نبي، مجيب، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول

مجیب نبي ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول د کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي، د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب ځدران، ځوان توپ اچونکى ظاهر خان او همدا راز کم عمره افغان لوبغاړى نور احمد لکڼوال اسټراليا ته تر رسېدو وروسته هلته کرنټين شول.

ټول پلیران د نومبر په ٢٧ تاریخ له هېواده د اسټراليا پر لوري روان شوي و، چې هلته به په بيګ باش سياليو کې ګډون کوي.له دوى څخه مخکې راشد خان بيا اسټراليا ته رسېدلى و، هغه له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته تللى و او په سډني کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين و، چې لا يې هم کرنټين پاى ته نه دى رسېدلى.

د کویډ١٩ناروغی په دې اوسني حالت کې هر ځاى چې د کرکټ تجارتي ليګونه يا نړيوالې سيالۍ ترسره کېږي، نو د لوبو له پيل څخه مخکې ټول لوبغاړي کرنټين کېږي او همدا راز د کورونا ټېسټونه يې هم ترسره کېږي.ر څو د کرونا ناروغي نورو هېوادوالو ته ونه رسیږي او دويي ته هم کرونا ونه رسیږي.

په دې اړه احمد لکڼوال په خپل ټويټر کې اسټراليا ته له رسېدو او د کرنټين پر مهال يو تازه عکس اخيستى او په ټويټر کې يې خپور کړى دى. نوموړي له عکس سره ليکلي دي، چې د کرنټين لومړۍ ورځ.نوموړي دغه عکس د سلفي اخیسی او خلکو ریټویټ کړی هم دی.

نبي، مجيب، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول
نبي، مجيب، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال په اسټراليا کې ١٣ورځو لپاره کرنټين شول

که څه هم نبي، مجيب الرحمان او ظاهر خان د کرنټين په اړه څه نه دي ويلي، خو بيګ باش کې برخه اخيستونکي ټول لوبغاړي به د ١٤ ورځو لپاره کرنټين وي او نور احمد لکڼوال، محمد نبي، مجيب الرحمان او ظاهر خان څلور واړه ګډ اسټراليا ته تللي دي.

د يادولو وړ ده چې سږکال په بيګ باش سياليو کې پنځه افغان لوبغاړي برخه لري، چې راشد خان د اډلايډ سټرايکرز، محمد نبي او نور احمد لکڼوال د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان د بريسبين هيټ او ظاهر خان بيا د ميلبورن سټارز لوبډلو سره لوبېږي.

د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صورتحال

د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صرتحال کویډ ۱۹ ناروغي لاهم مخ په وړاندې او په چټکۍ سره روانه ده او  هره ورځ نژدې لکونه انسانان په نړۍ کې په دې ویروس باندي اخته کیږي او دا لړی لا هم روانه ده.

تازه حال ښيي چې تراوسه ۵۳ میلیونه ۷ لکه ۶۶ زره کسان په دې ناروغي مبتلا سوي چې له جملې څخه يې تراوسه ۱۳لکه انسانان وژلي دي او څه کم ۳۸ میلیونه انسانان بیرته له دې ناروغۍ جوړ سويی ديډیری هېوادونو نیمه قرنطین او پوره قرنطین وضعه کړی چې تر ډيره بریده وکولای سي د کرونا ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړي خو داسې بریښي چې  د هغوی دا مبارزه نیمګړې او تراوسه يې سمه نتیجه نه ده ورکړې نو لا هم دی ته خلک په تمه دي چې امریکا او هند د نړۍ  په کچه هغه هېوادونه دي چې تراوسه میلیونونه د کرونا پیښي  پکښي ثبت شوې  دي

د راپورونو له مخې تراوسه امریکا کې ۱۱ میلیونه او هند کې شاوخوا ۸ میلیونه انسانان په دې ناروغۍ  مبتلا سوي دي ژر تر ژره به یو حل راوزي او خلک به ازاده فضا کې ژوند وکړي. افغانستان کې تراوسه پوري په کرونا ناروغي ۴۲ زره ۹۶۹ کسان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه یې ۱۵۹۵ کسان وژل سوي او ۳۵ زره شاوخوا ترې  جوړ سوي دي

