۰۱۶ کال د جینوا کنفرانس په اړه مرستې اعلان شوې.او لا هم تمه کیږي چې مرستې نورې هم زیاتې شي ویل کیږي چې د نړیوال بانک او امریکا لخوا لا هم د مرستو اعلان ندی شوی.

د جېنيوا کنفرانس کې د مرسته کوونکو هيوادونو له توقع څخه لوړو مرستو لپاره، له ټولو هيوادونو څخه مننه کړې او سوشل میډیا کې په دې اړه ویلي چې د جینیوا کنفرانس پخپل ځان کې د افغانستان لپاره له سیاسي پلوه یوه بې ساري لاسته راوړنه ده.دويي پر حکومت ږغ کړی. چې د تېر ځل څخه په تفاوت دا ځل ټولي مرسته شوي پيسې په پرمختيايي چارو کې په شفاف ډول مصرف کړي؛ د فساد او څو مشخصو کسانو جېبونو ته د تللو مخه يې ونيسي.
.

افغان سندرغاړې اریانا سعیدپه کرونا ویروس اخته شوې ده

افغان سندرغاړې اریانا سعیدپه کرونا ویروس اخته شوې ده نړۍ د کرونا ناروغي د دویمې څپې انتظار کوي او په دې اړهافغانستان کې هم اندېښنې موجودې دي ځکه د پخوا په پرتله په ورځني ډول سره یوځل بیا د کرونا مثبتې پیښې ډېرې شوي.

د هېواد مشهوره ښځینه سندرغاړي په کرونا اخته سوې او ویل کیږي چې ځان ګوښی قرنطین کړی تراوسه دا نه دي ویل سوي چې د هغې روغتیايي حالت څنګه دیتر اوسه په ټوله نړۍ کې څه کم ۴۴ میلیونه انسانان په کرونا ناروغي مبتلا سوي چې له جملې څخه يې تراوسه تر ۱۱لکو زیات کسان وژلي دي او د دې ناروغي د مبتلایانو او وژل سویو شمېر هر ساعت مخ پر زیاتیدو دی تراوسه پوري د نړۍ هیڅ هېواد نه دی توانیدلی چې د کرونا ضد واکسین یاهم کوم درمل جوړکړي او لا هم هڅې روانې دي.

نور خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

د کرونا ناروغۍ د میلیونونو کسانو تر مبتلا کیدو وروسته د دې ناروغي د دویمې څپې راتلو اندېنښنې زیاتي کړي او داسې فکر کیږي چې د کرونا دویمه څپه به هم خطرناکه او زیات کسان به ووژنيافغانستان کې له کرونا سره لاهم خلک عادي او بې ویري ژوند کوي خو اټکل کیږي چې د ژمي په یخه هوا کې کچیري د دې ناروغۍ پروان ونه سي نو دا ناروغي به زیات ځاني زیان واړوي

په افغانستان کې تر قرنطین وروسته پوهنتونونه او ښوونځۍ پیل سوې خوتراوسه له زده کړه ییز ډګر داسې خطرناکه خبر نه دی ورکول سویدا چې په نړۍ کې په کرونان ناروغۍ ۴۴ میلیونه انسانان اخته دي تراوسه له دې جملې څخه تر ۳۲ میلیونه زیات انسانان جوړ سوي هم دي

د اریانا سعید انځور

  1. افغان سندرغاړې اریانا سعیدپه کرونا ویروس اخته شوې ده

د امریکا یوه شرکت تیره اونۍ اعلان وکړ چې د کویډ ۱۹ لپاره یې یو ډول درمل تاید کړي د دوی په وینا مخکې له دې چې دا درمل تائید سی څو ځله ازمویل سوي او پایلې يې مثبتې وې اوسمهال ډېری ملکونه د کرونا ویروس لپاره واکسین یا دوا جوړه وي او کوشش کوي چې ژر تر ژره ېې بازار ته هم وړاندې کړي او نورو ملکونو ته ېې هم د استفادې لپاره انتقال کړي.تر څو د مثبتو پېښو والا ناروغان ژر تر ژره جوړ شي او د کرونا د نور خپرېدو مخنیوی وشي.

