ماهره خان په کورونا ویروس اخته شوې

ماهره خان په کورونا ویروس اخته شوې دپاکستان د نوموتې هنرمندې ماهره خان د کويډ١٩ ټېسټ هم مثبت راغلى دى او اوس په خپلکور کې کرنتین ده.د پاکستاني ميډیاد راپورونو له مخې ماهره خان د خپل انسټاګرام اکاونټ کې يو پېغام له لارې د خپل مثبت رانلو په اړه خبر ورکړی دي.

هغې د انسټاګرام په دې پوسټ کې ليکلي دي زما د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى، چې له هغه وروسته ما خپل ځان کرنټين کړى دى.ماهره خان همدا راز زياتوي د کورونا ويروس ټېسټ له مثبت راتلو وروسته ما هغه ټولو خلکو ته هم خبر ورکړى دى، چې په دې وروستيو ورځو کې يې له ماسره ليدلي و، يا ورسره ما ليدلي و.نوموړې همدا راز خپلو مينه والو ته ليکلي دي: زه پوهېږم چې دا ښه خبر نه دى، خو انشاء الله چې زه به ډېره ژر ښه شم.

اغلې خان له خپلو مينه والو د دعا غوښتنه هم کړې ده او ورته يې لارښوونه هم کړې ده، چې د کورونا د مخنيوي په لار ټولې لارښوونې دې عملي کړي او ماسکونه دې هم وکاروي.ماهره خان له خپلو مينه والو د دعا غوښتنه هم کړې ده او ورته يې لارښوونه هم کړې ده، احتیات وکړی او خپل زاونه مجهز کړ.

ماهره خان په کورونا ویروس اخته شوې
ماهره خان په کورونا ویروس اخته شوې

خان ویلي ټول خلک دې د کورونا د مخنيوي په لار ټولې لارښوونې دې عملي کړي او ماسکونه دې واچوي.هېره دې نه وي چې په پاکستان کې د کورونا دويمه څپه راغلې ده، چې ډېر هنرمندان هم په کورونا ويروس اخته شوي دي.

لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو

لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو د یوه ځوانه او مشهوره سندرغاړې لطیفه عزیزي ویلي ، چې یو ځو ورځې مخکې ځما په اړه خلکو افواګانې خپرې کړې وې چې ګيني ما ځان وژنه کړې ده نوموړي وايي چې دا خبر نا سم وواو زه خپل نورمال ژوند کوم

هغې په یوه تازه تلویزوني مرکه کې دا خبره بې بنسټه وبللې .د لطیفه عزیزي په وینا ،زما په اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.څه موده مخکې په سوشل ميډیا کې په پرله پسې ډول د لطیفه عزیزي په اړه ورته راپورونه خپریدل.سرچینو ویل، چې لطیفې د ځانوژنې هڅه کړی، خو ځان وژنه کې مامیابه نشوهدوی د لطیفې په اړه یو شمېر داسې عکسونه هم خپرول، چې د هغې سر پکې تړل کلک تړل شوۍ وو،

بازې عکسونو سره داسې هم لیکلي وو، چې لطیفې عزیزي خپل سر خرییلی دی.لطیفه عزیزي اوږده موده وروسته په دې اړه په یوه تلویزوني سره مرکه کې خپل نظر خکاره کړ .هغې وویل، چې نه یې د ځانوژنې کوشش کړې او نه یې سر خرییلی دی.د دې په خبره، د کوټې پردې یې سمولې، چې له کړکۍ وغورځیده او پښه یې زخمي شوه،

نوموړې د دغې پېښې د رامنځته کیدو وخت شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې ښودلی.نوموړې زیتوي ، چې له دې را لویدو نه بعد ۱۰ ورځې په روغتون کې او ۶ میاشتې په کور کې بستره وه.لطیفې عزیزي د پښې او روغتیا د تازه وضعیت په اړه یې څه ونه ویل.دغه سندرغاړې د تلویزیوني افغان ستوري هنري خپرونه کې له ګډون وروسته څو کاله وړاندې سندرو ته پیل وکړ

نوموړې وتوانیده، چې ډېر لږ وخت کې په مختلفو ژبو زیاتې سندرې ووایي او د زیات شهرت او مینه والو څښتنه شي.هغه وايي هځه کوي چې د شهرت پیدا کولو لپاره ډېر لیواله ده او عام وګړي به ډېر ېر د دې شاهدان اووسي نموړې وویل چې کوشش کوي ژرتزژره نور البمونه هم چمتو کړي او بازار ته به هم راوزي دې سره به خلک پوه شي چې رما اواز او سندرې څومره ښایسته دي،

لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو
لطیفه عزیزي:زما د ځان وژنې په اړه خبرونه غلط خپاره شوي وو

دا باید یاده کړو چې په سوشل ميډیا کې بازې پوسټونه داسې کيږي چې بې بنسټه وي او سا سم معلماتو له امله په ټول سوشل ميډیا کې غلط معلومات خپریږي نو دولت باید داسې خلکو اکاونټونه ختم کړي ترڅو دغسې ناسم معلوماتو د خپرېدو مخنیوۍ وشي که همداسې غلط معلومات په سوشل ميډیا کې شریکيږي نو دا به خلکو ذهنونه خراب کړي، اوسمهال افغانستان کې فېسبوک او ټویټز ټولو نه زیات کاریږي دولت باید داکاونټونو څارنه وکړي، او بلاک ېېکړي

