Uncategorized
-
رونالډو د فوټبال په ډګر کې ۱۰۰۰ لوبې کړي
رونالدو د فوټبال په ډګر کې تر ټولو مخکښ او هوښیار لوبغاړی پيژندل کیږي ۳۵کلن کرېسټیانو رونالدو وایي، دا مې…
-
ولسمشرغني سره د امریکا ولسمشر ټرمپ تلیفوني خبرې شوي
ولسمشر اشرف غني خبر ورکړ چې ډونالډ ټرمپ ورته تلیفون کړی او ډاډ یې ورکړی دی چې افغان دولت دا توان لريچې د سولي دپروسې مشريوکړي . ولسمشر غني د ښاغلي ټرمپ سره دخبرو په تړاو په داسي وخت کې ټویټ وکړ چې پر افغان حکومت د سولي د پروسې د ګډوډولو تورونه پوري شوي دي. داشرف غني مخالفین که په حکومت کې دننه دياو که بهر د حکومت پر دا پرېکړه نیوکې کويچې (۵۰۰۰) طالب زندانیان به نه خوشيکوي . ولسمشر غني سولي د هوکړې یوه ورځ وروسته د رواني مارچ ماشتي پر لمړۍ نېټه وویل چې دطالب زندانیانو خوشي کېدل د امریکا واک نه بلکه دافغان حکومت واک دی . ښاغلي غني زیاته کړه: “د پنځه زره طالب بندیانو د ازادولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته،دا خبره مو په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې، دا مسئله د خبرو اجندا کېدی شي، خو مخکې شرط نشي کېدی.” دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه تړون لاسلیک شو چې د طالبانو په وینا د یاد تړون تر لاسلیک وروسته به د دغه ډلې ۵۰۰۰زندانیان د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شي چې په مقابل کې به یې ۱۰۰۰ افغان سرتیري هم د طالبانو لخوا ازاد شي. د طالبانو د قطر دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ خبریالانو سره خبرو کې د خپلو ۵۰۰۰ جنګیالو خوشي کول د یو شرط په توګه مطرح کړل او زیاته یې کړه که چیري د دوی یاد شمېر بندیان خوشي نشي بین الافغاني خبرې به پیل نشي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې بین الافغاني مذاکرات د مارچ پرلسمه پیل شي. خو ولسمشر غني وویل، که چیري د سولې خبرو په جریان کې باور رامنځته شي، طالب زندانیان به خوشي شي.خو ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خلک غواړي دا باور تر لاسه کړي چې خوشي کېدونکي طالبان بیا وسله نه پورته کوي
-
ملاضعیف:طالبان دامارات د دعوې نه دي پشا شوي
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال پاکستان کې دطالبانو سفیر ملاعبدالسلام ضعیف ویلي امریکا سره دسولې تړون…
-
د افغان سولې په اړه د پختونخوا د خلکو نظرونه
ټاکل شوې نن دشنبې په ورځ دقطر په دوحه کې امریکا اؤ طالبان افغانستان کې دسولې په تړون لاسلیکونه کوي،…
-
اشرف غني: طالبانو سره به په شرطونو مخې ته ځو
ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د سولې بحث یوملي بحث دی او په ګډه به دایمي سولې ته د رسېدو هڅې…
-
د افغان سولې تړون به د پاکستان په حضور کې لاسلیک کیږي- قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه…
-
محب: افغان سرتیري د سولې اتلان دي
د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان سرتېري چې نن د جګړې اتلان دي سبا همدارنګه د سولې اتلان…
-
امریکا:هيچ چا ته اجازه نه ورکووچې افغانستان کې رامنځته شوئ فرصت زیانمن کړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیووویل چې په افغانستان کې له شاوخوا دوو لسیزو وروسته یو سیاسي…
-
د سولې په اړه د حامد کرزي څرکندونې
پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړ چې افغاني لوری او طالبان باید ډیر دقت وکړي چې د سولې تر عنوان…
-
دامریکايي پوهنتون پخوانی برمته شوی استاد قطر ته ورسېد
کابل کې دامریکايي پوهنتون پخوانی ښوونکی ټیموټی ویکس چې درې نیم کاله یې د طالبانو په بند کې تېر کړي…