نړیوال هېوادونه کوښښ کوي ترڅو د کرونا په وړاندې خپله مبارزه کړندۍ او د دې ناروغي د مخنیوي واکسین جوړ کړي  خو تراوسه هیڅ یو هېواد نه دی توانیدلی چې عامه توګه دا واکسین جوړ او پلی کړی داسې اندېښنې سته چې ښايي د هوا په یخیدلو سره به د کرونا ناروغي نور هم زور وکړي په افغانستان کې هم د یخې  هوا په داخلیدلو سره د کرونا ناروغي د مثبتو پیښو شمېر زیات شوی او هره ورځ د سلګونو مثبتو پیښو راپورونه ورکول شوي

د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صورتحال
د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صورتحال

ایا نړۍ به وتوانیږي چې دا ناروغي کابو کړي ایا راتلوونکي کې به د واکسین په جوړولو سره هغوی بریالي  شي او دويي ب کومو لارو خپلولو سره مبارزه وکړی شي دا هغه پوښتنې دي چې د نړیوالو مبارزه او کړنې به یې ځواب کړي ې څنګه به نړی دا حالت نورمال کړي.

پوهنې وزارت:د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزو

پوهنې وزارت چارواکي وايي د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزي دغه وزارت ویلي د فعلن لپاره مکتبونه په حضوري بڼه نشي پرانیستۍ ، د دوی په خبره کرونا لا هم مخ په ډېرېدو ده،باید متعلمان او والدین په دې وخت کې د صبر نه کارواخلي،

د پوهنې وزارت خپلې خپزه شوې اعلامیې کې ویلي د افغانستاند یو دولت په توګه د افغان ماشومانو د ژوند، حقوقو او ګټو هر اړخ په پام کې نیسو.فعلن چې په دنیا او افغانستان کې د کرونا خپره ده، د هېوادوالو ژوند او بقا ساتل تر هر څه ډېر ارزښت لري . له همدې امله د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې پریکړه کړې ده چې ښوونځي تر یو ټاکلي وخت په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زده کړې دوام کوي.»همداراز په عین حال کې له ځینو اړخونو د پوهنې وزارت ته په کوچنیو ټولګیو او اجتماعاتو کې د درسونو د حضوري پیل کیدو په باب غوښتنې راځي.

دويي په خپله اعلامیه کې زیاتوي د پوهنې وزارت چې د هېواد ماشومانو او د سواد زده کړې د عمر لرونکو ته د با کیفیته او عادلانه تعلیمي خدماتو د رسولو مسئول دی، داخپل مکلفیت ګڼي چې د کویډ – ۱۹ د شیوع په شمول په هر ډول شرایطو کې خپله دنده ترسره کړي، نو ځکه د ځاني زده کړو، تلویزیون، ویب سایټ، موبایل اپلیکیشن او نورو لارو د تعلیمي خدماتو عرضه ژر پیلوي او په عین حال کې د کوچنیو ټولګیو او تجمعاتو بدیل ته صحي مسلکي لارې او پالیسی هدایات پلټي.»

دغ وزارت د کرنطین حالت تر پای ته رسیدو وروسته عاجل تدابیرو باندې هم خبرې کړي دي چې د شاګدانو تیر شوي درسونه هم په معقول شکل جبران شي.د پوهنې وزارت له فامیلونو او درنو والدینو څخه هیله کوي چې د ممکنو بدیلونو له لارې د خپلو اولادونو په زده کړه کې کومک شۍ .د ا هم باید یاده کړو چې خلک بيا بيا په حضوري ډول د ښوونځيو د پېلېدو درخواست کوي او په يو شمېر ولايتونو کې خو د طالبانو لخوا پيل شوي هم دي.چې دا تعجب وړ خبره ده،

