ګلبدین حکمتیار بیا د لنډمهاله حکومت د جوړېدوغوښتنه کړې

ګلبدین حکمتیار بیا د لنډمهاله حکومت د جوړېدوغوښتنه کړې دحزب اسلامي امبر ګلبدین حکمتیار وايي، حکومت او طالبانو باید ومني چې سولې ته رسېدل قرباني غواړي او د دې هدف لپاره باید موقت حکومت جوړ شي تر څو دويي یو ځل بیا انتخابات وکړي.

ښاغلي حکمتیار بیا د موقت حکومت په رامنځته کولو ټینګار کړی، څو په خبره یې، د سولې راتلونکي پړاوونه په سمه توګه مدیریت کړل شي.نوموړي په قطر کې د سولې مذاکرتو په برخه کې را منځته شوي پر مختګ ته هیله مند دی او وايي، روانه جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او ټول لوري دې په مذاکرتو تمرکز زیات کړي.حکمتیار همداراز په هېواد کې د یوې بلې احتمالي جګړې په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړی وویل د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله ځینو کسانو بیا ملېشه جوړونې ته مخه کړې ده. پر خلکو وسلې ویشې او په دې ډول د بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.ګلبدین حکمتیار داسې مهال یو ځل بیا د موقت حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کوي، چې تازه افغان حکومت او طالبان په دوحه کې د خبرو اترو پر کړنلاره سره سلا شول او نن به خپله لومړنۍ ناسته وکړي.

په داسې وخت کې د هغه دا ډول څرګندوني نه یوازې افغانان ناهیلي کوي، بلکې د سولې پروسې ته هم زیان رسولی شي په کار خو دا وه چې د حکمتیار په شمول ټولو سیاسي احزابو او مدني بنسټونو د دغې هوکړې هرکلی کړی وای او له ښکلېو اړخونو یې د دایمي اوربند غوښتنه کړې وای، ځکه د سولې خبرو سره هممهاله دلته د جګړې ډګر هماغسې تود دی.

ګلبدین حکمتیار بیا د لنډمهاله حکومت د جوړېدوغوښتنه کړې
ګلبدین حکمتیار بیا د لنډمهاله حکومت د جوړېدوغوښتنه کړې

سیل سي شنونکي په دې بارو دی چې حکمتیار د پردیو په اشاره دا ډول څرګندونې کوي او غواړي په یو ډول د سولې پروسه زیانمه کړي، ځکه ځينې ملکونو هیڅکله نه دي غوښتي چې دلته دې د جګړې اور سوړ شي.او اوژنه دې بنده شی بلکې د نور اور بلېدو ته ېې هم لمن وهلې.

حکمتیار:حکومت سوله نه غواړي

د حزب اسلامي ګوند جهادي مشر ګلبدین حکمتیار اسلام اباد ته په درې ورځني سفر اسلام اباد ته تلی او هلته ېې د چارواکو سره د ملاقاتونو ترڅنګ یو خبري کنفرانس هم کړی نوموړي په دغه ه خبري ناسته کې وویل، چې د کابل حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی.

ګلبدین حکمتیار چې نن یې اسلام اباد کې د سفر دویمه ورځ په خبري ناسته کې په افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو شتون ته په اشارې وویل، څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتود ولري، سوله او ثبات به هېڅکله ټینګ نه شي.حکمتیار دا راز وویل، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس له وتلو پرته بله لاره نه لري.هغه وایي، چې پاکستان د امریکا او طالبانو تر منځ سوله کې خورا مهم رول لوبولی او د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته هم ژمن دی.

نوموړي ددې تر څنګ په دوحه کې پر روانو مذاکراتو انتقاد کړی او په خبره یې یاد مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو تر منځ روان دي «په دوحه کې اوسني مذاکرات د ارګ د یوه ټیم او طالبانو تر منځ دي او د ټولو افغانانو تر منځ نه دي.همدا لامل دی چې ګڼ سیاسي ګوندونه په مذاکراتو کې نشته، موږ هم نه یو. اړتیا ده چې اجماع جوړه شي او تر هغه وروسته په واحد نظر مذاکراتو ته ولاړ شو.»