د خپلمنځي خبرو د تماس ډلو ناستې لاهم بې نتیجې دي

د خپلمنځي خبرو د تماس ډلو ناستې لاهم بې نتیجې دي دوحه کې لاهم د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبان د تماس ټیمونو غونډې بې نتیجې پای ته رسیږي او پر اختلافي ټکو دواړې خواوې هوکړې ته ندي رسېدلي خو ملابرادر بیا له قطري چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

په دې اړه سرچینی وايي چې د طالبانو د قظر ډلې مرستیا عبدالغني برادر د قطر هېواد مرستیال لومړي وزیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره لیدليمحمد نعیم وردګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي چې ملا برادر له دې چارواکو سره د امریکا سره د سولې هوکړې پر پوره پلې کیدو او د افغانانو د خپل منځي خبرو په هکله غږیدلی طالبان د سولې هو کړي د پوره عملي کیدو خبره کوي خو په افغانستان کې دا ډله هره ورځ خپله هوکړه د افغانستان پر خلکو، او ځواکونو په بریدونو کولو سره سر غړونه او خلاف ېې کوي.

یاده ډله امریکا سره شوی توافق کې ویلي چې پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي او د بهرنیو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکي پرې کو، خو اوس مهال طالبان هم له بهرنیو ترهګرو سره اړیکي پالي او هم د افغانستان پر لویو ښارونو بریدونه کوي چې هلته تر ډېره بریده ملکیانو ته زیان رسیږي او دويي به پوره پوره په هوکړې عمل کوي.

له همدې امله امریکا هم پر طالبانو په غوصه ده او ویلي يې دي چې لا به هم پر طالبانو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي د امریکا پوځ تیره ورځ په یوه بیان کې وویل چې طالبان خپلو سرغړونو ته دوام ورکوي ځکه نو به هم پرې خپل بریدونه جارې وساتی هغوی ویلي چې کله د طالبانو په مقابل کې د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس طالبانو په هلمند او فرا کې پر افغان ځواکونو باندې حملې وکړې چې دوی يې یوازي دفاع ته ورغلي دی

لګیت د هلمند جګړې ته په اشارې وویل چې ټولې نړۍ ولیدل چې طالبانو هلمند کې زرګونه کسان بې کوره، او لګسونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ځکه نو موږ د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلو او دا همکاري به د دوحې د دوه اړخیزه اعلامیې پر بنټ دوام ولري اوس باید دواړه لورې ژر تر ژره پر اوربند باندې سره په توافق ورسیږي او سولې خبرو ته دوام ورکړي تر ځو ورور وېنه ختمه شي.

ګلبدین حكمتياراسلام اباد ته ورسېد

ګلبدین حكمتيار پاکستان ته ورسېد  د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» د پاکستان په رسمي بلنه په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد.نوموړي سره د دغه حزب نور غړي هم په دغه سفر کې ملتیا کوي.

ګلبدین حکمتیاراسلام اباد ته د سفر په مهال په هوایي ډګر کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د سولې له پيغام سره پاکستان ته زي تمه لري چې سفر به یې اغېزناک او ښې نتیجې ولري .د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی «صادق خان» وایي، حکمتیار به د روانې میلادي میاشتې له ۱۹-۲۱ پورې په اسلام اباد کې وي او هلته به د پاکستان له لومړي وزیر، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او د مشرانو جرګې له مشر سره وګوري او د ستراتيژیکو مطالعاتو په  مرکز کې به وینا هم واوروي.وکړي.

ژورنالست طاهر خان په دې اړه لیکي، چې اسلام اباد ته د سفر په مهال به حکمتیار له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې پروسې په اړه وغږېږي.ورته مهال داسې راپورونه هم شته چې ښيي حکمتیار به له اسلام اباد وروسته دوحې ته ځي او د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو او چارواکو سره به وګوري.دښاغلي حکمتیار سفر داسې مهال دی چې په دوحه کې د طالبانو او د کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې روانې دي

او تر څنګ یې د دوحې د تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پیل شوې.تېره شپه د کونړ ولایت پر مرورې ولسوالۍ د پاکستان پوځ یو ځل بیا راکټي حملې کړي. بلخوا بیا د کونړ ولایتي چارواکي وایي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ په مرورې ولسوالۍ ١٦ فیره راکټ مرمۍ ویشتلي.له دغې راکټي مرمیو یوه د ترخو اوبو په سیمه کې په یوه کور کې لګېدلې، چې یوه ماشومه نجلۍ په کې شهیده شوې او د مور په ګډون یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

دا لږمړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاورې تېری کوي او په ولسونو یې راکېټونه توغوي، تر دې درې میاشتې وړاندې هم پاکستان د کونړ پر ډیورنډ فرضي کرښې پرتو ولسوالیو او مرکز اسعد اباد راکټي بریدونه وکړل. چې ٨ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان شول.