په کومو ولايتونو کې چې د طالبانو پکې ښوونځي پيل کړي دي پوهنې وزارت يې هرکلی کړی خو وزارت وايي چې دوی طالبانو ته قناعت ورکوي، ترڅو د اوس لپاره د ښوونځيو پيل د زده کوونکو روغتيا لپاره ګواښ دی.او باید دا هبرې سنجولو سره دويي فیصله وکړي ځکه که چرته شاګردان په دغ وبا اخته شو نو دا به غټه انساني فاجعه رامنځته کړي،

پوهنې وزارت:د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزو
پوهنې وزارت:د کرونا له امله لا هم مکتبونه نه پرانيزو

اوس وخت د دې راغلۍ چې باید ټول والدین شاګردان او حکومتي چارواکي په دې پوه شي چې دا وخت د مکتبونو د خلاصېدو نه دۍ باید صبر او تحمل نه کار واخلو او ټول اړخونه وسنجيږي بیا دهغه نهوروسته په اتفاق سره تعلیمي ادارې پرانيزو ځکه که مونږ اوس مکتبونه پیل کړو نو دا ټولو هېوادوالو ته پکې تاوان دۍ که مونږ اوګورو د نړي یو شمېر هېوادونو کې لا هم تعلیمي ادارې او مکتبونه ندي پیل دويي لا هم وايي چې کرونا لويي ګواښ دۍ د ماشومانو لپاره زمونږ دولت ته هم پکار ده چې په دې اړه باید ډېر احتیات نه کارواخلي،

د کرونا روغتونونود مدیریت چارې به غیر دولتي ادارو ته ورکړل شو

د روغتيا نوماندوزير ډاکټرجواد عثماني کندهارنه وروسته هلمند ته سقر وکړاوهلته ېې د روغتیا او د کرونا ویروس د وروستي حالاتو ارزونه وکړه،نوموړۍ دهلمند ولایت وروستیو لګښتونو په اړه معلومات راغونډ کړل

د روغتیا وزیر ته د هلمند والي ورسره ددې ولايت د روغتيايي وضعيت پراختيا او ښه والي په باب هر اړخيزې غوښتنې برسېره کړي د روغتيا سرپرست وزير محمد جواد عثماني نن جمعه هلمند ولايت ته سفر وکړ، چې له راتګ سره سم يې له هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين، د ولايتي شورا رئيس او غړو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني بنسټونو سره وکتل.

نوموړي سره چې د ولسي جرګې غړيو محمد کريم اتل او عبدالقادر قلاتوال هم په دغه سفر کې شریک وو هلمند والي د عامې روغتيا وزير او ورسره د ولسي جرګې پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ مننه وکړه، چې د ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې يې هلمند ته هم سفر وکړ.

د دغه ولايت رسنيز دفتر مسولین وايي ښاغلي ياسين د کرونا وايروس سره د مبارزې په برخه کې پدې ولايت کې د ترسره شويو فعاليتونو معلومات شريک کړل او د عامې روغتيا له وزير يې وغوښتل، چې د برک موسسې سره د ۲۰ بستره قرارداد ددې ولايت وضعيت ته په کتو سل بستره ته لوړ کړي، د کرونا ناروغانو د تشخيص څانګه فعاله، د کرونا سل بستريز روغتون د ودانۍ جوړولو بهير لا ګړندی کړي او په ولسواليو کې د کويډ۱۹ ناروغانو لپاره اړوند روغتونو ته لازمې اسانتياوې چمتو کړي.

