دجینیوا کنفرانس اود نړیوالومرستې

دافغانستان سره د مرستو لپاره په ژنو کې د نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو کنفرانس جوړیږي، دا کنفرانس به ويډيويي بڼه ولري خو کوربه به ژنو وي، اټکل کېږي په دې کنفرانس کې به هم د افغانستان لپاره مرسته کېدونکې بوديجه کمه شي او هم به د مرستو لپاره شرايط سخت کړی شی چې دې سره به افغانستان لګ مشکلاتو سره مخ کیږي.

ویل کیږي د 70 هېودانو استازي او بېلابېل خيريه سازمانونه په دې غونډه کې برخه واخلي او د افغانستان سره د ميلياردي ډالرو مرستې اعلان وکړي، دا مرستې به د افغانستان د‌ حکومت او طالبانو د استازو د خبرو د پرمختګ تر سيوري هم پرېوزي.په دې غونډه کې د ځينو ګډون کوونکو په خبره چې د افغانستان سره د مرستې لپاره به ددې هېواد په حکومت سخت شرايط وضع شي، په دې شرايطو کې به سياسي شرطونه او د بشري حقوقو شرطونه هم موجود وي.دا په داسې حال کې چې دولت کلونه کېږي د يوه ضعيف اقتصاد سره د نړيوالو په مالي مرستو متکي دی.

نور هېوادونه په دې اند دي چې حکومت نه غواړي د سولې خبرې يوه داسې پايله ولري چې ددوی اقتدار ته پکې زيان وي، له همدې کبله په حکومت اوس فشار تر بل هروخت زيات شوی دی، د طالبانو سره په خبرو کې د نه پرمختګ پړه هم په حکومت اچول کېږي، خو تېره اونۍ کله چې نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو اعلان وکړ چې بدون د سولې په خبرو کې د پرمختګ څخه به خپلې مرستې نوې نه کړي نو افغان حکومت د طالبانو سره په هغه څه باندې فوراً توافق وکړ د څه په سر یې چې دوه مياشتې کېږي له طالبانو سره جنجال او اختلاف درلود.

په 2016 م کال کې نړيوالو مرستندويو هېوادونو د افغانستان سره 15,2 ميليارده ډالر کمک کړی و، دا کمک د دریو کلونو لپاره و، يانې د هر کال لپاره 3,8 میلیارده ډالره، اوس ځينو معتبرو غربي رسنیو د غربي ډيپلوماتانو له قوله خبر ورکړی دی چې کېدی د افغان حکومت سره د نړيوالو مرستې 20 سلنه کمی ومومي.

نړيوال هېوادونه له دې اندیښنه لري چې د حکومت سره ددوی کړل شوې مرستې د فساد ښکار کېږي او دولتي چارواکي په دې فساد کې ترټولو ستر لاس لري، نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو په بار بار د افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د مرستو په مصرف کولو کې د شفافيت څخه کار واخلي او د فساد په وړاندې دې په مبارزه کې عملي کار وکړي.بلخوا بیاڅو ورځې مښکې چې د ژنو د کنفرانس د جوړېدو خبرونه ورکړل شول طالبانو په نړیوالو مرستندویه هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو سره مرستې دې ددوی سره په خبرې وشي .

طالبانو د خپلې دې غوښتنې لپاره په استدلال کې ويلي و چې تراوسه چې نړيوالو هېوادونو کومې مرستې د افغانستان د خلکو سره کړې دي نو هغه ټولې څو محدودو کسانو حيف و میل کړې دي او افغانستان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره نه دي کارول شوې.طالبانو پخپله اعلامیه کې د نړيوالو هېوادونو څخه غوښتي و چې مرستې دې ددوی سره په همغږۍ وکړي ترڅو دا مرستې واقعاً هغه افغانانو ته ورسېږي کوم چې ېې ضرورت لري دويي وايي چې په دې کې به هیڅ قسمه فساد ونشي او په ځای به ولګي.

راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي

راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکى په پروان ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي،نوموړۍ وايي چې بوره هڅه کوم چې سېلاب ځپلو ته هرډول سهولت برابرولو لپاره مرسته راټوله کړم،

ښاغلۍخان په انلاين بڼه د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړى دى، چې دغه مرستې به د پروان سېلاب ځپلو ته ورسول شي.خان په خپل ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د هغه خېريه بنسټ په پروان کې د سېلاب ځپلو سره د خوراکي، اولو روغتيايي اسانتياو او د ټرانسپورټ په برخه کې کومک کوي، نوموړي په ټولو خلکو غږ کړى دى، چې په دې کمپاين کې ورسره کومک وکړي او د پروان سېلاب ځپلو سره دې خپلې مرستې وکړي، تر څو د هغه خېريه بنسټ د دوى مرستې سېلاب ځپلو ته ورکړي