په ورته مهال د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم نن سفر کوي، اسلام اباد ته په سفر تللی. او هلته به د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، د پاکستان ولسمشر او پوځي لوړ پوړو چارواکو سره وویني. او د سولې راونو کوششونو او په ديورنډ کرښه دا ډول پېښو د مخنیوي یادوري به هم د پاکستان اعلی چارواکو سره کوي.

د سولې خبرو سره سره جګړه هم دوام لري

د سولې خبرو سره سره جګړه هم دوام لري د یو میاشت راهیسې افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې په دې نه دي سره جوړ شوي چې د خبرو لومړی پړاو پيل کړي.خو لا هم جګړه هېواد کې روانه ده.

د دولت او طالبانو د مذاکراتو ډلو ترما بین یوه میاشت دمخه د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړه د پای ته رسیدو په موخه د سولې خبرې پیل شوې ، خو دا خبرې اترې بيخي ورو او له خنډ سره مخ دي.د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د سپټمبر په ۱۲ مه د قطري په پلازمېنه دوحه کې  پیل شوې او دا دی پوره يوه میاشت ووته خو لا هم دواړه لوري د خبرو په طرزالعمل نه دي سره موافق شوي.

یو طرف د سولي خبرو ورو له خنډ او ځنډ سره مخ دي خو له بله پلوه بيا په افغانستان کې جګړې سخت زور نيولی دی.هره ورځ د افغانستان په څه باندي ۲۹ ولايتو کې جګړه روانه ده.همدا اوس د هلمند په مرکز لشکر ګاه ښار کې درنه جګړه روانه ده.عام ولس له جګړي سخت ستړی او له داوړه لوريو څخه غواړي چې جنګ بس کړي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې روان ناورين، ۴۳ کلنې جګړې، خراب اقتصادي حالت ، بې روزګارۍ او ګڼو نورو ستونزو افغانان سخت ګړولي او له ژوند څخه يې بيرازي کړي.د افغانستان د خلکو تر ټولو ستونزه او انساني ناورين روانه جګړه ده چې هره ورځ په سل ګونو افغانان پکې شهيدان ، معلول، معيوب او زخمي کيږي.

دا هم باید یاد شي چې عام ولس له جګړې سخت ستړی دی د جنګ له ټولو لوريو څخه يې په وار، وار غوښتي چې د خدای لپاره جګړه بس کړی.د هغوی په خبره موږ هم انسانان يو د ژوند کولو حق لرو ، ددې حق لرو چې چې ارامه ، سوکاله ژوند وکړو. ددې حق لرو چې علم ، پوهه او د ژوند نور هنرونه زده کړو.

دوحه: څو ورځي ځنډ وروسته یو ځل بیا د دواړو ټیمونو د تماس ډلو د خپلمنځي مزاکراتو په اړه خبرې کړي

تر دې دمه په افغانانو رحم نه دی کړی بلکي خپل ټول جنګي پلانونه يې په همدې ځای کې پلي کړي دي، له افغانستان څخه د نړۍ جنګ میدان جوړ شوی دی.او هره ورځ پکې لسګونه کسان مري په دې اړه دولت ویلي چې مونږ به دې لپاره جدي اقرامات وکړو. تر څو افغانان په امن او امان کې ژوند وکړي.

د کورنیو چارو وزیر:پولیس به نور په  مجرمینو او غلو هېڅ رحم ونه کړي

د کورنیو چارو وزیر : پولیس به نور په مجرمینو او غلو هېڅ رحم ونه کړي .کابل او یو شمېر لویو ښارو کې، د غلاوو، هدفي وژنو او جنایي پېښو ډېرېدو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د کابل پولیسو ته حکم کړی چې له دې وروسته دې پرغلو او مجرمینو هېڅ رحم ونکړی

د کورنیو چارو وزیرتیره شپه کابل ښار امنیتي حوزو نه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د کابل امنیتي وضعیت باید بدلون وکړي او د همدې لپاره باید پر مجرمینو او غلو نور هېڅ رحم ونه شي.مسعود اندرابي پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو کولو اجازه ورکړې او وایي، مجرمین نه باید په کابل ښار کې ازاد تګ را تګ وکړي، که مو چې ولیدل ډزې پرې وکړﺉ او ویې ولی.

د دغه وزارت سرپرست داسې مهال د کابل پولیسو ته پر مجرمینو د ډزو کولو اجازه ورکوي، چې تر بل هر وخت په پلازمېنه کې د هدفي وژنو، غلاوو او جنایي پېښو شمېر اوج ته رسېدلی.او هره ورځ په سلګونه کسانو څخه غلوې لا هم کیږي.اوسمهال باید پولیس په دې اړه جدي اقدامونه وکړي تر څو د کابل خلکو او ښاریانو امنیت ټینګ شي. اودويي په سمه توګه سا تنه وشي.