د یادولایت والي د کرونا اړوند ۵۰ ميليونه افغانيو بوديجې څخه د مصرف شويو پيسو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ يو ځل بيا ولسونو او مرکزي دولت ته د بشپړه وضاحت او حساب ورکولو ډاډ ورکړ .هغوئ دغه راز د روغتيا په سکتور کې د پرتو ستونزو او اړتياو د اکمالولو ټينګار وکړ.او وۍ ویل چې باید هلمند نور اکمالات هم باید ورکړل شي،

دد ې نه وروسته د روغتیا وزیر جواد عثماني وویل د روغتيا سکتور کې د متوازنو خدماتو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه، چې د روغتيا وضعيت د ارزولو په پار يې هلمند ولايت ته سفر کړی، ترڅومشکلاتوله نېږدې واوري او د حل لپاره يې اقدامات ترسره کړي.»

د دغه وزارت وزير په هلمند کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص ماشين (پي سي آر) د فعاليت ډاډ څرګند کړ او هم يې څرګنده کړه، چې درې نيم ټنه روغتيايي تجهيزات او درمل هلمند ته ځانګړي شوي او ډېر ژر به دغه ولايت ته انتقال شي.نوموړي د کرونا سره مبارزه په اړه چې مونږ غواړو چې څومره ژر کيږي باید دغه ناروغۍ سره مبارزه وکړو او د هغې نه بعد د صحت نورو برخو ته پام وکړو، ځکه د انسان لپاره تر ټولو نه زیات مهم جز خپل صحت دۍ ،

اکسفورډ یونیورسټي: د کرونا ویروس لپاره به واکسین ډېر ژر تولید کړو

اکسفورډ پوهنتون د کرونا ویروس لپاره به واکسین ډېر ژر تولید کړود انګلستان اکسفورډ یونیورسټي ویلي، چې د کروناناروغۍ لپاره ېې د واکسینو د جوړېدو کار په کامیابۍ سره اخيري پړاو ته داخل کړۍ ډېر ژر به بشپړشي،

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله، د دغه پوهنتون چارواکو ویلي، چې د دغه واکسین د تولیدېدو کار درېیم او اخيري پړاو ته ورسېد .د دغه يونیورسټۍ مسولینو دغه پړاو هیله بښونکی بللې او ویلي، چې ډېر زر به دنیا ته د کرونا پر ضد واکسین راوړي په دغه پړاو کې یاد شوی واکسین په آخر ځل ازمایل کیږي.په وروستي پړاو کې دا معلومیږي، چې دغه واکسین د انسان سلامتۍ ته نور نقصان خو به نه کوي،

یو څه وخت مخکې ډبلیو ایچ او د کرونا ویروس پر ضد د پینځلس ډوله واکسینو د زر بشپړیدو خبر ورکړی و.سرچینې ویلي و، چې تر ۱۲۰ پورې مختلف واکسینونه په نړیواله کچه تر کار لاندې دي.په نړۍ کې د کرونا ویروس ټولې پېښې تر نهه میلیونو نه اووښتي دي باید ژر تر ژره دې ورته واکسین او درمل جوړ شي ترڅو د دغې ناولې وبا نه ټوله نړۍ خلاصه شي،

امریکا المان، فرانسه، ایټالیا او هالینډ له هغو هېوادونو دي، چې ویل کیږي اکسفورډ پوهنتون نه یې د یاد شوي واکسین په زر بشپړولو او وروسته یې په خپراوي کې د ملاتړ ډاډ ورکړی.امریکا یو له هغه هېوادونه څخه دۍ چې د کرونا ویروس پکې ډېر خپريږي او خپاره شوي هم دي پکې اوسمهال پکې په لکاو شمېر کې کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي، او لا هم پکې مثبتې پېښې منځ ته رازي،

ویل شوي، چې د دغه پوهنتون له لورې د جوړیدونکي واکسین کار نیږدې ۸۰ سلنه پای ته رسیدلی.د برتانیې یوه مشهور واکسین جوړونکي شرکت وار د مخه تیاری ښودلی، چې د اکسفورډ پوهنتون د دغه واکسین له بشپړیدو سره به زر دا واکسین دوه میلیارده کسانو ته اماده او ورسوي.وړاندوینه دا ده، چې یاد شوی واکسین به د تنفسي اسپرۍ په بڼه تر راتلونکي میلادي میاشتې چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې کرونا وېروس لپاره د اکسفورډ پوهنټون نه علاوه هم هند او پاکستان په شمول بازې نورو اروپايي هېوادونو هم درمل جوړولو ادعا کړې وه او ویلي وو چې ډېر ژر به د کرونا د مخنيوي لپاره درمل جوړ کړي او بازار ته به ېې وړاندې کړي،