په انلاين بڼه چې راشد خان د کومکونو راټولولو کوم کمپاين پيل کړى دى، په هغې کې يې ١٠٠ زره پاونډه ټارګټ ټاکلى دى، چې تراوسه پورې په دغه کمپاين کې ٩ کسانو برخه اخيستې ده او ١١٩٠ پاونډه راټول شوي دي.هغه وايي چې دا رقم کومک راټولول ما نور هم تشویق کوي چې د هېواد خدمت وکړم او خپلو هېوادوالو ته مرسته وړاندې کړم،

د يادونې وړده چې په دې وروستيو کې په پروان ولايت کې ډېر زيات سېلابونه راغلل، چې په سلګونو کورونه يې ړنګ کړل، بلکې شاوخوا يو نيم سل کسان هم پکې مړه شول.او ډېر خلک بې ځایه شوي هم دي اوس دغه خلکو لپاره د دولت لخوا هم محفوظ ځایونو ته وړل کيږي تر څو د نورو افتونو نه محفوظ وساتل شي،

نوموړۍ اوس مهال په ويسټ انډيز کې دى، چې هلته د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) سياليو کې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې لپاره لوبېږي. هغه به د دغه لیګ نه وروسته افغانستان ته بیرته رازي او دلته به شای چئ شپږيزې کې ولوبیږي،دا هم باید یاده کړو چې د راشد خان نه علاوه مجیب ځدران او محمد نبي هم د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې راټولولو لړۍ پیل کړې ده،

راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي
راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي

د دغه لوبغاړو نه پرته دولت هم د سېلاب ځپلو ته مرسته وکړه او حکومتي چارواکو ېې مرسته لپاره د دغه ځاۍ لیدنه هم وکړه د بنجشنبې په ورځ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر صیب عبدالله عبدالله هم د پروان دوره وکړه او ددغه ولایت مسولینو سره ېې ولیدل او لازمې لارښوونې ېې هم وکړې

جاوېد اميرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم

جاوېد اميرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم د افغانستان مشهور هنرمند جاوېد اميرخېل په يو شمېر هغه ولايتونو کې، چې سېلاب پکې راغلۍ او خلک ېې ځپلي ،غواړي د دغه ولایاتو خلکو سره مرسته وکړي،

ښاغلۍ اميرخېل په خپله فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړۍ او لیکلي ېې دي، چې وخت د لاسنيوى دى. هغه وايي بدبختانه له څو ورځو راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د طبيعي پېښو له امله زموږ هېوادوالو سخت مشکلاتو سره مخ دي، نوموړي ویلي د پکتيا، مېدان وردګ، پروان، پنجشېر، لوګر او ځينې نورو ولايتونو خلکو ځاني او مالي زيانونه ګاللي دي. په داسې وخت کې موږ انساني او هېوادنى مسووليت دغو سېلاب ځپلو سره مرسته او د دوى مشکلات حل کول دي،

جاوېد وايي: زه او زما نور ملګري نيت لرو چې د سېلاب ځپلو کورنيو د خواخوږۍ لپاره سيمې ته لاړ شو.هغه په هېوادوالو هم غږ کړى دى چې په دې وخت کې دې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي. ((په هېوادوالو غږ کوم چې خپلو خويندو او وروڼو سره دې سخت وخت کې ودرېږي، مرسته ورسره وکړي او لاسنيوى يې وکړي،

هېره دې نه وي چې تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره اعلان کړى دى.راشد خان چې په کارابين پريمئير ليګ کې لوبېږي، د سېلاب ځپلو لپاره د کومک په راټولولو هم لګيا دى او په انلاين بڼه غواړي چې سل زره پاونډه جمع کړي ترڅو سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي،

د راشد نه علاوه محمد نبي هم وايي، چې زړه يې له هېواد سره دى او له کارابين سياليو بېرته ګرځېدو سره سم به له سېلاب ځپلو سره خپلې مرستې وکړي.هغه غواړي چې په دې سخت وخت کې د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د دويي مشکلات رفع کړي ترڅو هېوادول احتیاج پاتې نشي،ځکه په دغه ځایونو کې د پخوا نه هم بد بختي ده او اوس سېلاب بیا یو نوۍ مشکل دۍ چې د دغه ځاۍ خلک ځپي،

جاوېد اميرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم
جاوېد اميرخېل: غواړم د سېلاب ځپلو مرسته وکړم

بل خوا ته نجيب الله ځدراڼ هم له سېلاب ځپلو سره د مرستې غږ کړى دى او ويلي يې دي، چې هغه به د خپلې وسې سره سم له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.هغه خپله هم سېلاب ځپلو سره کومک کوي او په عام عوامو تجارانو او نورو پیسه دارو خلکو نه ېې غوښتي چې سېلاب ځپلو سره دې کومک وکړي، يادو ټولو لوبغاړو په هېواد کې دننه او بهر هم خلکو باندې غږ کړى دى چې له سېلاب ځپلو سره دې خپلې کومکونه وکړل،