د ښاغلي حکمتیار څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې هم د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ هم خبرې روانې دي او تر څنګ یې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پيل شوې. د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پرون د پاکستان حکومت په بلنه اسلام اباد ته په سفر ولاړ او لومړۍ لیدنه یې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره وه

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

او پرون یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته وکړل.د ګلبدین حکمتیار سره تللی پلاوی وایي چې حکمتیار له پاکستانیو چارواکو سره د افغان سولې پر پروسې او د افغانانو خپل منځي ناستو په تړاو خبرې اترې وکړې.ترڅو دغه خبرې یوې نتیجې ته ورسیږي او پایلې ولري.

ذ یادونې وړ ده چې د ښاغلي حکمتیار د دغه څرګندونو وروسته په افغانستان کې د عامو وګړو خورا زیات غبرګونونه راپارولي په دې اړه ېې سوشل ميډیا کې مختلف نظریات شریک کړي دي او ویلي ېې دي چې دا ډول څرګندونې به افغانستان ته زیان ورسوي او دا یو ډول غیر مسولانه خبرې دي باید د نوموړي خبرې د اعلی چارواکو لخوا وغندل شي تر څو دا ډول خبرې بیا لپاره ونشي .

حکمتیار: افغان سیاسيون به له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي

حکمتیار: افغان سیاسيون باید له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي د حزب اسلامي امیر او پخوانی جهادي رهبر ګلبدین حکمتیار ویلي ، سیاسي ګوندونه او شخصیتونه به له طالبانو سره مذاکراتو پیل کړی، او په دې اړه خبرې هم روانې دي،

یوې رسنۍ د کلبدین حکمتیار له خولې لیکلي، چې ولسمشرۍ ماڼړۍ له مخکښو سیاسي ګوندونو سره د سولې په تړاو مشورې نه دي کړي، چې له امله یې سیاسي ګوندونو له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړي او په دې برخه کې لومړنیو توافقاتو ته هم رسېدلي ، دولت سیاسي اجماع نه لري، له سیاسي ګوندونو سره موافق ندي ، همدا لامل دی، چې سیاسي احزاب مجبور شول له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي، او طالبان هم له ګوندونو سره خبرو ته جمتو دي.

په دې اړه طالبانو سره ځیني توفقات هم شوي دي، حتی د مذاکراتو د پیلېدو د ځای په اړه هم موافقه شوې. طالبان هم پوهېږي چې دولت ریښتنی نه دی او وخت ضایع کوي، د هغه په خبره، چې طالبان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني او د حکومت پالیسې هم جګړه ییزه ده چې باید تغیر ورکړي زما په نظر له دې نظام سره سوله نا ممکنه ده،

که دولت غواړي نظام او امنیتي ځواکونه په خپل حال پاتې شي او د نجیب تاریخ بیا ځلې تکرار نشي، نو په ريښتیني ډول دې خپلمنځي مزاکرات پیل کړي او وخت دې نه ضایع کوي، ښاغلي حکمتیار ددې تر څنګ حکومت د سولې په پروسه کې په صلاحیت نه درلودلو تورن کړی او په خبره يې «کابل حکومت د سولې په قضیه کې هیڅ رول نه لري،

د هغه په وینا ټول واک د امریکا په لاس کې دی، کله چې دولت کومه شوخي کوي، نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ملا برادر اخند سره غږېږي، تر څو هغه ته ور وفهموي، چې د سولې هره چاره د امریکا سره ده نوموړي ویلي که د سولې چارې همداسې روانې وي نو ددا به افغانستان یو ځل بیا خانه جنګۍ پلو روان کړي او افغانان به یو وار بیا خپلو منځو کې سره جنګ پیل کړي،

حکمتیار:افغان سیاسيون به له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي
حکمتیار:افغان سیاسيون به له طالبانو سره خپلمنځي مذاکرات پیل کړي

د ښاغلي حکمتیار لخوا پدا څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې د طالبانو او فغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شي.طالبانو تر دې مخکې په بیا، بیا ټینګار کړی چې کابل کې د دولت په نامه څه په رسمیت نه پېژني او نه د افغان دولت په نامه چا سره خبرې کوي خو اوس ډېره تمه کیږي چې دولت او طالبان دواړه لورې دې ته اړ شوي چې ژر تر ژره خپلمنځي مزاکرات پیل کړي ، دا هم باید یاده کړو چې د مصالحې شورا مشر هم یو هفته وړاندې د خپلمنځي مزاکراتو د پیلېدو خبر ورکړۍ وو،

ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي

ګلبدین حکمتیاردسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او دافغانستان ددولت د مرکچي پلاوي تر مابین د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په اوله نېټه د سولې هوکړه لیک دستخط شو

د دغه ګوند مشر مشرحکمتیار پلازمینه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت له دغه ګوند سره د سولې پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دغه ګوند زرګونه کسان لا هم بندیان دي.دده په وینا، له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړې په نه عملي کېدو  ولسي جرګه، امنیت شورا او بهرنۍ هېوادونه خبر دي، خو هیچا یې هم د عملي کېدو لپاره ګام نه دی اخیستی.نوموړي زیاته کړه تر هغه چې حکومت له موږ سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، موږ د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوو. تر اوسه د دغې هوکړې منځ پانګه نه ده عملي شوې.

ښاغلي حکمتیار وویل ، چې د طالبانو مشران او د داعش مشران خوشي شول، خو د حزب اسلامي بندیان تر اوسه په زندانونو کې پراته دي.هغه د یادې هوکړې د نه عملي کېدو په اړه له جزییاتو ورکولو پرته وویل:«شاید ددغې هوکړې د نه عملي کېدو لامل دا وي چې د اقتدار په کرسۍ ناست کسان داسې فکر کوي چې که دغه هوکړه منل شوې وای نو دوی ته به ګواښونه رامنځته شوي وای او د ټاکنو پایلې به هم داسې نه وې.»

نوموړۍ وايي د سولې بین الافغاني خبرې دې پرته له شرطه پيل شي، د سولې لپاره دې یو اتفاقي طرحه جوړه شي او د تصمیم لپاره باید یوه مقتدره ټیم را منځ ته شي.هغه وویل دغه ټیم باید د یوه فرد، د یوه ګوند، د یوه قوم په انحصار کې نه وي، اوس مهال د افغانستان ۹۹ سلنه خلک سوله غواړي، یواځې هغه کسان سوله نه غواړي چې خپل اقتدار او قدرت په خطر کې ګڼي

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ شي. ده په خلکو غږ وکړ چې سره یوځای شي ترڅو د اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.حکمتیار، په نننۍ ناسته کې دا هم وویل چې هېواد کې جوماتونه هم نه دي خوندي او حکومت یې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.

هغه زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته پرځای ددې چې د تاوتریخوالې کچه راټیټه شي، هدفي وژنې، ترور او تاوتریخوالی لازیات شوي دي.د امریکا او طالبان ترمنځ هوکړه تېرکال د کب میاشتې په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه.حکمتیار وایي:« د فحشا ځایونه او عاملین یې خوندي دي، خو د کابل ښار په مرکز ګې د ارګ شاوخوا علما، او نور مشران ترور کیږي.

هغه وویل چې دولت باید د بهرنیانو له وتلو وروسته وضعیت ته تیارۍ ونیسي، ترڅو پخوانۍ کارونه بیا تکرار نه شي.د ده په وینا، ددغه حالت د چمتووالي لپاره باید یو درېیمګړی مستقل محور را منځ ته شي، داسې محور چې  د شخصیتونو او ګوندونو پر بنسټ نه، بلکې د خلکو د ارمانونو او اهدافو پر بنیاد جوړ شوی وي.او داسې بو نظام رامنځته شي چې ټول اړخنه پکې شامل وي،

افغان دولت: بازې مطرح طالبان کابل ته رارسېدلي

جهادي مشر او د حزب اسلامي ریس ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا پر دولتنیوکې  کړې دي د افغانستان حکومت يې د (کابل) حکومت په نوم ياد کړى او د سولې مخالفت او بې واکه حکومت يې ګڼلى دى. د حزب اسلامي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ د بېن الافغاني خبرو لپاره يو ښه فرصت و، خو په کابل کې واکمنو له دوى سره سپک چلن وکړ او ستونزه يې لا پېچلې کړه.

حکمتیار وايي، چې واکمنو ته پکار وه چې د ښه نيت له لارې يې بنديان ازاد کړي واى، خو د طالبانو پلاوى يې خپه کړ او وروسته يې د امريکا په امر د طالبانو د ازادولو لړۍ پيل کړه.