اوسمهال په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د لکاو په شمېر کې دي او لا هم خپريږي د بازې راپورونو له مخې افغانستان کې د ثبت شویو پېښو شمېر د ۲۸ زرو نه اووښتۍ او نور هم ورځ تر بله زیاتيږي باید نړیواله ټولنه سره په یو اتفاق شي او د کرونا وېروس مخنيوي لپاره جدي مبارزه وکړي،

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا لپاره نوي درمل ته ښه راغلاست وېلۍ

د روغتیا نړیړال سازمانن ډېکسا مېټازون درمل هرکلۍ کړۍ اودغه ارزان بیه درمل چې په پراخه کچه موندل کېږي، د کورونا وېروس سختو ناروغانو په ژوند ژغورلو کې کومک کولای شي. بازې متخصیصین زیاتوي کمې کچې سټرائیډ لرونکي درمل له کورونا ناروغي له منځه وړلو کې  ‘یو مهم رول لري

بازې سرچینۍ وايي د هغو مریضانو د مرګ کچه چې په مصنوعيډول تنفس ورکول کېږي، له دې درملو سره یو په درېیمه برخه کمېږي. کارپوهان وايي، که په برتانیا کې د کورونا وېروس خپریدو له لومړي سره دغه درمل کارول شوي وای، کېدای شي تر ۵۰۰۰ زره پورې کسان له مرګ نه بچ شوي وۍ،

دوی زیاتوي، دغه دوايي چې بیه ېې کمه ده ده، په بېوزله هېوادونو کې هم د ډېرېدونکي شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولای شي.په یوه څېړنه کې چې مشري یې د اکسفورډ پوهنتون ماهرینو کړې دغه درمل پر ۲۰۰۰ کسانو ازمایل شوي، او پایلې له هغو نورو ۴۰۰۰ ناروغانو سره پرتله شوې دي چې دغه درمل نه وو ورکړل شوي.دڅېړونکو د ډلې مشر پروفیسر پېټر هوربې وايي:

”دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې کارولو سره یې د مړینې کچه کمه شوې ده او په څرګند ډول یې کمه کړې ده، دا خورا مهم پرمختګ دی. ”دغه درمل له مخکې په ځینو نورو التهابي حالتونو کې کارول کېږي او داسې ښکاري چې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په څېر داسې حالت کې چې د بدن دفاعي قوت کمېږي، دا درمل مرسته کوي.

بل خوا ته د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له اتیا لکو یا اتو میلیونو او پنځلس زرو واوښت.د شمېرو له مخې امریکا، برازیل، روس او هند د کورونا ځپلو هېوادونو په سر کې دي.د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې څلور لکه ۳۶ زره ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.کورونا تر ټولو ډېره امریکا سخته ځپلې چې پکې دوه میلیونه یو لک او دیارلس نیم زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.

په دغه هېواد کې له دې ناروغۍ یو لک ۱۶ زره ۱۲۲ کسان مړه شوي دي.له امریکا وروسته برازیل دویم ځای لري چې اته لکه ۸۸ زره ۲۷۱ کسان یې کورونا وېروس نیولي او پکې نږدې ۴۴ زره کسان له دې وېروس مړه شوي دي.روسیه کې هم پنځه لکه ۳۶ زره شاوخوا کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته او څه باندې اوه زره ترې مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې هم دکرونا ویروس کسان نور هم زیات شوي دي باید د روغتیا وزارت دغې ناروغۍ ته ځانګړې پاملرنه وکري ترڅو دغه ناروغي ژرتر ژره له منځه لاړشي او افغانان نور په سمه توګه ازاره ژوند پيل کړي او همدا راز خپلو تجارتونو ته راوګرزي،