افغانستان سره دعربي اماراتومرستې

متحده عربي اماراتو افغانستان سره خورا زیاتې مرستې کړي دي،اولا ېې هم کوي دويي د افغانستان دولت سره په مختلفو برخو کې مرستې کړي ،اوسمهال ېې د کرونا سره مبارزې په برخه کې هم کومک وکړ، دويي په ټنونو طبي سامانونه راواستول،

متحده عربي امارات هغه ملک سره مرسته کوي چې مرستې ته اړتیا لري، عربي امارات افغانستان لپاره د ټولو نه زیاتو مرسته کونکۍ هېوادونو څخه دۍ دغه هېواد تل له افغانستان سره مرستې او کومکونه کوي، که مونږ اوکورو اماراتو د نورو هېوادونو په شمول افغانستان سره هم د کرونا مخنيوي په برخه کې مرسته کړې او لا ېې هم کوي دغه هېواد په ټنونو طبي وسایل او کټونه افغانستان سره کومک وکړ،دوي دوه ځلو نه زیات افغانستان ته سامانونه راواستول ،

افغانستان سره د عربي اماراتو مرستې په لاندې ډول دي،

تر دې دمه افغانستان سره د اماراتو مرستې تر دوه نیم میلیارده ډالرو زیاتې دي،په دې کې د ماررچ په میاشت کې درې نیم میلیونه ډالرو طبي وسایل شامل دي کوم چې افغانستان کرونا سره مبارزې لپاره مصرف کړې،دغه هېواد کرونا سره مبارزې لپاره شاوخوا ۷ ټنو نه زیات طبي وسایل او کټونه راواسوتول کوم چې د کرونا سره مبازرې په برخه کې ترټولو نه زیاته مرسته ده،همداراز عربي اماراتو کابل کې د شیخ زاید ښارګوټۍ هم تعمیر کړ کوم چې له دوه سوه نه زیات کورونه لري،

یاد هېواد افغانستان کې رلرله ردګانو سره هم کومک کړۍ دې نه علاوه په بدخشان کې ېې د سیلاب زدګانو کورنیو سره هم مرسته کړې ده دويي شاوخوا ۱۳۰۰ کورنیو ته ۶ کلینیکونه ۲۵۰ خېمې کومک کړۍ دوي د تعلیم په برخه کې هم افغانستان سره کومک کړۍ،

دويي په افغانستان کې د شیخ راید پوهنتون بنیاد ایخۍ چې اوسمهال ۶۴۰۰ نه زیات شاګردانو ته پکې د تعلیم رمینه برابريږي،داماراتو دولت د کاردان پوهنټون سره یو قراردا امضا کړۍ د کوم له مخې چې به افغان شاګردان د سکالرشپ په مرسته دغه پوهنتون کې مفتې ردکړې کوي دويي په افغانستان کې جوماتونه او مدرسې هم جوړې کړي دي،دويي د ۳۸ نه زیات جوماتونه جوړ کړٍي دي چې اوسمهال هر یو جومات کې د ۳۰۰ نفرونه زیات کسان پکې لمونځونه او عبادتونه کوي، چې دا د امت مسلمه لپاره یو ډېره د اعزاز خبره ده،نوره اسلامي نړۍ هم باید په دې برخه کې نور کار هم وکړي څکه په ولایاتو کې اکثره جوماتونه سم پاخه ندي جوړشوي،

د متخده عربي اماراتو دولت یو کتاب تون جوړ کړۍ چې ۴۰۰ نه زیات نفر کولۍ شي چې دغه کتابتون د درس ویلو او مطا لعې لپاره لاړشي کوم چې د انسانیت لپاره غټ خدمت دۍ نړیواله ټولنه هم باید دغسې تعلمیمي مرکزونو په برخه کې مونږ سره مرسته وکړي ترڅو تعلیمي نظام مو پیاوړۍ شي او افغانستان لا هم نوره وده وکړي ځکه افغانستان د تعلیم په برخه کې زیاتو هڅو ته ضرورت دۍ،

د یادونې وړ ده چې عربي اماراتو د افغانستان نه علاوه ایران ګریس ترکیه ،او نور اسیايي هېوادونو سره هم کرونا سره مبارزې برخه کې کومک کړۍ او لا ېې هم کوي دغه هې،اد داسیا نه علاوه ډېرۍ اروپايي هېوادونو سره هم مرسته کړې ده دويي یونان ته هم خيل طبي کټونه استولي کوم چې د دغه هېواد دخلکو له طرفه ستایل شوي دي،