په اعلاميه کې ليکل شوي دي ((په دې سره يې وښوده چې د کابل حکومت نه سوله غواړي، نه د مذاکرې او معاملې وړتيا لري او نه توان او صلاحيت، واک د امريکا په لاس کې دى، د ازادولو په اړه د هو او نه اختيار له امريکا سره دى.))

د حزب اسلامي په دغه اعلاميه کې دا هم ليکل شوي دي، چې د کورونا ويروس له امله استبدادي حکومتونو هم بنديان ازاد کړل، خو دلته ازاد نه شول، پکار دا وه چې په دې وخت کې ټول زندانيان ازاد شوي واى، هغه که د حزب اسلامي کسان دي، که د طالبانو او که نور بايد ازاد شوي واى.

اعلاميه کاږي، چې د حزب اسلامي بنديان بايد مخکې خوشې شوې واى، خو له دې ښکاري چې د (کابل واکمن) له حزب اسلامي کينه لري او ترې ويرېږي او د مجاهدينو سره څومره نه پخلا کېدونکې دښمني پالي. په دې اعلاميه کې له افغان سياستوالو هم ګيله شوې ده، چې نه يې د حزب اسلامي د بنديانو ازادولو کې کوم رول ترسره کړ او نه يې هم د سولې په وړاندې ټول پراته خنډونه له منځه يوړل او نه يې د واک په سر د روانې شخړې د هوارولو لپاره خپل کردار ادا کړ

ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي

حکمتیار د سولې لپاره طرحه چمتو کړې او ټولو ښکېلو خواو ته یې سپارلې

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې یې وسله پر ځمکه کېښوده او له افغان حکومت سره یې سوله وکړه، اوس یې له طالبانو سره د سولې لپاره یوه طرحه چمتو کړې او هغه یې د افغانستان په سوله کې له ښکېلو خواو سره شریکه کړې ده

حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو له دریو مخکښو کاندیدانو دی

ده د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، اړتیا ده چې په سوله کې ټولې ښکېلې خواوې په یوې هر اړخیزه طرحه هوکړه وکړي.

دی وايي، د دې طرحې پر بنسټ د سولې د خبرو لپاره یوه سیاسي اجماع اړینه ده

د ده په خبره، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د استازو، د معیارونو د تشخیص په برخه کې ستونزو د سیاسي اجماع جوړول ستونزمن کړي.

دغه جهادي مشر، د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشر د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیمونه او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د مطرح شخصیتونه لوري هغه څلور اړخونه ګڼي چې د ده په وینا نفوذ ته یې په کتو کولی شي، دغه اجماع جوړه کړي.

هغه زیاته کړه: “د دغو څلورو مجموعه دې سره کیني، هوکړه دې وکړي او سیاسي اجماع دې تطبیق کړي، دا لاره اسانه او عملي ده.”

حکمتیار په دغه طرحه کې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د یوې صلاحیت لرونکي مرجع د جوړيدو غوښتنه هم وکړه.

په هيواد کې دننه او د بهرنیانو له ګډون پرته د بین الافغاني مذاکراتو پیل د ده په طرحه کې شامل موارد دي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ ازادي راډیو ته ویلي چې ارګ به د دې موضوع په اړه د چهارشنبې په ورځ خپل دریځ اعلان کړي .

مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې، د سولې په تړاو هر نظر ته درناوی لري، خو د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه خلکو ته د منلو نه ده.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې ددولت د وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، حکومت د سولې په بهیر د ټولنې د ټولو برخو د ګډون پلوی دی.

انوری زیاتوي: “حکومت د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو قشرونو په تېره د سیاسیون د ګډون پلوي دی چې د خلکو او افغان دولت په محوریت پرمخ وړل کېږي، د سیاسیونو نتیجه ورکوونکي او عملي لید لوري، نظریات او وړاندیزونه چې په رسمي توګه له وزارت سره شریکېږي، د سولي د بهیر او سیاسي اجماع د پیاوړي کېدو په هدف، د افغانستان د سولې په پروګرام کې په پام کې نیول کېږي.”

مخکې له دې د محمد محقق په کور کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسیونو هوکړه کړې وه چې د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره حکومت ته یوه طرحه سپاري.