مسجد الحرام ته د ننوتلولپاره دکرونا ويروس ځانګړي ګېټونه لګول شوي

کورونا ويروس چې د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونه کې خپور شوۍ دۍ د همدې  مخنيوي په پار د سعودي عربستان د حرمين شريفين مسوولينو د مسجد الحرام ته ننوتلو په لاره باندې د مېکروب يا ويروس ضد دروازې لګولې دي د دې دروازې سره به عام وکړي وکولۍ شي چې مسجد الحرام ته د ننوتو په وخت کې په محفوظ ډول داخل شي. .

د حرمين  د ټویټر اکاونټ نه یو ټويټ شوۍ دۍ او ويل شوي دي پکې، چې په مسجد الحرام کې د مېکروب يا ويروس ضد دروازې لګول شوې دي، که چېرته دا تجربه بريالۍ شوه، نو د مسجد الحرام په ټولو برخو کې به دا ډول دروازې وګول شي. دې دروازو سره عام وګړي سکین کيږي او بیا د داخلېدو اجاره ورکول کيږي. .

د عربيميډیا  د راپورونو له مخې ، هر څوک چې مسجد الحرام ته ننوځي، نو لومړى به د دې مېکروب ضد دروازې څخه تېرېږي او په هغه کس باندې به له سر څخه تر پښو پورې د ويروس ضد درمل شيندل کېږي تر څو د ویروسو مخنیوۍ وکړي دغه ګام په عالمي ميډیا کې ډېر زیات مشهور شوۍ او ستایل شوۍ.

د حرمین اکاونټ ټويټ لاندې په انګلیسي ژبه دۍ لوستلۍ شۍ. .

[email protected]

The Presidency launched a temporary experiment of the advanced self-sterilization gates at Masjid Al Haram. If the experiment is successful, only thereafter it will be implemented in various parts of Masjid Al Haram.


مسجد الحرام کې د دې ګېټونو لګولو څخه يوه اونۍ مخکې بيا داسې کامرې لګول شوي دي، چې په يو وخت کې د ٢٥ کسانو د بدن د تودوخې درجه معلومولى شي او دا کامرې په هغه دروازو لګول شوي دي چې خلک پرې دغه جومات ته ننوځي. د دې مياشتې په پيل کې د مدينې منورې په مسجد نبوي کې هم دا ډول کامرې لګول شوې دي.

د تېرې مياشتې په اخېر کې بيا خانه کعبه د کورونا ويروس څخه د ساتلو لپاره د اوزون له نوې ټېکنالوژۍ سره څخه ګټه پورته شوې ده، چې د کعبې غلاف، حجر اسود او د ابراهيم علېه السلام مقام ځاى هم پرې پاک شوى دى.

د يادونې وړ ده  چې د کورونا ويروس له امله په کعبه کې طواف تړل شوى دى، خو اوس د سعودي عربستان حکومت غواړي چې محدودو خلکو ته د طواف اجازه ورکړي. د کورونا ويروس له امله د روژې په مياشت کې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د روژه ماتي دسترخوانونه هم سږ کال ونه غوړول شو او د هغې پر ځاى په بې وزله خلکو کې خوراکي توکي ووېشل شول.

مسجد الحرام ته د ننوتلولپاره دکرونا ويروس ځانګړي ګېټونه لګول شوي

 سعودي عربستان کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سخت بندیزونه لګول شوى دى او په دې لړ کې ټول جوماتونه هم تړل شوي دي په سعودي کې تر دې دمه ۳۲ زره کسان په کرونا اخته دي. .