له کابل وروسته په هرات او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم وسله والې وژنې او غلاوې زیاتې شوي دي، غله د یو مبایل لپاره ځوانان په مرګ ګواښي او زیات ځوانان یې وژلي هم دي. روانه اوونۍ په کابل ښار کې وسله والو غلو وژنې هم زیاتې کړي.او د عامو وګړو ترڅنګ نور رسمي خلک هم وژني اوځیني ان ترور کوي هم اوس باید دولت دې لپاره کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی د غلوو او جنایي جرمونو تورنو کسانو د نیولو په هڅو کې دي او د غلو او هدفي وژنو د وسله والو شبکو ډېر غړي یې نیولي هم دي.او لا هم سرچ عملیات روان دی او دويي کوشش کوي چې نور هم ونیسي.دويي دا هځه هم کوي چې ترور شوي کسان بېرته خپلو کورونو او فامیلونو ته راستانه شي تر څو د دويي خفګان کم شي. او په خوشالی خپل ژوند تېر کړي.

قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي

قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي دننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ قومي مشرانو لاریون وکړ او دولت ته یې خبرداری ورکړ چې که په ولسوالۍ کې امنیت ښه نه شو نو دوی به خپله وسلې ته لاس کړي او د ځان د امنيت لپاره ګوټلي اقدامات وکړي.

دغه مشران تور پوري کړ چې د ولسوالۍ امنيتي چارواکي په قاچاق او ورانکارۍ کې لاس لري.دا د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ قومي مشران او د تورخم – جلال اباد په لویه لاره د مارکو بازار سوداګر دي چې د لاریون لپاره ولایتي شورا ته راغلي دي. دوی وايي هدفي وژنې ، لوټمارۍ او ډيري ځورونې تر سره شوي دي.
په مارکو بازار کې د پیسو د بدلولو( صرافانو) مشر وايي چې په مارکو بازار کې هره ورځ ځينې غله د دولتي یونیفورم او نومونو په کارولو سره طرافان لوټي اونوری غلا هم ترینه کوی.

دويي وايي چې د غني خېلو ولسوالۍ له شپږو میاشتو راپدیخوا د پولیسو امنيه قومندان نه لري او په ولسږالۍ کې د امنيت چاري ټیټ پوړي پوليس افسران فعالیت کوي. دوی وايي په ولسوالۍ کې ځینې خلک په رشوت او بډو کې دخیل دي او ولسوال یې بې کفایته دی. دوی خبرداری ورکړ چې که د حکومت بې پروايي همداسې دوام وکړي ، نو وسلې به پورته کړي.

بلخوا بيا د ننگرهارد والي ویاندعطاالله خوګیاڼړي تایید کړه چې په شینوارو کې ناامني زیاته شوې ده. هغه وویل چې د سولې د خبرو له پیل راهیسې ، طالبان په مختلف ډولونو خپل تاوتریخوالی ته زور ورکړی ترڅو په حکومت فشار راوړي.او د هغويي غوښتنې ومني خو که چېرې د دويي غوښتنې ونه منل شي نو داسې تاوتریخوالی به لا هم دوام وکړي او اوربند ته به هم لارې بندې شي.

د یادونې وړ ده چې د غني خيلو قومي مشران له هغه وروسته لاريون کوي او حکومت ته ګواښ کوي چې د تيرې شنبې په ورځ ددې ولسوالۍ د غني خيلو په ولسوالۍ درنه چاودنه وکړه. چې تر ۵۰ زيات کسان پکې شهيد او ژوبل شول.د شینوارو د قومي مشرانو نه پرته نورو کسانوهم په سوشل ميډیا کې ویلي چې دا ډول کړنې مونږ ته د منلو وړ ندي او دولت په دې اړه سم تصمیم ونیسي.

قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي
قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي

ځینو د سوشل ميډیا انفلوینسرانو هم ویلي چې دا واقعه باید په سمه توګه وڅېړل شي تر څو په اینده کې ددا ډول کړنو نه مخنیوی وشي او افغانستان کې په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د امن تضمین وشي.اوس باید دولت د دويي غوښتنې اومني او ننګرهار کې د امنیت ټينګښت لپاره ځانګړي اقدامات وکړي. او د ننګرهاریانو ژوند وژغوري.