نجيبه فېض:دافغانستان سولې لپاره مې روژې نيولي

مشهوره پښتنه هنرمنده نجيبه فېض ویلي اوسمهال دوبۍ کې یم اوپه دې سره ګرمۍ کې مې د افغانستان سولې لپاره روژې نيولې دي، نوموړې وايي چې خپل وطن افغانستان سره ډېره زیاته مینه لري اوپه همدې خاطر ېې افغانستان کې سولې په خاطر روژې نيولي دي،

په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې خلک هر څه فکر کوي، هغه د هغوى کار دى، خو هغې په دې سره دوبي کې د افغانستان د سولې لپاره روژې نيولي دي او هيله منه ده چې دا ارمان به يې هم په ژوند يوه ورځ پوره شي چې په سوله ييز افغانستان کې ساه واخلي.

نجيبه فېض ليکي:

نجيبه فېض:دافغانستان سولې لپاره مې روژې نيولي
نجيبه فېض:دافغانستان سولې لپاره مې روژې نيولي

((تاسو چې هر څه فکر کوئ هغه ستاسو کار دى؛ خو ما په دې سره دوبي کې روژې يوازې او يوازې د افغانستان د سولې لپاره نيولې دي، اميد لرم چې دا ارمان به مې په ژوند پوره شي او يوه ورځ به په سوله ييز افغانستان کې ساه واخلم.)) خو نجيبه فېض دا نه دي ليکلي چې په کوم ښار کې ده چې سور دوبى دى پکې.

نجيبه فېض څه وخت مخکې کندوز ته تللې وه، هغې کندوز ته د تګ پر مهال په خپل ټويټر کې ليکلي و، چې ټول ارمانونه يې پوره شوي دي، خو يوازې په افغانستان کې د سولې ارمان يې پاتې دى، نوموړې د سولې سخته ارمانجنه ده او وايي چې څوکره خوند به کوي چې هیواد کې مو سوله وي او مونږپه ټول هیواد کې په ازاده فضا کې وګرزو،

نجیبه فییض د افغانستان د کندوز ولایت ده او په کوزه پښتونخوا کې ېې هم په ډرامو کې کار کړۍ نوموړې تعلیم یافته او په کار پوه هنرمنده ده هغه ادې وړاندې پېښور کې وه او هلته ېې خپل تعلیم هم سر ته رسولۍ

ساره علي خان سومره وزن کم کړۍ دۍ.

د انډیا سينما مشهوره هنرمنده سارا علي خان په کال ۱۹۹۵  د اګست په ۱۲ مه زیږیدلې وه. هغه سیف علي خان او امریتا سینګ کره هغه په ​​سویس کې په جینیوا کې هغه د پټودي کورنۍ غړیتوب لري او د منصور علي خان پټوډي او شرمیلا ټاګور لمسی ده ، هغه یو ورور ، ابراهیم علي خان او یو  تیمور علي خان خوز ده.

هغې په ټولنيزو رسنيو یا سوشل ميډيا د خپلو مينه والو سره د خپل ماشومتوب او ځينې پخواني انځورونه خپاره کړي دي. ساره علي خان خپل ډېر وزن کم کړى دى، ځکه مخکې ډېره چاغه وه، که يې پخواني انځورونه وکتل شي، نو دا پېژندل ګران دي چې هغه په رښتيا هم ساره علي خان ده.

دمشهورهنرمند سېف علي خان لور ساره علي خان تېره ورځ خپل انځورونه په انسټاګرام کې خپاره کړي و، چې له دې انځورونو داسې ښکاري، که د هغې بدن هر ډول و، خو هغې تل له ځان سره مينه کړې ده.

ساره علي خان سومره وزن کم کړۍ دۍ.

٢٤کلنې ساره علي خان له خپلو دې انځورونو سره ليکلي دي چې ((د خپلو خوبونو شهزادګۍ زه په خپله وم.)) .

په دې عکس کې ساره علي خان د هند په کلتوري کاليو او طلا کې ښکاره کېږي.

د انسټاګرام په سټوري کې ساره علي خان له خپل لومړي انځور سره په کېپشن کې (ماشومتوب) ليکلى او له دويم سره يې بيا (د مستۍ فکرونه) ليکلي دي.

ساره علي خان خپل پخواني انځورونه او ويډيوګانې وخت نا وخت خپروي، چې مخکې ډېره چاغه او وزن يې هم ډېر زيات و. له خپل يو بل انځور سره هغې ليکلي دي، چې ځينې شيان بېخي نه بدلېږي، هماغه پخوانى انداز، هماغه کېفيت، هماغه ډول او سينګار.

ساره علي خان په ډېر لږ وخت کې په هندي سينما کې ډېر نوم پېدا کړ، هغې تراوسه پورې د ګوتو په شمېر څو فلمونو کې کار کړى دى، خو ډېرى مينه وال لري