د روغتيا وزير فیروزالدین فېروزد کرونا ازموینه مثبت ده

کرونا ویروس د نړۍ ګډ ګډ ته رسېدلۍ دۍ دغه ناروغي د غریب او مالداره لپاره یو شۍ ده او ټولو اسانانو ته په یو اندازه رسيږي که مونږ اوګورو د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې  یو شمېر ليډران صدراعظمان او داسې نور اعلۍ چارواکې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي په همدې لړ کې دا فغانستان د روغتیا وزیر د کویډ۱۹ ازموینه هم مثبت ده.

فيروز الدين فيروز په کورونا ويروس اخته شوى دى،او اوسمهال په کور کې دۍ  ويل کېږي چې د هغه د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى او اوس کرنټين دى.او د نوموړي صحت د ډاډوړدۍ.او ډېر ژر به صحت ومومي. .

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي، چې د دغه وزارت وزير فيروز الدين فيروز په کورونا ويروس ازمونیه مثبته ده او کرونا دۍ  اوس په خپل کور کې کرنټين دى د وزیر صیب د صحت نه معلوميږي چې په کور به ډېر ژر جوړ شي وزیر صیب ځان خپله کرنتین کړۍ. .

همدازار هغه وايي دا  چې د نوموړي د کورونا ويروس ټېسټ شوى و چې پايله يې مثبته راغلې ده او له هغه وروسته نوموړى کرنټين شوى دى. ويل کېږي چې د فيروز الدين فيروز صحت به جوړشي..

د يادونې وړ  ده چې په هېواد کې د کورونا ويروس په چټکۍ سره خپرېږي او لا هم ورځ تر بلې مثبتې پېښې زياتېږي، خو په هېواد کې بيا خلک د ګرځبندېز لارښوونو ته هېڅ پاملرنه نه کوي کرونا ویروس داسې یو ناروغي ده چې به دې کې باید احتیات وشي تر څو نورو خلکو ته خپور نشي. .

د عامې روغتيا وزير څو ورځې مخکې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، که چېرته خلک احتياطي تدابير عملي نه کړي او له ګرځبندېز سرغړونې همداسې روانې وي، نو ښايي د کورونا ويروس مخنيوى ګران شي.

په هېواد کې اوس د کورونا ويروس ٣٥٦٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې تر ټولو زياتې مثبتې پېښې ٩٢٥ يې يوازې په کابل کې ثبت دي او د کابل په شمولو ټولو ولایاتو کې مثبتې پېښې شته د کابل نه علاوه هرات ، مزار ، کندز، تخار، ننګرهار ، کنړ، لغمان ،هلمند،او داسې نورو ولابتو ته هپور شوۍ.

دا هم باید یاده شي چې لکه څنګه چې مښکې ددې ناروغۍ په اړه خپله وزیر د صحت خبردارۍ ورکړۍ ووچې که احتیات ونشي په زیاته کچه به انساني فاجعه رامنځته شي او هېواد به د بحران طرف ته لاړشي. نو مونږ ټولو هېوادوالو ته پکاردي چې د دغې ناروغۍ سره احتیات وشي او د ډطرو انساني فاجعو مخنیوۍ وشي هېوادوال باید په کورونو کې کرنتين شي او په بازارونو کې د بې څایه ګزځېدو ډډه وکړي په که چا سره ګوري هم باید فاصله وساتي. .

کرونا او نړی

په افغانستان کې د کرونا ويروس روستي معلومات. په افغانستان کي په تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته شویو کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد. پرون او نن ۱۹۰ نه زیاتې تازه پېښي په پکتیا  کي ۴۱، هرات ۳۰، کندهار ۲۵، کابل ۲۴، بلخ ۱۷، ننګرهار ۱۳، لغمان ۱۱، فراه ۹، سرپل ۶، کنړ ۵، زابل ۳، پکتیکا ۲، خوست، ارزګان، هلمند او نیمروز کي بیه یوه-یوه پېښه ثبت شوې ده.

۵ کسان له ویروس تازه مړه شوي او ۵۲ بیا ځيني روغ شوي دي. له دې سره په ټول هیواد کي د مړو سوو کسانو شمېر ۹۰ ته او د روغ شوو شمېر ۳۹۷ ته لوړ شو. په تازه ثبت شوو پېښو کي ډېري يې په پکتیا کي دي، خو په کابل، هرات، کندهار او بلخ کي تر نورو ورځو لږ پېښي ثبت شوي دي.

د کرونا ویروس مثبتي پېښي نږدې په ټول هیواد کي ثبت سوي دي، خو یو نورستان ولایت دئ، چي د ویروس مثبته پېښه نه لري. د هیواد په لویو ښارونو کي قرنطین او ګرځبندیز تر کوچني اختر پوري وغځېد، خو لا معلومه نه ده، چي ویروس به څه وخت کنټرول شي.

تېره اونۍ د عامي روغتیا وزیر ویلي وه، چي که چیري افغانان احتیاط وکړي، نو د ویروس ډېري ورستنۍ پېښي به په هیواد کي ۳۰۰۰ وي، خو که داسي ونه سول نو په درو اونیو کي به د کرونا ویروس په افغانستان کي خپل اوج ته ورسیږي.

کرونا: په افغانستان کې د کرونا ويروس روستي معلومات

په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۳،۶ میلیونه واوښت، چي له جملې یې دوه نیم لکه مړه شوي او تر ۱،۱ میلیونو څخه ډېر کسان رغېدلي دي.

د پاکستان پارلمان رييس د کرونا ټېسټ مثبت دۍ.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ رييس اسد قېصر په کورونا ويروس اخته شوى دى، هغه څو وړاندې مخکې د وزير اغظم عمران خان سره هم لملاقات سوۍ وو. د پاکستان د پارلمان رييس اسد قېصر په خپل ټويټر باندې په يوه ټويټ کې دا خبر له خلکو سره خپور کړى دى. هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې زما د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى..

نوموړي همدا راز وايي، چې ما په خپل کور کې ځان کرنټين کړى دى او له ټول ولس نه يې غوښتنه کړې ده چې په دې برخه کې دې له ډېر احتياط څخه کار واخلي.

میرا کورونا وائرس کا ٹیسٹ مثبت آیا ہے۔ میں نے خود کو اپنے گھر میں قرنطینہ کر لیا ہے۔ میری پوری قوم سے درخواست ہے کہ احتیاط کریں۔
دعا کی درخواست ہے۔


پاکستاني رسنۍ همدا راز وايي، چې د پارلمان رييس اسد قېصر څو ورځې مخکې (د اپريل په ٢٤مه نېټه) د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره هم ليدلي و د يادولو ده چې له عمران خان سره په پاکستان کې د ايدهي خېريه بنسټ مشر هم ليدلي و، چې له دغه ليدنې وروسته د ايدهي خېريه بنسټ مشر د کورونا ټېسټ هم مثبت راغلى و..

له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزير عمران خان د کورونا ويروس ټېسټ وکړ، خو د هغه ټېسټ منفي راغلى واوس يو ځل بيا د پاکستان لومړى وزير عمران خان او همدا راز د پاکستان د پارلمان غړي په تشويش کې اخته شوي دي او ويل کېږي چې ښايي د پارلمان ټول غړي د کورونا ټېسټونه وکړي او د څه وخت لپاره هم ځانونه کرنټين کړي..

په پاکستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې له ١٦ زره څخه پورته شوې دي او لا هم په دغه هېواد کې د کورونا ناروغان په چټکۍ سره ډېرېږي تر ټولو ډېرې پېښې د پاکستان په پنجاب او سند ايالتونو کې ثبت شوې دي، چې په دواړو ايالتونو کې له ٦-٦ زرو څخه زياتې پېښې ثبت شوې دي..

د پاکستان حکومت که څه هم پلان لري چې په ګرځبندېز کې يو څه نرمښت راولي، خو پاکستاني ډاکټران بيا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ګرځبندېز دې نور هم سخت کړي، ځکه که ناروغان ډېر شو، نو بيا به په روغتونونو کې ورته ځاى هم نه وي.